جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبد شاعرۍ راوي او روايي شاعري

د شاعرۍ راوي او روايي شاعري

اجمل ښکلی

په کيسو کې چې موږ ته څوک کيسه روايت کوى، راوي وايي. په اوسنيو کيسو کې دا راوي يا متکلم وي يا غايب. په پخوانيو داستانونو کې غايب راوي وينو، چې د بل چا کيسه راته کوي؛ خو په اوسنيو کې راوي پخپله د کيسې يو کرکټر هم کېداى شي.

راوي چې غايب وي؛ نو د کامرې د سترګې دنده ترسره کوي، چې لوستونکى ترې د ناپېيلتوب سخته هيله لري. دا راوي پر کوم کرکټر زړه نه سېځي، له چا سره خاندي نه او په پېښه کې ګوتې نه شي وهلى.

خو کرکټر راوي راته له خپلې زاويې نه کيسه کوي. ښايي، دى د ناپېيلتوب نمايش وکړي؛ خو لوستونکى ورته ځير وي، چې کوم کرکټر څنګه راپېژني او د کومې پېښې په اړه څه نظر لري.

په شاعرۍ کې د مونولوګ ډرامو غوندې بالعموم متکلم راوي خبرې کوي. چې شعر لولو، داسې انګېرو، چې يو سړى راته لګيا دى او خپله کيسه راته کوي. البته دا ضرور نه ده، چې دا دې رښتيا هم د ده کيسه وي يا دې يې کټ مټ رااخيستې وي، ځکه شاعر چې د شاعرۍ غوښتنې پوره کوي، ځان ترې په دې بېديا کې چېرته لرې پاتې شي.

د شاعر واقعي شخصيت ته د لوستونکي هله ژور پام شي، چې په بيت کې د (زه) او (هغه، جانان او…) ضميرونه او نومونه وکارېږي؛ خو بيا د شاعرۍ ځيرک لوستونکى په دې پوهېږي، چې دا (زه) شاعر نه دى او نه (هغه) کوم فزيکي موجود دى، بلکې دا خو هغه متکلم راوي دى، چې د خپل ژوند کيسه راته کوي.

په پخوانو منظومو داستانونو کې راوي درېيمګړى دى. (ليلا مجنون) او (ادم خان درخانۍ) غوندې داستانونه راته درېيمګړى روايت کوي. ښايي، دا د لومړي کس له ليدلوري نه د شاعر تېښته وي، چې خپل احساسات راته د فوکلور په شتو کيسو کې وړاندې کوي؛ خو دا پخپله د دې داستانونو غوښتنه  هم وه، چې بايد له درېيم ليدلوري نه بيان شوي واى.

د غزل او قصيدې په چوکاټ کې د شاعرۍ د ليدلوري بدلول اسانه کار نه و، ځکه د قافيه او رديف پر تنګسه سربېره دا ادبي دود هم پاتې و، چې غنايي او واعظانه شاعري د متکلم له خولې کېده؛ خو داستانونه چې په مثنوي کې وو؛ نو د قافيو له نسبي ازادۍ سره پکې د راوي بدلون اسانه و. بيا دا راوي، د داستان په اوږدو کې هم بدلېداى شو او د مکالمو په بڼه د کرکټرونو له خولې کيسه بيانېده.

په معاصر وخت کې د مقفى شاعرۍ پر وړاندې يواځې د قافيو او رديفونو له تنګسې راپيدا شوى غبرګون نه و، بلکې د انځور جوړونې شديد تمايل او د راويانو بدلون هم لاس لاره. په پخوانۍ شاعرۍ کې د تشبيه او استعارې په وسيله د تصوير جوړونې محدودې بېلګې لولو؛ خو په اوسنۍ شاعرۍ کې د لنډو کيسو د ليکوال غوندې کله ورته يوه صحنه تصوير غوندې راځي او د تصويرونو له مخې شاعري کوي.

چې د صحنې او تصوير خبره راشي؛ نو بيا د لنډې کيسې د کرکټرايزيشن خصوصيت هم شعر ته راننوځي. د کرکټرونو له راتګ سره راوي هم بدلېږي.

همدا علت دى، چې په معاصره شاعرۍ کې د پخوانۍ شاعرۍ غوندې په متکلمانه يا کله په تحکمانه يا مخاطبانه طرز سربېره په داستاني ډول د صحنو کيسې هم وينو او دا صحنې د تصويرونو په بڼه وړاندې کېږي. د غفور لېوال د يوه نظم څه برخه ده:

د یو خړ ماښام فضا ده په دره کې

لومړني ستوري سترګګ وهي آسمان کې

د درې له دواړه لوريو شنو ځنګلونه

دچنچڼو غږ لا اوس هم پورته کېږي

چېرې بوم غږ رابهر کړي له ځنګله نه

داسې ښکاري شپه  په بیړه را روانه

یو کاروان راځي په لاره له چتراله

دوه سپاره یې مخامخ شول په دره کې

يو سپين آس پرې اسماني ټیکری رپيږي

په سمند باندې يو دنګ زلمی ښکاريږي

په چوپتیاکې سپاره مل دلوی کاروان شول

په ځنګله کې چې خاموش جوړه مارغان شول

په دره باندې رڼا دسپوږمۍ راغله

سیند دستورو شنه هینداره شوه ځليږي

يوې ښکلې سر د پلار پر ټټر ايښي

په رکاب کې یې دځوان توره ځليږي

داسې نظمونه کله منظوم داستانونه وي او کله داستاني شعرونه وي. په ادب کې هغو شعرونو ته، چې د حماسې عناصر پکې پيدا کېږي، حماسي شعر وايي. په داستاني شعر کې هم د داستان له صحنه سازۍ يا داسې نورو خصوصيتونو نه استفاده کېږي.

دروېش دراني بيا د (په ناورين پسې ناورين) په يوه نيم داستان کې هڅه کړې، چې له متکلم راوي نه داستان روايت کړي او په منظومو داستانونو کې محسوسه خو مثبته لاسوهنه ده.

په بديع کې هغه صنعت ته، چې ليدلورى پکې بدلېږي، التفات وايي. مثلا: په يوه مسره کې متکلم ته خبره شوې وي، په بله مسره کې ناڅاپه غايب يا مخاطب ته وشي. د عليخان لاندې بيت:

يوه ورځ به دې غږ وشي عليخانه

چې پلانى هم لکه ګرد و غبار تېر شه

په دې بيت کې غايب راوي غږېږي؛ خو په لومړۍ مسره کې يې پخپله شاعر مخاطب دى؛ خو په دويمه کې يې شاعر درېيمګړى دى. په التفات صنعت کې پرېکړه د شاعر له مخې کېږي، چې شاعر په کوم ګوټ(زاويه) کې ناست دى؛ خو موږ چې د راوي خبره کوو، نو زموږ موخه د کيسې روايت دى، چې د چا له خولې شوى.

په التفات کې لاندې ډولونه ليدلى شو:

متکلم      ↪      ↩   مخاطب

↗↙            ↘↖

غايب

که ځير شو، التفات پاس نهه ډولونه لري.

التفات پخپله د سترګو په کونجونو کې کتلو ته وايي. مطلب، مخ دې يوه لور ته وي؛ خو چا ته د تمايل له امله د سترګو په کونجونو کې ورګورې؛ نو په التفات صنعت کې هم د خبرې د رنګ د بدلېدو څه نا څه امکان شته.

خو کله چې راوي بدل شي، نو يو بشپړ داستاني ځانګړنه شعر ته ورننوځي او شعر موږ ته يوه خوندوره کيسه ييز ټوټه ښکاري، چې د متکلم شاعر په توګه راته خبره نه کوي، بلکې د کيسې د پېښې غوندې يې راباندې ګوري.

د دروېش په لاندې غزل کې لومړني بيتونه د متکلم له خولې نه اورو؛ خو په مقطع کې يې ناعادي داستاني خصوصيت وينو:
جوړېدى شوه خو تا یاره جوړه نه کړه

زما زړه نه دې هینداره جوړه نه کړه

باوجود ددې چې تاته لاره نه وه

ما له بل چا سره لاره جوړه نه کړه

په رڼا ومه ډاډه د خپلو اوښکو

ما ډيوه د ځان لپاره جوړه نه کړه

په دې ټولو بيتونو کې شاعر د يوه متکلم راوي په توګه وينو، چې د خپلې مينې کيسه راته کوي؛ خو په وروستۍ مقطع کې وګورئ:

ما وې، ستا زندګي څنګه شوه دروېشه

ده وې، خداى هغه بيماره جوړه نه کړه

په لومړۍ مسره کې متکلم خبرې کوي؛ خو په دويمه مسره کې ځواب د غايب راوي له خولې اورو. په لومړۍ کې د التفات صنعت وينو؛ خو په دويمه مسره کې د راوي بدلون.د  راوي بدلون په دې بيت کې خوند پيدا کړى او شاعر راته پردى شوى دى.

پر دې بنسټ ويلى شو، چې د شاعرۍ د عادي ليدلوريو بدلون هم د ناعادي کولو هنر ګڼل کېږي.

راوي، پېښه، صحنه، حرکت او داسې نور د کيسې ځانګړنې دي.  په معاصرو ادبياتو کې داسې شعرونو ته چې داستاني خصوصيت ولري، روايي وايي.

د ادبياتو د ايجاد يوه مهمه لار روايت ده. حماسې، نکلونه، حکايتونه، ناولونه، کيسې خو بشپړ روايي دي، ان ځينې متلونه، ولسي شعرونه او قافيه وال او ازاد شعرونه روايي ځانګړنې رانغاړي.

پر روايي شاعرۍ چې غږېږو؛ نو په دوه ډوله يې ويشلى شو: يو د مونولوګ په بڼه دي، چې پخپله شاعر يې د دخيل راوي په توګه راته وايي، لکه پخواني منظوم داستانونه يا د ازاد  نظم په بڼه داستاني شعرونه.

له داستاني پلوه پخواني منظوم داستانونه له اوسنيو داستاني شعرونو سره دا توپير لري، چې هلته تيار پاخه توکي شته. د ادم خان درخانۍ کيسه له مخکې موجوده وه، صدر خان منظومه او منسجمه کړه؛ خو اوسني داستاني شعرونه پخپله د شاعر د خيال زېږنده وي، ځکه نو ويلى شو، چې د اوسنيو داستاني شعرونو تخليقي او ادبي ارزښت ډېر دى.

پر مونولوګ سربېره بله ډله روايي شعرونه هغه دي، چې د يوه پر ځاى پکې څو کرکټره وي. که په داسې شعر کې مکالمې ډېرې وي، شعر ډرامې ته ورنېژدې کېږي او بيا ورته ډراماتيک شعر وايي.

نوي تخليقي روايي شعرونه دوو ډولو ويشلى شو: يو ساده دي، چې يوه کيسه پکې تره اخره پورې بيانېږي. د دې ډول شعرونو د سمبوليکې غوټې سپړنه اسانه وي او ځينې يې رياليستي هم وي. د دروېش (په ناورين پسې ناورين) ښايي په دا ډول اۤثارو کې راولو.

دويم ډول تخليقي روايي شعرونه هغه دي، چې له څو داستاني ټوټو نه جوړ وي. د ټي ايس ايليټ(ويرانه) همداسې شعر دى. په معاصره شاعرۍ کې لنډکي شعرونه هم دود شوي. ادګار الن دويم ډول تخليقي روايي شعرونو ته د همدغو لنډکيو شعرونو ټولګه وايي، ځکه چې په لنډکيو شعرونو کې هم تصويرونو وړاندې کېږي. په پښتو کې د لنډکيو شعرونو بريالۍ بېلګې د ومان نيازي په شاعرۍ کې موندلى شو:

کوڅې تشې

 کړکۍ پورې

 باران یوازې وو

ور ووتم

………

بل شعر يې د مني په نامه دى:

منی
باد ، په ویالو کې را روان دی

د مني، طلایي تابلوګانې یې

د هوا پر اوښانو را بار کړې

ونې خبرې دي

د ځنګله لمن به

سبا تر وړانګو

ډېره طلایي لمبه کوي

زه غواړم نن شپه تر سهاره

ویښ پاتې شم

او وګورم چې د ځنګله له غېږې

وروستۍ مینه مرغۍ

څرنګه بېلېږي

د شعرو په لنډکي کېدو کې به د وخت د نشت لاس هم وي؛ خو د هنري انسجام او څه نا څه د سهل انګارۍ خبره هم ده.

تصوير د معاصر شعر-چې د انځورګرۍ له هنر نه اغېزمن دى- مهم خصوصيت دى. روايي شعرونه چې پر روايت او کيسه ولاړ وي، په تصويرونو کې صحنې راښيي. دلته خبره کېږي نه، بلکې پېښه ليدل کېږي.

د دويم ډول تخليقي روايي شعرونو بله ځانګړنه سمبوليت دى. دا ډول شعرونه چې له څو داستاني ټوټو نه جوړېږي، پېچلى سمبوليک خصوصيت لري. ښه ده، چې دې شعرونو ته تر دې وروسته له ساده وو سره په توپير پېچلي روايي شعرونه ووايو.

په پېچلي روايي شعرونو کې ښايي يو ځل يوه الوتکه ووينو، چې له يوه راڼه هوايي ډګر نه الوځي؛ خو په بله صحنه کې د بودا باميان ووينو. د ټي ايس ايليټ په (ويرانه) کې همدا ډول نړيوال فرهنګي توکي وينو.

په پېچلو روايي شعرونو کې مهال و مکان ختم غوندې ښکاري يا دومره پراخه شي، چې حدود يې په سترګو نه ښکاري، ځکه يې نو د لوستونکي لپاره د مفهوم درک سخت دى او د مفهوم د درک سختوالى سمبوليکه ځانګړنه کېداى شي.

پېچلي روايي شعرونه د عامو داستاني شعرونو غوندې پر افقي خط حرکت نه کوي، دلته عمودي حرکت وي. مطلب ډېرې خبرې تر الفاظو شاته پټې وي، چې ځيرک لوستونکى يې راسپړلى شي. د لوستونکي خبره چې کوو، نو دا پېچلي روايي شعرونه د لوستونکي له ذهن سره عمودي زاويه جوړوي او هر لوستونکى ترې له خپلې پوهې سره سمه مانا راوباسي.

د پېچلو روايي شعرونو بله ځانګړنه دا ده، چې دا د عامو داستاني شعرونو غوندې پيل، منځ او پاى نه لري. له هره ځايه يې د پيلېدو او په هر زمان کې يې د پرېکېدو  امکان شته او له دې سره يې هم په مرموزتيا او پېچلتيا کې زياتوالى راځي.

که د ومان نيازي څو لنډکي شعرونه سره يوځاى کړو، ښايي پېچلى روايي شعر ترې جوړ شي؛ خو دا به هله ممکن وي، چې د بيان پر ځاى يې کيسې ته نور هم ورنېژدې کړو او منسجم يې کړو. مطلب دا دى، چې په پېچلو رواىي شعرونو کې په ظاهره بېلابېلې صحنې پرې ښکاري؛ خو په درون کې يې ترمنځ د تړاو موچي تار غځېدلى وي او په ورته وخت کې يې له ظاهري غړند نظم سره پېچلى تنظيم او منطق وينو.

په پارسي ادب کې له نيما نه وروسته د لويديځ په تقليد روايي شعرونو زور واخيست، چې تر مهدي اخوان ثالث او شاملو راورسېد. په اردو کې يې د ن م راشد (حسن کوزه ګر) يوه ابتدايي بېلګه ګڼلى شو.

له پخوانۍ شاعرۍ سره د معاصرې شاعرۍ يو توپير دا دى، چې پخواني راته د ثابتو ټولنيزو حقايقو په اړه خبرې کوي؛ خو اوسني راته خپلې خبرې کوي. په روايي شاعرۍ کې د رومانتستانو غوندې فرديت ډېر وي. د رومانتستانو يو بله ځانګړنه هم په روايي شعرونو کې وينو او هغه دا چې دلته مزل سرچپه کېږي. دلته شاعران د عام ژوند په اړه خپل ټولنيز فکر بيانوي يا غبرګوي نه، بلکې له بهرني ژوند او فرهنګه د خپل درون د بيان لپاره استفاده کوي. په دې توګه ويلى شو، چې روايي شعرونه رواني ارزښت لري او د رواني کيفيتونو د وړاندې کولو ښې وسيلې دي.

  پېچلي روايي شعرونه په معاصره شاعرۍ کې کمال ګڼل کېږي؛ خو موږ ولې د غني له ساده روايي شعرونو پرته د پېچلې روايي شاعرۍ شاعران نه لرو؟ دا څو لامله لري.

 پېچلې روايي شاعري د داستانونو د ايجاد فعال تخيل غواړي. دلته شاعر د پخوا پرخلاف يواځې شاعر نه دى، داستانګو هم دى، چې بايد د داستانو له تخنيکونو سره اشنا وي. په دې شاعرۍ کې پر تخليقي شاعرۍ سربېره د ټول فرهنګ او تاريخ پخه مطالعه پکار ده، چې زموږ شاعران ورته تن نه ږدي. بل علت يې دا دى، چې پېچلې روايي شاعري د انسان ديوه ژور رواني خواهش يا پاخه فکر ښکارندويي کوي، چې شاعر يې د خپل کلچر د يوه منتقد په توګه کو. نن سبا غزل ته ډېر تمايل هم يو علت ګڼلى شو، چې د پېچلو روايي شعرونو له ايجاده يې شاعران راګرځولي دي، ځکه روايي شاعري د غزل د قافيو په تنګو جامو کې نه ځايېږي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب