شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکره کتنهد جهاني صاحب پر فردوس اثر د دوکتور لطیف بهاند سریزه

د جهاني صاحب پر فردوس اثر د دوکتور لطیف بهاند سریزه

توري زلـــفي یې، مضـمون د غزلونو

بوري سترګي یې، قاتلي وې د زړونو

مرغـلري یې، له خولې نه تـــوېېدلې

شاعـرانو، قصــېدې ورته لیــــــــکلې

“فردوس”

یادونه

که څه هم، په خټه شاعر او لیکوال، په زده کړه مؤرخ، د نړۍوالې کچې خبریال، ویاند او شنونکی، په ورځني ژوند کې ټولنیز فرهنګي شخصیت، عبدالباري جهاني د نوي افغانستان د ملي سرود شاعر او ددې هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، په ژوند کې خپل زیات خیالات شعر ته وربښلي دي، خو که له پنځوسمو لمریزو کلونو راهیسې د هغه ټولې خپرې شوي علمي – څېړنیزې مقالې راټولې شي، نو د نثر تله به یې درنه شي.

که په لنډه دده د ټولو تخلیقاتو یادونه وکړو نو وبه وایو چې د هغه تخلیقات دادي:

  1. ورکه مېنه، شعر
  2. پایکوب، شعر
  3. د سباوون په تمه، شعر
  4. شپېلۍ، شعر
  5. کوه طور، شعر
  6. راز و نیاز، شعر
  7. کوثر، شعر
  8. معراج، شعر
  9. پند و عبرت،د داستاني نظمونو مجموعه
  10. د مشکو کاروان، څېړنیز او کره کتنیز اثر
  11. د پښتو په سُر او تال کي د غربي سندرو شرنګ، د انګلیسي سندریزو اشعارو منظومې ژباړې
  12. شرقي لمني غربي ګلونه، د انګلیسي اشعارو منظومېژباړې
  13. بهګت کبیر دپښتو په بڼ کي، د هندي متصوف شاعر بهګت کبیر د اشعار منظومې ژباړې
  14. د خیام رباعیات، د عمر خیام د رباعیاتو منظومې ژباړې
  15. قوماندان، ناول، هنري نثر
  16. هرات، پښتانه او ستره لوبه، تاریخي اثر
  17. د پښتو د فوکلوري نکلونو لنډ تحلیل، څېړنیز اثر
  18. ادبي پلټني، څېړنیز اثر
  19. تاریخي څېړني، تاریخيڅېړنیزاثر
  20. د پښتو شعر هنداره(ناچاپ)
  21. په علمي سیمینارونو کي د مقالو مجموعه (ناچاپ)
  22. فردوس، شعر (اوسنۍ شعري ټولګه)

خو اوس د فردوس د شاعرۍ په اړه:

فردوس:

د فردوس په ټولګه کې د ښاغلي عبدالباري جهاني (۱۳۲۷ زوکړه) د دوو وروستیو: ۱۳۹۴ – ۱۳۹۵ لمریز کلونو تر پنځوسو زیاتې شعرې ټوټې راغلې دي.

مناجات، یادونې، غزلې، نظمونه، آزاد شعرونه، نکلونه او کیسې دغه شعري جونګ رنګینوي.

کلونه کلونه ماته باري جهاني د بغاوت او په پښتو شعر کې د آګاهانه ښکلا موندنې شاعر دی.

ماته باري جهاني د شعري تخلیق له پیله تر دې ټولګې پورې د مستو پسرلو، شاعروو، ماته هغه د افسانوي، حماسي اسطورو شاعر: زموږ کښتۍ یې ډوبوله، خپل دریاب توفاني سو، ماته دا زما د خوښې شاعر، وایه شین آسمانه تا هم بل چېرې لیدلي دي او ددې نه تکرارېدونکي شعر: داسي کلک سوکونه، چي ټانکونه ویلولای سي، شاعر وو… ماته هغه… او ماته دا شاعر… خو په دې جونګ کې باري چور بل شاعر دی.

خو زه هیڅ نه پوهېږم چې ولې دلته هغه مست شعر او بغاوتي شاعر، په کوم نه پوهېدونکي ویر او ستومانوونکې مایوسۍ کې ډوبېږي:

پر ښارونو لمبې ګرځي، په بانډو کي اور بلــــېږي

تاته څنګه اتڼ وکړي، په دې سره اور کي زلمیان

ما چې هر څه وکړل، داسې په منډه مې، د هغه د مایوسۍ اساسي لامل پیدا نه شو کړای:

له نېستۍ سره جنګېږم پرهستۍ مي یم پښـېمانه

څه عجب جنګ ته روان یم کله غشی کله سپرسم

نه قـدم مي په اختیار دئ نه مي لار راته مـــــعلومه

نه ملګری د کاروان یم، چي خــــبر مي په ســـفر سم

   “فردوس”

دده د مایوسۍ دلیل کېدای شي دا وي، چې دده زیاتره یاران او دوستان له واړه نه تر زاړه پورې دده د خاورې له دښمن سره ودرېدل او د ټوپک خوله یې بېرته ده ته ور تاو کړه:

توپ د ســـــولي نګهــــبان دئ، په ګــــولۍ خــــــبري کېږي

ټانک د میني رویباري کړي، په جونګړو کي غړمبېږي

“فردوس”

دده د مایوسۍ بل لامل کېدای شي دا وي، چې دده همژبي لا تراوسه هم د ټوپک ژبه د ویاړ ژبه ګڼي.

دده د مایوسۍ بل دلیل هم کېدای شي دا وي، چې دده همژبي اوس هم خپل ماشوم تربګنۍ ته روزي، جګړې ته یې روزي او د ښوونکي وژنې ته، هو: دده د مایوسۍ بل لامل کېدای شي دا وي، چې دده همژبي اوس هم د لور او خور زده کړې شرم او د ښوونکي وژل ویاړ ګڼي بې سببه نه دی، چې د ښاغلي روهیال هنري ګوتې دا ویر داسې انځوروي:”مجاهدینو د معلمانو وژل دونه مباح او حتی جهادي فریضه ګڼله، چي یوه ورځ د شاه ولیکوټ په ولسوالۍ کي چي د کندهار د شمال، په تقریباً شل کیلومترۍ کي، په یوه غرنۍ سیمه کي پرته ده، مجاهدینو یو سړی پسې اخیستی وو. هغه سړی کورته ننووت او له کوره یې قران شریف ورته راویست. ویل یې د دغه قران روی ته وګورئ، زه نه خلقی یم نه پرچمی یم، په دغه اولسوالۍ کي مامور یم. مجاهدینو په یوه سلا ورته وویل: ننوزه، خدای وهلې! موږ ویل چي معلم یې”. [د روهیال له واله]

دده د مایوسۍ بل لامل کېدای شي، چې دده همژبيو نړۍوال کېدل یوازې د وروستیو نویو وسلو په کارونه کې ویني.

دده د مایوسۍ بل لامل کېدای شي، دا وي چې دی خپله لکه افغانستان له ازله مایوسۍ ته پیدا شوی دی.

دده د مایوسۍ بل لامل به دا وي، چې شاعر په پردي هېواد کې شنډېږي او شعر یې آن خپل ماشومان هم لوستی نه شي.

دده د مایوسۍ بل لامل کېدای شي دا وي، چې کډوالۍ دی له ډېرو خوږو یارانو، له همزولو، له سیاسي عاطفي ملګرو جلا کړی دی.

ددې ټولو خبرو انځور په دې شعر کې په ګډه لولو:

ترمرګه مي په برخه دي کلونه د هجران
تندي ته مي سجده راځي چي یاد کړمه جانان
د عمر ځکندن ته شپې یوه یوه لېږمه
نسیمه را خبر که په سفر تللي یاران
خالق ورته لیکلي دي د نوح د قوم خوبونه
سل ځله مي خبر کړل چي راغلی دئ توپان
پر کلیو پر ښارونو یې ځالۍ دي غوړولي
د چا له کوره وشړمه سیوری د شیطان
د وینو په دریاب کي یو د بل وینو ته تږي
په قهر ورکتلي له لومړۍ ورځي آسمان
زخمي مي کوچۍ پېغلي دي د تېښتي د مزلونو
نه ټیک لري په پزه نه پر سرو شونډو پېزوان
اورنګ دي اوس چپاو کوي پر پېغلو ګودرونو
نه توره د ایمل شته نه هی هی د خوشحال خان
د خپل بابا پر مېنه چلوي د مرګ باړونه
د خپلي مور پوړنی وړي د نن ورځي غازیان
نصیب د جهاني له ستوني زور دئ تښتولی
چي هره چیغه پورته کم پاتېږي پر ګرېوان

شاعر د عاطفې په نرمو څپو کې، یا به ښه وي چې ووایو د عاطفې له مستو څپو سره مل او یا ووایو، د عاطفې د غوټیو د ګلغوټو له منځه هیلې او ښکلا پسې ګرځي، خو د هغه کوډګر خیال هغه بلې، ناڅرګنده، ستومانوونکې خواته بیایي، بېرته یې، د خپل ولس او ددې ولس د درد او رنځ بې پایه سمندرګي ته ور ارتېږي . هغه په همدې شېبه کې، هو له بده مرغه په همدې شېبه کې ګوري چې د ښکلا او ګلپاڼو د تلې پر ځای، ښکلا او ښکلابول، د جهالت او شرارت په تله کې تلل کېږي. قاتل او غل پر ژوند واکمن او ښامار د ښکلا پر خزانې ولاړ دی. هغه دا ټول ګوري او هغه دا ټول ویني، نو ځکه یې د شعر سرکښ مرغه، د مایوسۍ په لومه کې راګیر دی. خو دده کمال دادی، چې د ارسطو په کتاب،نقدالشعر کې د راغلي شعري ډول، المیه او تراژیدي شاعري په ډول خپل تخیل انځوروي. په رڼو څه چې آن په خوب کې مایوسي:

برايي مي خوب لیدی چي جانان مړ وي
خوله مي ماته کې څه وایم؟ افغان مړ وي
شمع مړه وي توره شپه وي خاموشي وي
رباب نه وي رندان تللي مُغان مړ وي
له بلبلو څخه شور د نغمو ورک وي
ګُل پر څانګه باندي وچ وي باغوان مړ وي

لنډۍ نه ځي د منګیو په ګامونو
پر ګودر د ښکلي پېغلي داستان مړ وي

هغه د خپل پسرلي، هغه د خپل شنه کندهار او لرغونې خاورې نه، هغه د خوشحال او د بابر د ارمانونو د ښار، د کابل د ښار له لیدو هم بې برخې شوی دی، خو دا ارمان هم په مایوس وزمه ډول بیانوي:

یو مي غېږه د مورکۍ یو کندهار دئ

ما به دلته ښــخوې چي هېر دي نه سي

هغه له دغو شنو باغونو او غنمیزو ډاګونو او د هغو له جنتي میوو نه لرې کېدو ته اړ کړل شوی دی. نو ځکه د مسافرې مرغۍ په څېر، کله ناکله د زړه په تل کې، دځورېدلي زړه غمجنه او ویرمنه پانګمنه پانګه، د شعر په ژبه راسپړي او د مایوسۍ سندرې وایي:

هره ورځ لکه لېندۍ پرملا کږېږم
په زګېروي مي له زلمیوشپو بېلېږم
ځوانیمرګي ځوانۍ ځه مخته دي ښه سه
نه دي زما مستي په یاد نه دي یادېږم
ترقیامته خو دي نه سم غولولای
مرګه ونیسه لمنه چي درلوېږم
لکه ګُل د کابل حوروبه څارلم
د زمان په لاس کي اوړمه زمولېږم
په لاسو کي د اغیارلکه پېلوزی
چي یې زړه سيپه هغه اور کي سوځېږم
شمع هم د جهاني په غوږ کي وايي
یوه شپه دي پرمزار باندي بلېږم

د مایوسۍ اوج:

هره شپه مي په خواږه خوب کي مېلمه وي
د مرګي راته تلوار دئ خدایه خیر کې
جهاني قاصد راغلی دئ ورځو به
په تیاره کي انتظار دی خدایه خیر کې

***

له مطرب سره به ناڅي، جهاني مستي سندري
لېونی به یې هر تار سي زه او ته به دواړه نه یو
د وطن بخت به بیدارسي زه اوته به دواړه نه یو
توري شپې به یې سهارسي زه اوته به دواړه نه یو

هغه ځکه د مایوسۍ سندرې وایي، چې: په رڼو سترګو، په نه باورکېدونکي ډول د نړۍوالو ښامارانو په مرسته، پرحق د باطلو د بري شاهد پاتې کېږي، د سیاسي هیلو رژېدل یې تر مخې تېرېږي، د ملي ارزښتونو سپکاوي او راپرزېدو ته ګوته په غاښ ته اړ شوی:

دلته اسمان د پسرلیو جنازې اخیستي
د ژمي توري سړې شپې کتار کتار راځي
چا به ویلي وي خو زما زړګی باور نه کوي
دې بې څښتنه کروندې ته به ملیار راځي

شاعر له همدې امله، د ګرانې خاورې، هلته یې چې خاپوړې کړي دي، پرېښودو ته اړوزي، په پردي هېواد کې، په پردي چاپېریال کې، له پردي دود دستور، له پردي ژوند، له فرهنګي ټکر سره، ناڅاپه او په نه اټکلېدونکي ډول مخامخ کېږي او دې ته اړوزي، چې د هغه د ګوزارونو زغم ته ځان ټینګ کړي. هوکې، نور نور…دا نوري ډېرې چارې او لاملونه دي چې کېدای شي دده په راڼه ذهن کې یې د مایوسۍ ځالې جوړې کړې وي، مایوسه هلته تر جرړو پورې په کې ځان ونغاړي او هلته خپل بزغلي کېږدي. او آن شعري تصویرونه یې هم مایوسي بڼه پیدا کوي:

(د غم ادې، د ماتم زڼی،د زهرو پیمانه، د اوښکو اوږې، شهېدې وینې،په باروتو کې د قسمت لیکل،د چیغو هیبت،بې آوازه سیوری،کوڼ نصیب، ګونګی فال،روان سیوری، بې صاحبه سیوری، د سجدو لېږل، د زلمیتوب شپې نذرانه کول، د ځوانۍ جنازه، د اور خونه،د تیارو اوږوې،په زاړه جومات کې د شیطان امام کېدل،ستړې نغمې، ځوانمیرګه ځواني…).

خو د شاعر باري جهاني قوت په دې کې دی چې کله دا مایوسي او دا ناهیلیتوب، د هغه په شعر کې ځان نغاړي، دی له هغه نه، په لا زیات  قوت، د خپل تخیل په توان، دده په ذهن کې، د زرګونو پرتو تصویرونو په مرسته، بېرته په اورنۍ ژبه ، د عاطفې په سمندر کې تر لمبولو او د تفکر تر ملتیا وروسته،  د سندریزو ویناوو په بڼه، تخلیقیږي:

بلا لنګه ده په ښار کي تور دېوان یې زېږولي
له وګړو لاري ورکي عزرایل کوڅې نیولي
زما پر ښار باندي ناورین دئ کډي ځي کلي په کلي
نه په غره کي کراري سته نه په سمه کي امان

   نه غواړم په كوم كلاسيك يا اوسني ادبي ښوونځي كې د دغو شعرونو له پاره، چې مې مخكې پراته دي كومه پېژندنه ولټوم، زه نه غواړم هغه دشعري وزن په تله كې وګورم، زه په دې هڅه كې نه يم، چې ددغو شعرونو نيمګړتياوو پسې سترګې څلور كړم، زه سره له ټولې هغې ناپوهۍ چې ځينې ياران مې پرې تورنوي دومره وايم چې لږ تر لږه دېرش كاله كېږي، چې شپه او ورځ مې له شعر سره تېر كړي دي او كه مبالغه مې نه وي كړې خپل ژوند مې هم شعر ته ورته دی. خو زما د شعر ژوند هم په ځينو شېبو كې لکه غزل مينه ناك، ځينو ځايو كې ویاړمن او باغي لكه قصيدې، ځينې شېبو کې دلنډيو په شان لنډ،خو ډېر خوږ،ځينې يې لكه قطعه داسې معمايي او نه اورېدونكي، په ځينې ځایو لکه سپین شعر بې قافیې او بې چوکاټه…او نور…نو ځکه مې په شعر کې، تر وزن او تخیله وروسته، تصویر جوړونه، ډېره خوښېږي.

که څه هم، زه به له دې خبرې سره جوړ نه یم، خو بیا هم یو ستر کره کتونکی رویدان وایي: تصویر جوړونه د شعر  او شعري هنر څوکه ده.اوس به ګورو چې باري جهاني په دې ټولګه کې، دا نور، نوي تصویرونه، څنګه را انځوروي:

(د غم ادې، د ماتم زڼی، د هیلو ورا، سپینې زلمۍ تورې شپې، د زهرو پیمانه، د آسمان پر سینه لمر).

هو‌،داهغهنويتصویرونهدي، چې د فردوس د ټولګې شاعر زموږ ژبې ته نوي ورزیات کړي دي.

یو بل شعر پېژندونکی بیا لیکي: “خیال او تصویر هغه تجربه ده، چې د عاطفې په ملتیا ابدي کېږي”.

د فردوس په شعرو کې دا تجربه په داسې بې سارو تصویرونه بدله شوې ده:

[پردۍ مینه، له شپو ډکه لمن، د سکروټو مزل، لېونۍ چارې، د زړه کور ته د جنون رابلل، د نیکمرغۍ آسمان، د حیات مرهم، د پېړیو زخمونه، زلمۍ شپې، د اوښکو اوږې، شهېدې وینې،په باروتو کې د قسمت لیکل، د چیغو هیبت، بې آوازه سیوری،کوڼ نصیب، ګونګی فال، روان سیوری، بې صاحبه سیوری، د سجدو لېږل، د زلمیتوب شپې نذرانه کول، د ځوانۍ جنازه، د اور خونه،د تیارو اوږوې، د رڼا کیسه په شپه ویل،په زاړه جومات کې د شیطان امام کېدل،ستړې نغمې].

که تخیل، د شاعر ذهني پیاوړتیا او ژوره پېژندنه وي، نو بله دنده یې داده چې دهمدې تخیل له برکته ژبه او عادې کلمات په شعر بدلوي.

وګورئ چې ښاغلي جهاني د خپل سرکښ تخیل په مرسته، نور څه تصویرونه او ترکیبونه جوړ کړي دي: [د نوح د قوم خوبونه، له کوره دشیطان د سیوري شړل، د مینې د تور فخر،  د خوب غېږ، د تورو شپو سپینول، ځوانمیرګه ځواني، د ماشومو شپو اتڼ،د ماشو شپو په غېږ کې اتڼ، تیاره قسمت].

جهاني په دې تیارو کي اوس پر خپل جنون شکمن سوم

شـــــــــــــــــرابي لکه خـــــیام یمپرهــــــیزګار لکه عــــــــــــمر یم

په هر حال د ښه شاعر شاعري له ښکلو تصویرونو پرته ناشونې ده. د نويو او بې ساري تصویرونو، تخلیق د ښه شعر غوره ځانګړتیا ده او بل دا چې شاعر باید دا توان ولري چې په خپل ذهن کې انځور شوي تصویرونه، د غوره امېل شویو کلماتو په مرسته، د اورېدونکي او لوستونکي ذهن ته ولېږدوي:

ستا قامت دي هره شپه بزم د نظمونو وي
ونه د چنار دي کم بیا به غزل ولیکم
ستا هم جهاني غوندې مینه تر قیامته ده
شمع د مزار دي کم بیا به غزل ولیکم

ښه شاعر هغه دی، چې تفکر د عاطفې  په څپو کې نغاړي او د وزن په مرسته، هغه ته داسې سندریزتوب ورکوي، چې په غوږ ښه لګېږي او د احساس ناوې ښکلا ته هڅوي:

را ژوندۍ به دا کوڅې سي د میخورو له مســـتیو

محتسب به خوار و زار سي زه او ته به دواړه نه یو

که وزن د شعر د سندریزتوب غوره برخه جوړوي،‌نو قافیه او ردیف هم، د شعر د سندریزتوب، په سلو کی تر اویا برخه انګازینه کوي.

دلته به دا وخت نه وي چې ددې ټولګي، په ګوته شمار قافیوي نیمګړتیاوو ته اشاره وشي، خو  د ردیفونو په برخه کې د نوښت تر بریده هنر شوی دی.

ردیفونه له یوه څپییزه نیولې بیا آن تر نهه، څپییزه په بې ساري ښکلا سره دا شعرونه سندریزه کوي او د بلاغت، ښکلې ناوې ترې جوړوي دا هم د نهه څپییزه، ردیف، یوه ښکلې بېلګه:

پرېږده چي سینګار دي کم بیا به غزل ولیکم

ګل دي کم بهار دي کـــــمبیا به غــــــزل ولیکم

    که شعر د پوهې، د پېژندنې، د غوره درک او د نوي موندنې مانا لري نو دداسې شعرونو،که شعر وزن لرونکي، قافیه لرونکي او مانا لرونکې وینا وي، نو په دې ټولګه کې، د داسې شعرونو بېلګې ډېرې لوستلی شئ.

لکه هماغه شان، چې هېڅوک دا ویلي نه شي، چې حمید یا شیدا شاعران نه دي، لکه هماغه شان، چې څوک د خوشحال بابا په شاعرۍ کې شک نه لري، لکه هغه شان، چې له لایقه د ډېرو د تربورګلوۍ سره سره، څوک د ستر شاعر ویاړ اخیستی نه شي، لکه هماغه شان، چې پیرمحمد کاروان څومره په خپله تصوفي دنیا کې ډوب شي، خو شعر یې بیا هم شعر دی، نو په همدې ډول څومره چې ښاغلی باري د خپلو فطرتي مخالفینو ګوزارونه خوري، په هماغه اندازه یې د شعر پله لا درنېږي.هغه شاعر دی او دا وار یې د مایوسۍ داسې تصویرونه ایستلي دي چې لا تراوسه یې زموږ په شاعرۍ کې څرک نه لګېده.یا یې که په بل ډول ووایو: داسې ښکاري چې ښاغلي جهاني په دې ټولګه کې خپل شعرونه، د خوشحال په دستارنامه کې د شعر په اړه راغلې وینا ته په پام لیکلي وي: مېلمه زورور دی، وینه د لړمانه خوري…

  باري چې هر شعر ته مضمون غوره کوي، که څه هم، هغه – مایوسي – وي، بیا هم هغه په غوره شعر بدلېږي.

دده شعر په خورا بلاغت(اغیز بښونکې وینا) پنځونه پیدا کوي.  په هغه کې، اغیز په کوډګر ډول لېږدول کېږي. تخیل پکې ډېر رنګین وي، که تخیل، د ذهن او طبعیت تر منځ د اړیکو غځول وي، نو زموږ شاعر، دا کار د یوه نوښتګر هنرمند په توګه ترسره کوي. دا نوښتګر چې کولای شو هغه بې ساري وګڼو.

دباري بل نوښت دادی چې پښتو شعر یې له څڼو او وربله، له سپوږمۍ او  کهکشان، له زاریو او … له… راوژغوره. هغه یې له ابتذال او تکراره آزاد کړ… او په ډېر هنري انداز یې د انساني طبعیت او هستۍ ډېرې ناسپړلې، په شاعرانه انداز راوسپړلې او په لا شاعرانه تصویرونو کې یې انځور کړي دي.

هغه، په هر شعر کې خپلې ژبې ته نوي او نوي ترکیبونه او تصویرونه وربښي.

(له شونډو پردۍ  موسکا، د آسمان منګول، د بې نومه بلاګانو هیبت، له بلبلو ورکه نغمه او شور، په غوږ کي د پنبې کرونده، د پرهېز اوښکې، د پسرلي جنازه…).

*****

په شعر کې د تلمیح د صنعت راوړل په خپله د ژوري علمي-تاریخي پوهې نښه ده. د تل په څېر د ښاغلي جهاني د تېرې شاعرۍ په دوام، په دې ټولګه کې هم دا صنعت پوره کارول شوی دی، چې ځېنې یې د تلمیح له بریده اوښتې او د اسطورو بڼه یې پیدا کړې ده: [سوداګر د مصر، نوح، شیطان، تاج محل، ملوک، نمرود، ابراهیم، بلال، محمود، ایاز، د سخي جنډه، کوه قاف، رستم، درخو، آدم ،لیلا، مجنون،ابراهیم، یوسف، ازل، زلېخا، منصور].

په فرودس کی زموږ د شاعر د شاعرۍ د ابدي سبک، بغاوت او درېدو، نښې هم کمې نه دي:

زما او د هغه په منځ کي غرونه دریابونه دي

زه د مــــلا نه مــــــنم هــــــــــغه به ولي زمــا مني

***

یا په ما یا دي په جام دئ جــــــــــادو کـــړی

لا مي غوړپ چښلی نه وي چي تمام سي

***

دلــــــــــته قــــــــرنونه د ریا پر منــــبر ونڅـــــــېدل
څوک چي د حق نارې وهي هغه ته دار راځي
***

تا مي په تنـــــدي کي یوه مــــــینه رالـــــــــــــــــــیکلې ده
څنګه مي سجدې ته اوس د خټو خدایان جوړ کمه

د نړۍ د ادبیاتو په تاریخ کې شاعرانو ته د شاعرانو، یا لیکوالو ته د لیکوالو، لیکونه یوه په زړه پورې برخه ده. یا شاعرانو لیکوالانو ته د هغو د لېوالو مینه ناک لیکونه او یا هم ادبي-کره کتنیز لیکونه، د هغو د ژوند ناسپړلې، برخې تر هر څه ښې راسپړي.

زما دغه ډول لیکونه ډېر خوښېږي. کله چې مې څو کاله پخوا د ښاغلي لایق پر شعرونو مقالې لیکلي ښاغلي شاعر، ماته د نورو شاعرانو په لسګونه لیکونه راوسپارل، خورا په زړه پورې خبرې او رازونه په کې نغښتي وو.

د فروس په ټولګه کې ښاغلي لایق ته د شاعر دا خبرې هم په زړه پورې او په خپل ډول کې بېساري دي:

پرون د دلوې میاشتې پر څلرویشتمه، ماته محترم منلي سلیمان لایق، د چونغر د ویاړنو او دردېدلو ترانو شاعر، د علومو اکاډمۍ د آغلې رئیسې ثریا پوپل سره دفتر ته راغلی وو. د رسمي او غیر رسمي خبرو ترڅنګ یې، خپلي دوې شعري مجموعې «سندري په سویو واټونو کي» او «د غلامانو سرود» چي ماته تر بليهري تحفې، زیات ارزښت درلود، راباندي ولورلې.

«سندرې په سویو واټونو کې» د کتاب په دوه سوه یوولسم مخ کي یې، چونغر ته دوه دیرشمه ترانه لیکلې وه.دا یوازینۍ ترانه ده، چي زه یې سمدستې ولړزولم.

دا ځل سلیمان لایق د خپلو ټولو پخوانیو ترانو پر خلاف د چونغر جنازه اخیستې او خوب یې لیدلی وو، چي چونغر مړ دئ.

شاعر جهاني د لایق ددغه ترانې نه د راپاڅېدونکي احساس له برکته لیکلي دي: دا نظم مې سمدستي ولیکی. نه پوهېږم چي خپل درد به مي څومره بیان کړی او سیلمان لایق ته به مي خپل پیام څومره رسولی وي:

ستا چونغر به لا ولاړ وي چي جهان وي

وایي خوب دي دئ لیدلی چونغر مړ دئ
ستا د ښکلي شعر ساقي په خاورو خړ دئ

چي د یار په مینه مست لکه منصور وي
یا په دار یا به په خپلو وینو سور وي
نه به زه یم نه به ته، دواړه به مړه یو
لا به هېر هم، له زاړه، هم له واړه یو
که د ژمي توپانونه، که اهاړ وي
ستا چونغر به، لا همداسي ټینګ ولاړ وي
پر کمرونو به یې واوري لا اورېږي
په لمن کي به یې سره ګلان غوړېږي
په بانډو کي به یې نوی ژوند پاڅېږي
افسانې به یې نسلونو ته پاتېږي
زما او ستا به واښه شنه وي پر قبرونو
خاطرې به مو وتلي وي له زړونو

سره له هغه چې دا په باور سره ویلی شو، چې زموږ شاعر د پښتو او نړۍوال ادب غوره آثار لوستلي دي، سره له هغه، چې زموږ شاعر، د پښتو ژبې له ټولو لهجو سره آشنا دی، خو د تل په څېر یې په فردوس کې هم خپل ګړدود ساتلی دی.

*****

انسانان له هرمــقام سره بدلېږي
هم پرون هم پروني یاران هېرېږي

ښه شاعر په شعر كې هر تورى،هره كلمه او هر مفهوم له ژور تفكر او تصور نه وروسته ټاكي او د کتاب په لسو نکلونو او کیسو کې دا خبره له ورایه څرګنده ده.

البته د ښاغلي جهاني په دې ډول شعرونو، زه د جلا بحث هیله لرم. ځکه هغه نه یوازې د ولسي پانګې یا فکلور، ساتنه او پالنه ده، بلکې په داسې هنري انداز بیانېږي، چې هر لوستونکی د زړه راښکون تر بریده لوستلو ته هڅوي.

نکلونه او کیسې تر دې سرلیکونو لاندې ویل ویل شوي دي:

(اوښ په کیږدۍ کي، پردۍ سترګي، هوښیار طوطي، د سویانو جګړه، د کارګانو عُمر ډېر وي، غل هم مسلمان وي،د بل په لاس مار مه وژنه، غر که جګ دئ پر سر یې لار سته، سیال له سیال سره جوړېږي، څه چي کرې هغه به رېبې)

که شعر د هغه د نورو اړوندو ځانګړتیاوو سره په ګډه د ځينو لنډ مودیزه خیالونو، احساساتو او ټولنیز معنويت، ابدي کول وي، زموږ شاعر، په دې نکلونو او کیسو کې، د ټولنې له منځه، د خورا وړو نکلونو او کیسو نه ابدي یادونه جوړ کړي دي:

غل او مل دواړه لګیا دي په لمونځونو
موږ ړانده یو ته مالک یې زموږ د زړونو

ټول د ورځي په جامه کي د انسان وي
د شپې غله سي په زړه سخت لکه لېوان وي

خو آخري خبره دا چې کېدای شي د شاعر د مایوسۍ لامل څرګند کړي:

شپې په اجاره اخلي د لمر کلي ته نه ورځي
دا ړانده وګړي د رڼا خبري نه اوري
څو به جهاني په دې وطن کي قلم ستړی کې
ته خو یو بنده یې د مولا خبري نه اوري

خو زموږ د شاعر نور نوښتونه په یوه بیت کې د سترو پیامونو لرل:

په یوه بیت کې د یوه ستر تاریخ انځور:

اوس به په کوم زړه د سخي جنډۍ ته ودرېږو
چي قاتلان د ګل سرخ مي پر مزار راځي

د سترو اټکلونو انځور:

د شهیدانو له مزاره مي پیغام راوړی
توري وسلې درسره وساتئ په کار راځي

دوکتور لطیف بهاند

کابل – افغانستان

د ۲۰۱۶کال د سپتمبر دویمه نېټه

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب