جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهڅرنګه شعار په شعر بدل کړو؟ - ډاکتر محب زغم

څرنګه شعار په شعر بدل کړو؟ – ډاکتر محب زغم

ډېر ځله شاعر، ژمن او حساس شاعر، په تېره بیا زموږ د ټولنې په شان ټولنو کې مجبور وي چې په خپل شعر کې خلکو ته پیغام وړاندې کړي. د «هنر» او «ژوند» مسأله لا تر اوسه هم ګرمه ده او څوک نه دي توانېدلی چې د «هنر د هنر لپاره» مقوله په ټولو شاعرانو او هنرمندانو ومني. زما په ملک کې چې نسلونه د تباه کېدو په حال کې دي، چې تعصب له ژوند سره دښمني اخیستې ده، چې د انسان وینه خورا ارزانه شوې ده، چې زما ځوان نه د خپل ژوند په قدر پوهېږي نه بل ژوند کولو ته پرېږدي، په داسې یوه وطن کې به هنر د هنر لپاره خبره بې مانا نه وي؟ هنر د انسان لپاره دی چې انسان ځنې خوند واخلي او ژوند د انسان جوهر دی. هلته چې یو ژڼی ځان په بمونو الوځوي، چې خپل ژوند ورته د دوو روپو نه ښکاري او د نورو ژوند هم ورته د توت قدرې اهمیت نه لري، هلته چې ځانمرګی له ځانه سره نور ژوندونه ختم کړي دي، چې د پېښې ټپیان د مرستې نارې وهي او ځینو خو دومره وینه ضایع کړې وي چې ان مرسته هم نه شي غوښتلای، ته هلته د پیکاسو شهکاره هنري تابلو په غېږ کې وګرځوه او دا تمه ولره چې خلک به له دې هنري شهکار څخه خوند واخلي. یا هلته چې د واده په مراسمو کې الوتکې بمبارد کړی دی، هغه خلک چې راغلي وو د ناوې په لاس نکریزې کېږدي، اوس د همدې ناوې په وینو سور غوڅ شوی لاس مومي، چې اتڼچیانې پېغلې لکه اختري پسونه په وینو لژند پرتې دي، په همداسې منظره کې ډول په غاړه واچوه او غاړه اوږده کړه چې: «لونګینه پر څنګ څنګ راواوړه»؛ ډېره بې مانا نه ده؟

نو په داسې حالاتو کې هغه شاعر چې د خلکو په درد دردېږي او د انسان پر اوښکو ژړېږي، څنګه کولای شي «ژوند» له «هنر» څخه وباسي او نګه هنر ته ژمن پاتې شي. خو په عین حال کې که هنرمند خپل انساني پیغام د هنر له خواږه سره مل نه کړي، نو وینا به یې تش شعار او وچ نصیحت وي چې نه به پر چا اغېز وکوي او نه به چا ته خوند ورکوي. له شعار څخه شعر جوړول، هنر غواړي او دا د هر چا کار نه دی.

راځئ د ښاغلي عبدالغفور لېوال هنري پيغام ته غوږ شو چې د ښاغلي فرهاد دریا له هنرمند ستوني راوتلی دی:

ژوند، ژوند، ژوند
ژوند ښکلی دی
یه خلکو خلکو خلکو! ښکلو خلکو
مه نیسئ
ژوندون ته ټوپک مه نیسئ
دار څخه پړي واخلئ
بار له یو ستړي واخلئ
ژوند ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
ښکلی ، ښکلی ، ښکلی ، ښکلی
ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
٭٭٭٭
آیینه مصاف کې چا ته
تر زرین شال لاندې هنداره کې لومړۍ موسکا
او بیا له لاسه نیول
سور په نکروزو یې د ناوې سپین مړوند ښکلی دی
ژوند ژوند ژوند
ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
٭٭٭٭

