یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني وايي، د سولې دویم پړاو خبرې دې په کندهار کې...

ولسمشر غني وايي، د سولې دویم پړاو خبرې دې په کندهار کې تر سره شي

تاند (پنجشنبه د قوس ۲۷) ولسمشر اشرف غني د یو جګپوړي حکومتي پلاوي په ملتیا نن پنجشنبه سهار د کندهار د عمومي وضعیت ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره لیده کاته کړي.

ښاغلي غني کندهار کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال طالبانو ته بلنه ورکړه چې په یاد ولایت کې دې له افغان دولت سره د سولې دویم پړاو خبرو ته کېني.

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وویل چې نور دې د افغان وژنې نه لاس واخلي او سولې ته غاړه کېږدي.

هغه دغه راز زیاته کړه، طالبانو ژمنه کړې وه چې د بندیانو د خلاصون په صورت کې به تاوتریخوالی کموي خو په خبره یې ددې پر ځای چې یادې ډلې تاوتریخوالي کم کړی وی لا پسې زیات کړی.

محمد اشرف غني وویل، طالبان د خپلو ۷ زره نورو بندیانو د خلاصون غوښتونکي دي، خو په خبره یې هېڅکله به د دوی دا غوښتنه ونه منل شي.

ولسمشر اشرف غني د خپلو خبرو پر دوام وویل، سوله په وژلو نه، بلکې د یو بل په منلو راځي او پر طالبانو یې یو ځل بیا غږ وکړ چې نور دې اوربند ته غاړه کېږدي.

په ورته مهال ښاغلي غني د خپل سفر پر مهال په کندهار کې له ۲۰۵ اتل قول اردو څخه لیدنه وکړه.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي په یاده قول اردو کې د ملي اردو سرتېرو ته په خطاب کې وویل چې د احمد شاه بابا او میرویس نیکه د تاریخي میراث ساتنه د دوی مسؤلیت دی.

د ولسمشر په خبره، دی باوري دی چې دا سرتېري به خپل مسؤلیت په ښه توګه تر سره کوي، او دغه راز یې زیاته کړه چې ۲۰۵ اتل قول اردو د کندهار د امنیت او ساتنې اصلي قوت دی.

هغه ډاډ ورکړ چې په کندهار کې به د امنیتي ځواکونو ټولو غوښتنو او وړاندیزونو ته پر وخت رسېدګي وشي.

محمد اشرف غني په داسې مهال کندهار ولایت ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې زیاتې شوې او هره ورځ د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب