تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) راتلونکې جګړې ښايي نور د ډزو او توغندیو په توغولو پیل نه شي؛ بلکې کېدای شي یوازې یو هکر د صنعتي یخچالونو، د روغتونونو د وسایلو یا د مالي بنسټونو د سیستمونو کنټرول په لاس کې واخلي او پراخ زیانونه واړوي.
په دې وروستیو کې پر یخچالونو، د فرانسې د وینې بانک له اړوندو سیستمونو او د ډیجیټلي پیسو پر صرافیو سایبري بریدونو د ډیجیټلي نړۍ د امنیت په اړه نوې اندېښنې راپارولې دي.
د سایبري امنیت او مصنوعي ځیرکتیا متخصصان د جګړو د بڼې د بدلون، په سایبري بریدونو کې د مصنوعي ځیرکتیا د رول او د ټکنالوژۍ د راتلونکي په اړه اندېښنې څرګندوي. دوی خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کې ان هغه انسانان هم د هکرانو د بریدونو هدف کېدای شي چې په مغزو کې یې برېښنايي چیپونه لګول شوي وي.
له یخچالونو نیولې د نړیوالو قدرتونو تر سایبري جګړو پورې
- هره هغه وسیله چې له انټرنېټ سره نښلول شوې وي او له لرې کنټرولېدای شي، د هکرانو د نفوذ او ورانکارۍ له خطر سره مخ ده. په دې وسایلو کې یخچالونه، لفټونه، تلوېزیونونه او ان روباټي جاروګان شامل دي.
- د نن ورځې جګړې نورې یوازې په توپونو او ټوپکونو نه کېږي. ډېر سایبري بریدونه د پیسو د غلا لپاره نه، بلکې د ځواک ښودلو، ورانکارۍ او د مقابل لوري د ګواښلو لپاره ترسره کېږي.
- د یخچالونو د برید په پېښه کې تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی او نه یې د پیسو غوښتنه کړې ده. ښايي دا برید د یوه دولت په ملاتړ او د ځواک ښودلو لپاره شوی وي.
کله چې د انسانانو ژوند له خطر سره مخ کېږي
- د فرانسې د وینې پر بانک په سایبري برید کې د یخچالونو د تودوخې درجه له منفي شپږو څخه مثبت ۱۱۰ درجو ته بدله شوې وه؛ خو د خبرداري سیستمونو غیرعادي بدلونونه وپېژندل او د یوې لویې پېښې مخه یې ونیوله.
- نړۍ له غیرسایبري پړاو څخه سایبري پړاو ته د لېږدېدو په حال کې ده او ان د سیستمونو جوړوونکي او متخصصان هم لا د دې ډګر د امنیتي پېچلتیاوو په اړه بشپړ معلومات نه لري.
مصنوعي ځیرکتیا؛ د هکرانو نوې وسیله
- مصنوعي ځیرکتیا د هکرانو لپاره پر یوه پیاوړي مرستندوی بدله شوې ده. دوی کولی شي د دې ټکنالوژۍ په مرسته امنیتي نیمګړتیاوې ژر وپېژني او د ورانکارۍ لارې چارې ومومي.
- د بایننس په پېښه کې د انسان تېروتنې مهم رول درلود. دوو کارکوونکو د دندې د ازموینې پر مهال هغه کوډونه اجرا کړل چې ورلېږل شوي وو او په دې توګه یې هکرانو ته د نفوذ لاره پرانیسته. دا پېښه د امنیتي اصولو د نه مراعتولو یوه بېلګه بلل شوې ده.
د راتلونکي په اړه اندېښنې
اټکل کېږي چې ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې نړۍ د ټکنالوژیکي ځانګړتیاوو یوه داسې پړاو ته ورسېږي چې د ماشینونو ځیرکتیا د انسان له ځیرکتیا لوړه شي او د انسان او ټکنالوژۍ ترمنځ پخوانۍ پولې بدلې شي.
ښايي په راتلونکي کې سایبرګ انسانان، یعنې هغه کسان چې د بدن له غړو سره یې برېښنايي وسایل او چیپونه نښلول شوي وي، هم د هکرانو د بریدونو له خطر سره مخ شي. ان دا احتمال شته چې راتلونکې جګړې د غیرانساني سرتېرو او خپلواکو روباټونو ترمنځ ترسره شي.
د سایبري بریدونو پر وړاندې تر ټولو مهمه دفاع؛ پوهاوی
په سایبري امنیت کې داسې هېڅ خنډ نشته چې ماتېدل یې ناشوني وي. خلک باید پوه شي چې ولې خپل وسایل له انټرنېټ سره نښلوي او کوم معلومات له نورو سره شریکوي.
نو څه پکار دي:
- هر نامعلوم لینک مه پرانیزئ.
- هر ډول سافټویر مه نصب کوئ.
- د کامرې، ځایموندنې او شخصي فایلونو د لاسرسي اجازه له پلټنې پرته مه ورکوئ.
د راپور له مخې، د انټرنېټ او ډیجیټلي نړۍ د کارولو پوهاوی یوازې د تخنیکي متخصصانو اړتیا نه ده؛ بلکې هر هغه څوک چې سمارټ فون لري یا انټرنېټ کاروي، باید په دې برخه کې زدهکړه وکړي.