نن سبا په ښوونه او روزنه کې د ژوند قابلیتونه، چې د یوویشتمې پېړۍ قابلیتونه بلل کېږي، یوه مهمه موضوع ده او د ډېرو هېوادونو تعلیمي نصابونه له معلومات محورۍ څخه قابلیت محورۍ ته اړول شوي دي. دا نصاب په شاګردانو کې د قابلیتونو ایجادولو او روزلو ته پام کوي. په پخواني سیستم کې به شاګردانو معلومات یادول او په مختلفو برخو کې به یې پوهه ترلاسه کوله، خو په اوسني سیستم کې د ضروري پوهې تر څنګ شاګردانو ته د پوهې د عملې کولو مهارتونه او ذهنیت او تر څنګ یې اخلاقي او ټولنیز ارزښتونه هممهاله ورزده کېږي. په هر مضمون کې د مضموني قابلیتونو تر څنګ، د ژوند ځینې قابلیتونه هم پالل کېږي. مفاهمه، همکاري، نقادانه تفکر، ځاني مدیریت، نوښت او خلاقیت د یو ویشتمې پېړۍ د قابلیتونو اساسي برخې دي.
په دې منځ کې یو خورا مهم قابلیت نقادانه تفکر دی. د نقادانه تفکر د پاللو لپاره استدلال او فلسفي مباحثه په کار دي او مولانا د دې کار استاد دی. سره له دې چې مولانا یو ځای وايي چې: پای استدلالیان چوبین بود/ پای چوبین سخت بی تمکین بود. خو پخپله خپل فکر د استدلال له لارې بیانوي او تفکر دومره مهم بولي چې د انسان ټول دار و مدار په فکر پورې تړي او وايي: ای برادر تو همین اندیشه ای/ مابقی تو استخوان و ریشه ای. مثنوي معنوي کتاب له داسې حکایتونو مالامال دی چې انسان فکر کولو ته اړ باسي او زما په نظر زموږ زلمکیو او پېغلوټو ته د فلسفي مباحثې غوره منبع ده.
د انتزاعي تفکر او استدلال د روزلو لپاره فلسفه باید تدریس شي نو ولې د مثنوي پر حکایتونو ټینګار کوو؟ د دې پوښتنې ځواب متیو لپمن راکوي. متیو لپمن چې د ماشومانو لپاره د فلسفې پلار بلل کېږي، په ۱۹۶۰ مو کلونو کې د امریکا په پوهنتونونو کې فلسفه تدریسوله. هغه ولیدل چې محصلان یې فلسفي تفکر په ډېرې سختۍ سره زده کوي. بیا تر غور او څېړنو وروسته دې نتیجې ته ورسېده چې د فلسفي تفکر د زده کولو بهترین عمر ۱۱ – ۱۲ کلني ده او د دې عمر ماشومانو ته د فلسفې د تدریس بهترینه لاره کیسه ده، داسې کیسې چې تفکر پاروي او د مباحثې او استدلال لاره هواروي.
د مثنوي معنوي حکایتونه په دې لحاظ خورا په زړه پورې او مناسب دي. موږ کولی شو د مثنوي ځینې حکایتونه په ساده ژبه ولیکو، ویې شاربو، او شاګردانو ته د استدلال او مباحثې تمرینونه ورکړو. ما د پېغلوټو او زلمکیو لپاره یو ناول کې همدا هڅه کړې ده. ناول جادويي سفرونه نومېږي چې اصلي کرکټرونه یې ګل وزرې، ځیرک او بهشته بېګم دي. ګل وزرې داسې مرغه دی چې خبرې کوي او خوراک یې کیسې دي. هغه ځیرک او بهشته بېګم پر خپله شا سپروي او د هېواد مختلفو سیمو، ولایتونو او ښارونو ته یې وړي او په لاره کې ورنه کیسې غواړي. ځیرک او بهشته بېګم چې هره کیسه ووايي، بیا ګلوزرې د کیسې په اړه ورسره بحث کوي. دلته به د ناول هغه برخې ولولئ چې د مثنوي حکایتونه په کې راغلي دي.
ګلوزرې له کوټنۍ څخه راووته او ځیرک ته یې اشاره وکړه چې پر څټ یې سپور شي.
ګلوزرې د تخت رستم پر سر منډې کړې او په هوا شوه.
ځیرک پوښتنه وکړه: اوس به چېرته ځو؟
ګلوزرې وویل: بلخ ته. ته په بلخ کې څوک پېژنې؟
ځیرک وویل: هو، مولانا جلال الدین بلخي. پلار به مې د ژمي په شپو کې د هغه یو کتاب راته لوسته. مثنوي نومېده. یوه کیسه یې را په زړه ده. وايي په یوه سیمه کې چا فیل نه و لیدلی. یو چا فیل راوستی و خو په یوه تیاره کوټه کې یې درولی و. بیا یې خلکو ته ویلي وو چې راشئ فیل وګورئ. خلک چې کوټې ته ورغلل نو هلته خو تیاره وه او په سترګو یې څه نه شو لیدلی. چا د فیل پر پښې لاس تېر کړی و، چا یې خرطوم لمس کړی و، چا ته یې لکۍ په لاس ورغلې وه او چا ته یې غوږ. نو دا خلک چې د باندې راووتل، یوه به یې ویل چې فیل لکه ستن، لکه مټې یا پایه غوندې دی. دا خبره به هغو کسانو کوله چې د فیل پښه یې لمس کړې وه. چا چې د فیل خرطوم باندې لاس تېر کړی و، هغه به ویل چې نه، فیل د نل یا ناوې په شان دی. هغه چې د فیل غوږ یې لمس کړی و، هغه به ویل چې نه بابا، فیل خو لکه ببوزي یا پکې دی او هغه بل چې د فیل لکۍ یې لاس ته ورغلې وه، ویل به یې چې تاسې یو هم سمه خبره نه کوئ، فیل د متروکې یا قمچینې غوندې دی.
ګلوزرې له خندا شنه شوه. ویې ویل: څومره جالبه. ښه نو تا له دې کیسې څه مطلب واخیست؟
ځیرک وویل: هماغه چې تا وویل. د هر چا خبره به په پټو سترګو نه منو.
ګلوزرې وویل: آفرین! خبره دې سمه ده. خو یوه بله خبره هم ده. نو دا خلک خو ملامت نه وو. هر چا به فیل هغسې پېژانده چې ورته ښکاره شوی و. خو خلک څنګه پوه شي چې فیل په رښتیا څرنګه شی دی؟
ځیرک وویل: امممممم، فیل دې رڼا ته راوباسي چې ټول بدن یې سم ښکاره شي. بیا به ټول خلک وپوهېږي چې فیل نه ببوزی دی، نه پایه ده، نه متروکه.
ګلوزرې وویل: بالکل، وایم د نښې منځ دې وویشت. علم او پوهه د رڼا غوندې ده. که غواړې چې حقیقت وپېژنې، باید دوه کاره وکړې، یو دا چې پوهه دې زیاته کړې او پوهه په مطالعه زیاتېږي. بله دا چې باید فکر وکړې، پلټنه وکړې، تجربې وکړې.
په دې خبرو کې دوی د تاشقرغان تنګي ته ورسېدل. تنګه نرۍ لاره د دوو غرونو په منځ کې. د سړک دواړو خواوو ته غرونه داسې نېغ ولاړ وو لکه د ډېرې دنګې ماڼۍ سیده دېوالونه چې وي. د غرونو رنګ زېړبخونی نسواري و.
ځیرک ډارېده چې د ګلوزرې وزرې له غرونو سره ونه لګېږي. خو تنګی دومره هم تنګ نه و.
له تنګي نه چې تېر شول، ګلوزرې د سړک غاړې ته کښته شوه. هلته خلکو په ټوکریو کې تازه انځر راوړي وو. ځیرک ته یې یوه ټوکرۍ انځر واخیسته. په سیند کې پاکې رڼې اوبه بهېدې. ځیرک په کې انځر پرې مینځل.
اوه! عجب خوندور انځر یې وو.
دواړه بېرته والوتل. ځیرک وویل: د مولانا جلال الدین بلخي د کتاب یوه بله کیسه مې رایاده شوه. وايي څلور ملګري وو، یو یې عرب و، بل یې د روم، بل یې د ترکیې و او څلورم یې افغان. دوی ډېر مزل کړی و او وږي شوي وو. چا ورته یو درهم ورکړ. افغان ورته وویل چې راځئ په دې پیسو لږ انګور واخلو او ویې خورو. عرب وویل: زه خو انګور نه خورم، عنب به واخلو. رومي وویل: زه نه انګور غواړم، نه عنب. ما ته به ستافیل اخلئ. ترک وویل: زه یې نه منم. زما زړه ازم ته کېږي. هېچا د بل خبره نه منله. بس نو د دوی تر منځ لانجه جوړه شوه. یو بل یې په سوکانو او څپېړو وهل.
ګلوزرې وویل: نو بیا؟
ځیرک په خندا وویل: خو ټولو هماغه یو شی غوښت خو په خبره سره نه پوهېدل. انګور ته په عربۍ کې عنب وايي او په رومي ژبه کې یې ستافیل بولي، ترکان ورته ازم وايي.
ګلوزرې هم په خندا شوه. ویې ویل: واه! دا مولانا خو ډېر لوی انسان و. څومره ښې خبرې یې کړې دي. ښه نو، ستا په فکر د دې کیسې مطلب څه دی؟
ځیرک ځواب ورکړ: همدا چې باید د یو بل په خبره ځان پوه کړو.
ګلوزرې وویل: وایم سل آفرین دې. خو بله خبره. که دغو څلورو ملګرو په رښتیا هم څلور مختلف شیان وغواړي نو بیا به دا لانجه څنګه شي؟ مثلاً یو به یې وايي چې انګور به واخلو، بل به وايي چې مڼې واخلو، درېیم کس به انار وغواړي او څلورم یې خټکی.
ځیرک څو شېبې فکر وکړ.
دا نو سخته پوښتنه ده. څلور کسان او څلور نظرونه. دا به نو څنګه سره جوړوئ؟
ته هم فکر وکړه. که ته د ځیرک پر ځای وای، ځواب به دې څه و؟
ښه نو. وبه ګورو چې ځیرک له ډېر فکر کولو وروسته څه وویل.
ځیرک وویل: دوی باید هر یو خپل دلیل ووايي چې ولې غواړي هغه شی واخلي او ولې بل شی نه غواړي. ټول کسان دې خپل دلیلونه ووايي. د هر چا دلیل چې سم و، د هماغه کس خبره دې ومنل شي.
ګلوزرې وویل: اممممم. ښه خبره ده. خو ګوره! که څلورواړه کسان یو ځای بحث وکړي، کېدای شي زر نتیجې ته ونه رسېږي. ښه به دا وي چې دا څلور کسان په دوو ډلو ووېشو. دوه دوه کسان دې په خپلو کې بحث وکړي. دوه کسان به زر سره سلا شي. بیا به د څلورو پر ځای، دوه مختلفې غوښتنې وي. که څنګه؟
ځیرک ځواب ورکړ: خوښه مې ده. خو یو بل رقم هم کېږي. دا خو څلور واړه ښې مېوې دي، هره مېوه خوندوره او ګټوره ده. نو هر څوک به همدا دلیل وايي چې زه دا مېوه ځکه غواړم چې خوندوره او ګټوره ده. نو که داسې وشي، د کاغذ څلور ټوټې دې واخلي، پر یوه ټوټه یې انګور ولیکي، پر بله یې مڼې، پر بله انار او پر بله خټکی. بیا دې کاغذونه قاط کړي چې لیکل یې ښکاره نه شي. سره ګډ یې کړي او یو کس دې سترګې پټې کړي، یو کاغذ دې پورته کړي. هره مېوه چې پرې لیکل شوې وه، هماغه دې واخلي.
ښه نو، دا پوښتنه کېدای ډېر ځوابونه ولري. تا څه فکر وکړ؟ ته به دا ستونزه څنګه حل کړې؟
ته خپل ځواب په کتابچه کې ولیکه او اوس راځه چې بېرته د ځیرک او ګلوزرې حال واخلو.
سلام
څومره په زړه پورې عالی کیسه ،دلیکنې سبک دادب او مانا سره ملګرې اد بې توټې چې د«زغم »شخصیت او پوهه راپېژنی دمولا نا جلال الدین
بلخی مثنوی هرڅوک نشی څېړلی د کمو کسانو سر دهغه په ادبی اثارو باندې خلاصیږی زغم صاحب هدف زموږد تولو افغانانو سوله ،امن او سکون په هېواد کې دی ولی موږ هم له سولی د انګورو یاعنب کیسه جوړه کړې ده اودلته دناندریو په نرخ کې یو دبل په ژبه نه پوهیږو . هغه په دې ما نا : ولس مشر ملت ته دبشبړې او نیمې دیموکراسی پیغام ورکوی خو دناتووسله وال غړی هېوادونه او دامرالله او حمدالله حکومت دلته بېګنا ه ولس وژنه کوی،ګروهی ډلې او ټپلې قدرت او مقام په کړکېچ کې میراثی بولی او طالبانو او س د نړیوال بهیر په سطحه سیاستولی رامخ ته کړې چې یو لاس خلک دی خدا ی ج دې وکړی چې دې فیل نه دقطر اوښ جوړ نشی
اما :یوه و رخ حافظ ابوهمام ولید بن شجاع محدث کوفی۵۵۸م خپلو شاګردانو ته وفرمایل چې څو شیان د بنی آدم لپاره بد دی
دپا چا لپاره تنګ ظرفی
دقاضی لپاره دروغ
دعلماوو لپاره فرېب
دعبادت کونکو لپاره غصه
دامراءو لپاره ګونګیتوب
دبوډاګانو لپاره تمسخر