بېوزلان کتاب یو نړۍوال شهکار دی. ویکتور هوګو لیکلی او پښتو ته بیا عبدالحلیم همت ایوبزي ژباړلی.
ټول ۳۸۹ صفحې لري. نوعیت یې ناول او د قانون جبر، ټولنیزه نابرابري، مظلومیت او په ټوله کې جنایي داستان یې محتوا تشکیلوي.
د ارزښت په اړه یې باید وویل شي، چې د نړۍ ټولو مشهورو ژبو ته ژباړل شوی. سریالونه او فېلمونه ورباندې جوړ شوي. د کمونیستي بلاک غړو هېوادونو کې د دغه ناول لوستل د مکتب په ټولو شاګردانو جبري و.
د ناول مرکزي او محراقي څېره یو جزا خوړلی مجرم ژان والژن دی. نوموړی یوه ډوډۍ غلا کوي؛ خو په بدل کې یې د جابر او ظالم قانون له مخې پوره ۱۹ کاله په زندان کې د دولت ډوډي خوري… له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د یوه روحاني له کوره غلا کوي، ژان والژن د دې غلا په تور یو ځل بیا د پولیسو له لوري نیول کېږي، روحاني شخص ته را وستل کېږي؛ خو روحاني اسقف پولیسو ته وایي، چې غلا شوي توکي والژن پټ کړي نه دي؛ بلکې ما ورته په خپل رضایت ورکړي… د روحاني شخص له نصیحت وروسته نور د والژن ټول روح او روان تغیر کوي، دومره نېک انسان ترې جوړېږي، چې ټول عمر د بېوزلانو خدمت ته ورکوي، ځان وږی پرېږدي؛ خو غریب مړوي.
نوموړی څه وخت وروسته په جعلي نوم د فرانسې په یوه لوی ښار کې د بنګړیو یوه فابریکه جوړوي، کم وخت کې ډېره سرمایه پیدا کوي، والژن(چې اوس بل مسعتار نوم لري) ګټل شوې پیسې د ښار په بېوزلانو ویشي، په دې سره بیخي زیات محبوبیت او شهرت پیدا کوي. له دې امله د سیمي دولتي مسؤل نوموړی د همدې ښار د شاروال په توګه ټاکي. وروسته د دولت قضایي ارګان د ده په اصلي څېره پوهېږي، والژن خپله یو څه اندازه شتمني په ځنګله کې ښخوي او نور له سیمې تښتي… بل ښار ته له رسېدو وروسته د اتو کلونو په عمر یوه ګرو شوې انجلۍ د تناردیه په نوم له یوې کورنۍ اخلي. د دغې ماشومې انجلۍ کیسه ډېره دردونکې ده، کیسه یې داسې ده، چې نوموړې ماشومه په خپل ژوند کې یوازې یوه مور لري او نور هیڅوک نه دي ورپاتې، مور یې خپله ماشومه تناردیه کورنۍ ته سپاري، علت یې دا وي، چې د ظالم قانون له مخې ماشوم لرونکې مور ته څوک کار نه ورکوي، دغه ښځه کار پسې ځي او لور باندې یې په ماشومتوب کې د تناردیه کورنۍ ظلمونه پیلوئ، وروسته یې مور مړه کېږي.
یاده انجلۍ لویېږي، والژن ورباندې د کوزت نوم ږدي، کوزت په ۱۵ کلنۍ کې د حُسن او جمال یوې داسې مرحلې ته رسېږي، چې والژن یې د ډېر حُسن له امله د فرانسې واټونو ته له ځان سره نه شي بیولی… البته په داستان کې دوهمه مرکزي څېره همدا کوزت نومې څېره ده.
درېیمه څېره ځوان ماریوس نومی هلک دی. نوموړی د فرانسې د ناپلیون په لښکرو کې د یو جنګېدلي جنرال زوی دی، یاد جنرال وژل شوی او زوی یې/ماریوس د خسر تر سرپرستۍ لاندې را ځوان شوی. ځوان ماریوس د خپل پلار او د خپل مورني نیکه له سیاسي اختلاف څخه معلومات نه لري، اصلاً خپل پلار لا نه پېژني… وروسته بیا په ټوله کیسه خبرېږي.
بې کوره ماریوس د خپل مورني نیکه له کوره خپه روانېږي، د حقوقو پوهنځی خلاصوي… یوه ورځ پارک ته په چکر وځي، هلته سپین ږیری والژن او پېغله کوزت په چوکۍ ناست ویني. د کوزت په لیدو سره نور د بل ژوند په خیالونو ورګډېږي، والژن له کیسې خبرېږي او دغه سیمه پرېږدي…
البته والژن تر اوسه له څارونوال څخه وېرېږي، په هر چا د څارنوال فکر کوي، د ژانر په ټولو برخو کې جنایي صحنې مستقیم یا غیرې مستقیم دخیلې دي… خو لنډه دا چې ماریوس د فرانسې انقلابي صحنو کې ښکېل شي، بیا د انقلاب په یوه خونړۍ شپه کې والژن د ماریوس ژوند ژغوري، کور ته یې راولي او له کوزت سره یې د ګډ ژوند د بریا جشن لمانځي… بلآخره والژن د ژوند ټول حقیقتونه ماریوس او کوزت ته وایي، وایي چې کوزت زما لور نه ده… او بیا د ژانر وروستۍ صحنو کې والژن د مرګ پولو ته رسېږي، دغه د بېوزلانو خیرخوا په داسې حال کې خپل ژوند سره مخه ښه کوي، چې هیڅوک ورسره نه وي!!
د ناول څلورمه مرکزي څېره څارنوال ژوار دی، نوموړی همدغه جنایي څارنوال دی، چې ټول عمر د والژن په پلټنه تېروي. د فرانسې د انقلاب په خونړۍ شپه ژوار د انقلابیانو لاس ته ورځي، په همغه صحنه کې والژن له انقلابي ملګرو د ژاور د وژلو مسؤلیت اخلي، د وژلو په موخه یې له سیمې باسي او هلته یې ژوندی خوشې کوي، څارنوال ژاور له والژن سره د کړي ظلم له امله ډېر د شرم احساس کوي، ځان ورته ظالم ښکاري او بلآخره خپل ځان اوبو ته غورځوي او انتحار کوي.
داسې قیاس کړئ، چې د دغه تاریخي رومان یوازې یوه سلنه ماجرایي او هیجاني برخې ما دلته ولیکلې، ټول داستان له تلوسې او انتظاره ډکې شېبې لري.
مینوال کولی شي، چې دغه تاریخي ناول په کابل کې له سروش کتابلورنځي څخه ترلاسه کړي.
۲/جدې/۱۴۰۱