لکه غنمو کې د غیږو ایستل
لکه ګاڼۍ سره راتاوه منډه
لکه ناوې نه راروانه شیره
لکه یو خوږ ګنی همداسې بند په بند ښکلی دی
ژوند ژوند ژوند
ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
٭٭٭٭
د قرائت کتاب کې دوه نښې دي
یوه بڼکه د طاووس بل د جانان تصویر
په ازمویینه کې د نقل یو وړوکی کاغذ
او د رحمن بابا غزل سره د سترګو رسم
په مړاوو سترګو کې د پټو غمو خوند ښکلی دی

ژوند ژوند ژوند
ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
٭٭٭٭
د کمپیوټر په پرده راغی مسیج
د یوې مینې څو خوږې اشارې
په مسینجر کې یې ځواب غواړي
له چانه ورک دي ټول ښایسته لفظونه
ناست ورته لاس تر زنې وړکی فکرمند ښکلی دی
ژوند ژوند ژوند
ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
٭٭٭

ګمان کوم چې تاسې به هم راسره اتفاق وکړئ چې ښاغلی لېوال توانېدلی دی چې شعار په شعر بدل کاندي. که همداسې ده، راځئ وګورو چې ده څنګه دا کار کړی دی. هڅه به وکړو چې د ده تخنیکونه راپیدا کړو.

د دې شعر اصلي پیغام دا دی چې: «وه خلکو! خلک مه وژنئ، ځکه چې ژوند ښکلی دی» که خبره په همدې بڼه وشي پر هېچا به اغېز ونه کړي؛ خو لېوال صاحب خبره هنري کړې ده. دی وايي:

مه نیسئ، ژوندون ته ټوپک مه نیسئ

زما په فکر په دې بند کې ټول کمال د ژوندون په کلمه کې دی. که د ژوندون پر ځای یې انسان لیکلی وای، بیا به یې شعر اوسنی قوت نه لاره. ژوندون ته ټوپک نیول، یوازې د یوه یا څو انسانانو د قتلولو خبره نه ده، د ژوند د قتلولو خبره ده. په رښتیا هم ان د یوه انسان د ژوند ختمول، د ژوندون ختمول دي. هغه څوک چې وژل کېږي، مور به لري چې تر مرګه به د هغه په یاد ژاړي، پلار به یې تر مور هم بېجاره وي، نه به په چیغو چیغو ژړلی شي چې د زړه غم یې سپک شي او نه به دا درد زغملای شي. هغه چې وژل شوی دی، مېرمن به لري چې د مېړه له مرګ سره د دې هیلې، ارمانونه، احساسات او زړه قتلېږي. هغه به اولاد لري چې هر ماښام به د پلار د راتلو په تمه د انګړ وره ته یې سترګې نیولې وي، چې ګاونډی به په اختر کې خپلو اولادونو ته نوې جامې کړې وي او دوی د زړو جامو له شرمه له کوره نه شي راوتلی، چې د اختر خوشحالۍ نه شي احساسولای. ان که دوی بېوزلي هم نه وي او هرڅه ورته ورسېږي، مګر بیا به هم خورا زهیر وي ځکه په دنیا کې داسې شی نشته چې د پلار او مور د مینې بدیل وګڼل شي، چې د هغوی د مینې تنده پرې ماته شي. کله چې څوک دا شعر لولي چې: «مه نیسئ، ژوندون ته ټوپک مه نیسئ» دغه ټولې خبرې یې په ذهن کې تداعي کېږي؛ نو د ښه شاعر کمال همدا دی چې د کلماتو په قوت او ضمني معناوو باندې فکر کوي.

دار څخه پړي واخلئ

بار له یو ستړي واخلئ

که شاعر ووايي چې «د دار پړي پرې کړئ» خبره هماغه ده؛ خو ایا اغېز به یې هم هماغه وي؟ دلته «دار» منفعل نه دی، دلته دار ته تشخص (personification) ورکړل شوی. له بې روحه دار څخه ذیروح دار جوړ شوی دی. دغه تخنیک مرسته کړې ده چې د دار قوت لا زیات وښيي؛ ځکه چې بې روحه شی یوازې وسیله وي او انسان خو په وسایلو باندې بر وي، انسان به هرڅه پرې کولای شي؛ خو که هغه ذیروح وي، هغه به د مقابلې توان ولري، یوازې وسیله به نه وي بلکې خپل زور او ځواک به لري. اوس چې ګورو دا ټوپک دی چې پر ځینو خلکو حکومت کوي، ځینې بني ادمان د خپلو وسلو غلامان شوي دي او د وسلو په امر خلک قتلوي. د دار د حکومت ختمول اسانه کار نه دی او غښتلې اراده غواړي، پوهه غواړي، احساس غواړي، مینه او عاطفه غواړي. شاعر له یوې خوا دار غښتلی او ځواکمن ښيي چې پر خپلو غلامانو حکومت کوي له بلې خوا هغه خوار او بېچاره ګڼي چې نور نو ستړی شوی دی او د بني ادم د قتلولو بار نه شي وړلای. یعنې څومره چې د دار له سلطې څخه وتل سخت ښکاري هماغومره اسان هم دي.

ورپسې شاعر خپله ادعا (ژوند ښکلی دی) ثابتوي. دی د ژوندانه د مختلفو پړاونو د ښکلاوو منظرې زموږ سترګو ته دروي. خو شاعر په کلیاتو او عمومیاتو لګیا نه دی، د ښکلا یوه لمحه، یوه وړه شېبه راباندې ګوري خو دغه وړه شېبه د ډېرو نورو ښکلاګانو مور وګڼه چې په خپله بیا د لوستونکي په ذهن کې تجسم کېږي.

آیینه مصاف کې چا ته
تر زرین شال لاندې هنداره کې لومړۍ موسکا
او بیا له لاسه نیول
سور په نکروزو یې د ناوې سپین مړوند ښکلی دی

که شاعر ویلي وای چې ژوند په دې ښکلی دی چې سړی واده وکړي؛ نو خبره به یې پر چا اثر کړی وای؟ نه. دی د واده هغه صحنه یادوي چې د هرچا عواطف پاروي. ما په ژوند کې تر همدې صحنې بله خوندوره عاطفي صحنه نه ده لیدلې. د خپل ورور د واده کیسه به درته وکړم. ناوې او زوم چې هوټل ته راغلل، د دواړو تندي تروه وو. سینګارتون کې ډېر ځنډېدلي وو، ناوې ته چا ویلي وو چې ښه یې نه یې سینګار کړې. زوم په دې قهر و چې لاربندي وه، او دلته هوټلي ویل چې ډوډۍ سړېږي، ژر کوئ. خو همدا چې ناوې او زوم په آیینه مصحف کې یوه بل ته په هېنداره کې کتلي وو، دواړه موسک شوي وو او دا هرڅه یې هېر کړي وو.

نن سبا ځانمرګي پيدا شوي دي چې خپل د ماشومتوب خواږه وختونه یې هېر کړي دي او اوس د ځان او د نورو د وژلو نیت لري، چې اوس یې پر ماشومانو باندې لوبې او ساعتیرۍ نه لورېږي، چې اوس ماشومانو ته مرګونه غواړي، شاعر هغوی ته وایي:

لکه غنمو کې د غیږو ایستل
لکه ګاڼۍ سره راتاوه منډه
لکه ناوې نه راروانه شیره
لکه یو خوږ ګنی همداسې بند په بند ښکلی دی

ژوند، ژوند، ژوند ښکلی دی

یقیناً که څوک د ماشومتوب د سپېڅلي وخت، لوبې او د لوبې ملګري رایاد کړي، په زړه کې به یې د مینې او عاطفې وچه شوې چینه بیا وخوټېږي او د مرګونو له فکره به تېر شي.

همداسې د مکتب او مدرسې د دورې خواږه یادونه سړی له انسان سره مینې ته وربولي. ښاغلی لېوال دا کمال هم کړی دی چې د ژوند د مختلفو پړاوونو تر څنګ یې د مختلفو وګړو د ژوند خواږه هم یاد کړي دي، که یو ځل په غنمو کې د غېږو ایستل یادوي، بل ځای کمپیوټر او مسنجر یادوي او مخاطب ته دا پیغام ورکوي چې په پټیو کې د غېږو ایستل هماغه خوند لري چې په کمپیوټر کې چټ کول یې لري. هماغه احساس او عاطفه چې تا په کلي کې د خپلو ملګرو په وړاندې لرل، هماغه احساس د ښار د ژڼيو په زړونو کې هم شته؛ نو هغه وختونه دریاد کړه چې زړه دې د مینې ځاله وه، راځه د خلکو له وژلو تېر شه.

بله خبره چې د ژوند شعار یې په شعر بدل کړی دی، د تشبیهاتو کارول دي. «لکه یو خوږ ګنی همداسې بند په بند ښکلی دی» دغه تشبیه له یوې خوا د کلي منظره رایادوي، کروندې، ګني او ورسره خواږه وختونه، له بلې خوا د انسان ژوند لکه د ګني بندونه مختلف پړاوونه لري او هره دوره یې خپل خوږوالی. شاعر چې ژوند د ګني له بندونو سره تشبیه کوي، د ژوند د هرې مرحلې خوږې شېبې سړي ته وریادوي.

دلته د «بند په بند» موسیقي هم بلا کړې ده، کله چې «بند» تلفظ کوو په پای کې یې مو ساه بندېږي یعنې کلمه په ناغږن توري ختمېږي چې د ګني د بندونو له فزیکي جوړښت سره اړخ لګوي. له بلې خوا «بند په بند» له «ژوند، ژوند، ژوند» سره د «ن» او «د» د اشتراک په وجه غښتلې موسیقي تولیدوی. په طب کې یوه اصطلاح ده چې سینرجیزم نومېږي: په یوه میکروب باندې د یوه درمل اثر 5 دی او د بل درمل اثر 3، سینرجیزم هغه حالت ته وايي چې دغه دوې دواګانې یو د بل اثر لا زیات کړي او که دواړه یوځای استعمال شي، پر میکروب باندې یې مجموعي اثر 8 (5+3) نه؛ بلکې 12 شي. هر کله چې د شعر موسیقي له مفهوم سره غاړه غړۍ شي، همداسې سینرجیزم جوړوي. زه باور لرم که د چا په زړه کې د عواطفو او احساساتو یوه وړه سپرغۍ هم لا پاتې وي، دغه شعر به یې په روښانو ځلاندو ډېوو بدله کړي چې هم د زړه خاوند او هم بشر ته به رڼا ورکوي.

زه د ښاغلي لېوال د شعر له مطالعې دې نتیجې ته ورسېدم چې:

  • د کلماتو پر قوت او ضمني معناوو فکر کول،
  • د عواطفو د راپارولو لپاره د عمومي او کلي خبرو پر ځای، د کوچنیو عاطفي صحنو راوړل،
  • د مناسبو تشبیه ګانو، استعارو او سېمبولونو کارول،
  • د کلماتو موسیقۍ ته داسې پام کول چې له د کلماتو مفهوم تداعي او اغېز یې لا زیات کړي

راسره مرسته کوي چې شعارونه په شعرونو بدل کاندو. ممکن تاسې نورې خبرې او نور چلونه هم په کې پیدا کړئ؛ نو یو ځل بیا دغه شعر په ځیر ولولئ.

——————————

د ډاکتر زغم دا  لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۳ د اپریل په ۱۴ مه په تاند کې خپره شوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب