لیکوال: پروفیسور دکتور اورهان یازجي
ژباړن: سیلانی
(۱۹۱۹-۱۹۲۲)
د امانالله خان پر تخت کېناستل
کله چې په کابل کې دا خبرونه خپاره شول چې حبیبالله خان په جلالآباد کې د یوه برید په پایله کې وژل شوی او نصرالله خان ځان «امیر» اعلان کړی، دې پېښې په کابل کې ژور اغېز وکړ. که څه هم نصرالله خان د انګرېزانو مخالف و، خو د اصلاحاتو پر وړاندې د هغه محافظهکار دریځ د دې لامل شوی و چې په کابل کې ملتپال او د عصري کېدو پلویان تل له هغه څخه واټن وساتي. په مقابل کې، د امیر حبیبالله خان درېیم زوی امانالله خان، چې د محمود طرزي د افکارو له تر ټولو تودو پلویانو څخه و، د انګرېزانو ضد دریځ او د عصري کېدو د ملاتړ له امله ډېر ژر د «جوانانِ افغان» د خوښې وړ شخصیت شو. له همدې امله د دې ډلې غړي د هغه پر شاوخوا راټول شوي و.¹
«جوانانِ افغان» چې د نصرالله خان له امارت سره مخالف و، غوښتنه وکړه چې امانالله خان دې پر تخت کېنول شي. په همدې وخت کې په جلالآباد کې مېشتو یو شمېر دولتي چارواکو هم په کابل کې د نایب په توګه دنده ترسره کوونکي امانالله خان ته پیغام واستاوه او څرګنده یې کړه چې له هغه سره به بیعت وکړي. د دغو تحولاتو په پایله کې امانالله خان له لنډ ځنډ او تردید وروسته د دربار غړي او پوځ راټول کړل او له هغوی څخه یې بیعت واخیست. وروسته د «عینالدوله» په لقب د ۱۹۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۳مه په کابل کې پر تخت کېناست.² په دې توګه له یوې خوا په جلالآباد کې نصرالله خان او له بلې خوا په کابل کې امانالله خان د واک مدعیان شول او په هېواد کې د دوهسري واکمنۍ حالت رامنځته شو. دغه تحول د افغانستان په تاریخ کې د یوې نوې دورې د پیل نښه هم وګرځېده.
په هغه وخت کې په کابل کې د امانالله خان شتون د ده لپاره یوه ستره مساعده موقع وه، ځکه هم پوځ او هم خزانه د ده په واک کې وه او همدې حالت د خپل تره نصرالله خان پر وړاندې د هغه دریځ لا پیاوړی کړی و. امانالله خان د وضعیت د کنټرول لپاره سمدستي یو فرمان صادر کړ. په دغه فرمان کې یې نایبالسلطنه نصرالله خان، چې ځان یې «امیر» اعلان کړی و او د هغه ملګري د خپل پلار، امیر حبیبالله خان، د مړینې مسؤول وبلل. هغه همدارنګه اعلان وکړ چې د افغانستان د بهرنیو چارو د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او د هېواد د بشپړې خپلواکۍ د تأمین لپاره به بېدرنګه اقدامات پیل شي. سربېره پر دې یې خبر ورکړ چې د پوځیانو په میاشتنیو معاشونو کې به پنځه روپۍ زیاتوالی راوستل شي.³
نصرالله خان چې په کابل کې د رامنځته شویو تحولاتو په لیدلو پوه شو نور د بریا ډېر چانس نه لري، له خپلو ملګرو سره د کابل پر لور وخوځېد او په لاره کې د امانالله خان کسانو ته تسلیم شو.⁵ په دې توګه د امانالله خان د واکمنۍ پر وړاندې نور هېڅ خنډ پاتې نه شو. اوس هغه کولای شول، لکه څنګه چې یې ژمنه کړې وه، خپله ټوله هڅه او پاملرنه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره وقف کړي.
امانالله خان د ۱۹۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۸مه یوه وینا خپره کړه چې په «اې د افغانستان ستر ملته!» کلمو پیلېده او په هغې کې یې افغانستان یو خپلواک دولت اعلان کړ. هغه په خپله وینا کې څرګنده کړه چې افغانستان باید د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر آزاد او خپلواک وي او دی به خپلې ټولې هڅې په دې ولګوي چې اصلاحات هر څومره ژر عملي شي او افغانستان د معاصرو دولتونو په کتار کې ودرېږي.⁶له دې وروسته، د ۱۹۱۹ کال د مارچ په ۳مه یې په هند کې د بریتانیا عمومي والي، لارډ چېلمسفورډ، ته یو لیک واستاوه او په هغه کې یې د خپل پلار د مړینې او د خپل ځان د واک پر ګدۍ کېناستو خبر ورکړ.⁷
امانالله خان په دغه لیک کې لیکلي و: «په ډېرې خواشینۍ سره خپل دوست، د هند قدرمن عمومي والي ته خبر ورکوم چې زما پلار، د افغانانو امیر، سراجالملة والدین حضرت حبیبالله خان، د ۱۹۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۰مه شپه د درې بجو په شاوخوا کې، د «کلهګوش» نومي ځای کې په خپل استوګنځي کې د یوه خاین له خوا ووژل شو. زه د خپل شهید او مبارک پلار، چې ستاسو د عالیقدرۍ دوست و، د امر او ارادې له مخې په کابل پلازمېنه کې د هغه د استازي په توګه ټاکل شوی وم.»
«له همدې امله زه ځان له هره پلوه د هغه ولیعهد، د امیر په توګه د هغه ځایناستی او په دې وخت کې د خپل پلار د وینې د حساب غوښتلو او د هغه د غچ اخیستلو صلاحیت لرونکی ګڼم. ساداتو، علماوو، پوځیانو، دولتي مامورینو، سوداګرو، کسبهکارانو، د افغانستان مسلمانو او هندو اتباعو، په پلازمېنه کې مېشتو نورو بهرنیانو او د کابل او شاوخوا سیمو ټولو اوسېدونکو، په ګډه او اتفاق سره، په خپله خوښه له ما، چې ستاسو دوست یم، سره بیعت وکړ. ما هم پر الله تعالی توکل وکړ او د امراوو او علماوو د تودو هرکلیو په منځ کې مې، پرته له کوم تردده، د افغانستان د حکومت د امارت تاج پر سر کېښود.
وروسته په جلالآباد کې مېشتو زموږ د حکومت پوځیانو، زموږ پر حقانیت په اعتراف سره، نصرالله خان چې په ناحقه یې ځان په جلالآباد کې امیر اعلان کړی و، له واکه لیرې کړ او له ما سره یې د بیعت په کولو خپله وفاداري څرګنده کړه. تر دې وروسته زما تره نصرالله خان له تخت څخه لاس واخیست او زما وروڼو سردار عنایتالله خان او سردار حیاتالله خان، چې له هغه سره یې بیعت کړی و، او همدارنګه د شاهي کورنۍ نورو غړو په کابل کې له ما سره بیعت وکړ او اعلان یې وکړ چې ما د امیر او پاچا په توګه پېژني.»
دلته د «آزاد او خپلواک افغانستان» د اصطلاح کارول د امانالله خان د خپلواکۍ غوښتنې څرګنده نښه وه.⁹ لکه څنګه چې څرګنده ده، امانالله خان لا په ډېر ځوان عمر کې له محمود طرزي سره پېژندګلوي پیدا کړې وه او په لنډ وخت کې د هغه له نږدې دوستانو څخه شو. امانالله خان، چې د طرزي د افکارو له تر ټولو تودو پلویانو څخه و، پر دې باور و چې افغانستان باید خپله خپلواکي ترلاسه کړي او د معاصرې نړۍ د یوه غړي په توګه خپل ځای ومومي. له همدې امله یې د خپل لومړني اقدام په توګه، د معاصرو دولتونو په څېر، د بهرنیو چارو وزارت جوړ کړ او محمود طرزي یې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه.
د محمود طرزي له دې دندې ته تر ټاکل کېدو وروسته، د نړیوال سیاست په ډګر کې لومړنۍ پرېکړه وشوه او محمد ولي خان، چې د افغانستان د استازي په توګه ټاکل شوی و، په بخارا کې د سفیر په توګه وګومارل شو.¹⁰ د ۱۹۱۹ کال د اپرېل په ۱۰مه اعلان وشو چې افغانستان یو بشپړ خپلواک هېواد دی او په هغه وخت کې په کابل کې له مېشت بریتانوي استازي څخه وغوښتل شول چې دغه پرېکړه د بریتانیا حکومت ته ورسوي. د شوروي اتحاد له خوا افغانستان ته په بخارا کې د استازولۍ د پرانیستلو اجازه او د امانالله خان غوښتنې د دې لامل شوې چې له انګرېزانو سره د ۱۹۰۵ کال د دوستۍ تړون پای ته ورسېږي. ځکه د هند عمومي والي، لارډ چېلمسفورډ، په خپل استولي پیغام کې څرګنده کړې وه چې د افغانستان د نوي امیر له خوا په یو اړخیز ډول اعلان شوې د خپلواکۍ پرېکړه نه مني.¹¹ له دې وروسته، امانالله خان د ۱۹۱۹ کال د اپرېل په ۱۳مه په ماڼۍ کې راټولو شویو خلکو ته وویل:
«زما دروند او نجیب ملته! کله چې مې د امارت تاج پر سر کېښود، ما تاسو ته په لوړ غږ ویلي و چې زه دا تاج او تخت په دې شرط منم چې تاسو به زما له لیدلوري او افکارو سره د تحقق لپاره راسره ګډ کار کوئ. ما دا خبرې پر خپل وخت په تفصیل بیان کړې وې، خو دلته یې یو ځل بیا په لنډه توګه تکراروم:
لومړی دا چې د افغانستان حکومت (دولت) به هم په کورنیو او هم په بهرنیو چارو کې آزاد او خپلواک وي، یعنې افغانستان به د نړۍ د نورو خپلواکو دولتونو د ټولو حقوقو څښتن وي. دویم دا چې تاسو ټول به د خپل معنوي پلار، زما د شهید او مرحوم پلار، د غچ اخیستلو لپاره په خپل ټول ځواک له ما سره یوځای کېږئ. درېیم دا چې ملت به آزاد وي، یعنې هېڅ فرد به د بل فرد تر تسلط او واکمنۍ لاندې نه وي.» «…هېڅ بهرني ځواک ته به اجازه ور نه کړل شي چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې، ان د یوه وېښته په اندازه، لاسوهنه وکړي. که هر ډول لاسوهنه وشي، زه چمتو یم چې په همدې تورې یې مرۍ پرې کړم.»¹³
دغه یادداشت چې په خورا توند او سخت لحن لیکل شوی و، په افغانستان کې د کلونو راهیسې د روانې خپلواکۍ مبارزې یوه لاسته راوړنه وه. د هند عمومي والي د ۱۹۱۹ کال د اپرېل په ۱۵مه په خپل ځوابي لیک کې څرګنده کړه چې د بریتانوي حکومت او افغانستان ترمنځ د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیبالله خان د واکمنیو پر مهال شوي تړونونه لا هم نافذ دي او د دواړو دولتونو ترمنځ د نوي تړون د لاسلیک لپاره لازم شرایط او مناسب زمینه لا نه ده برابره شوې. دغه ځواب یو ځل بیا دا حقیقت څرګند کړ چې انګرېزان لا هم د افغانستان د خپلواکۍ له منلو څخه ډېر لیرې و.¹⁴ له همدې امله، افغانستان د خپلې خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره له انګرېزانو سره له جګړې پرته بله لار نه درلوده.
د لومړۍ برخې پای، نورې برخې هم لري.