یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۱۴) / خدیجه نسا 

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۱۴) / خدیجه نسا 

وړاندې کوونکې: څانګه بهشتي

ځای: انلاین

دګډونوالو شمیر: ۲۵

نیټه: ۲۰۲۳/۸/۲۷

راپور لیکونکې: خدیجه نسا 

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر اوونیزه انلاین غونډه د تل په څیر د کابل د ماښام ۵نیمې پیل شوه. بهیر په پام کې لري چې له بهیروالو سره د مرکو لړۍ پیل کړي. د غونډې په لومړۍ برخه کې پر دې خبرې وشوې، چې څنګه کولی شو معیاري او ګټورې مرکې وکړو.

نعیمې غني بحث پیل کړ او نظر یې دا و چې که په مرکو کې د لیکوالانو/شاعرانو د بیوګرافي په ځای د هغو فکر وپوښتل شي ډېر به ښه وي، ځکه دا هر چیرې پیدا کولی شو چې دا کس چیرې زده کړې کړې دي؟ یا کوم کال کې زېږیدلې ده؟ خو دا چې څه فکر او سوچ لري دا به ډېر کم پیدا شي. دا یې هم ورزیاته کړه چې نور به د چیرته په ځای څنګه وکارو،  دا به له نویو لیکوالانو سره هم مرسته وکړي ترڅو د نورو له تجربو ګټه واخلي.

شفیقه خپلواک په دې نظر وه چې له مرکې مخکې باید د هغه کس په اړه دقیق معلومات ولرو او دا مرکې د بحث په ډول وشي. دې وویل” د وروستیو تحولاتو له وجې مې فکر ډېر ګډوډ شو او  ډیرو کتابونو ته مې لاسرسي نه درلوده. یو شي چې ډېره مرسته راسره وکړه خپل ذهن نسبتا خړوپ وساتم د لیکوالانو مرکې وې. دې مرکو ډېرې خبرې د لیکوالي په اړه لرلې.” 

د دې په باورد بهیر مرکو ته باید په عادي سترګه ونه کتل شي، دا د یو مهم کتاب او ارزښت په توګه بدلیدی شي. 

ګلالۍ مومند د معلوماتو په پیدا کولو کې دقت باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: “د مرکې لپاره مې هڅه کړې چې خپلې پوښتنې مسلکي وساتم او د دې لپاره چې د نورو مرکو سره یو څه توپیر ولري، هڅه مې کړې چې د چا سره چې مرکه کومه د هغې د نورو مرکو د لوستلو نه ډډه وکړم، تر څو زما خپلې پوښتنې چې لرم یې تر اغېز لاندې رانه شي.” د ګلالۍ مومند په باور د پوښتنو په لیکلو کې خلاقیت پکار دی او تقلید خلاقیت پیکه کوي.

 دا یې هم وویل چې که چیرې دا مرکې ژوندۍ یا تصویري ثبت شي عالي به وي خو دا چې یوازې د متن په ډول دي نو باید ډېر فکر ورته وشي او په بدل طرز ولیکل شي. 

نسیمې باري د نورو د خبرو په تایید وویل چې د پخوانیو میرمنو په اړه ډېر معلومات او مرکې نسته، ځکه خو موږ د ډېرو مهمو میرمنو د ژوند په هکله هم ډېر کم معلومات لرو، نو دا مرکې به زموږ د وخت د لیکوالانو د پېژندلو یوه اړینه سرچینه وي.  

ځلا نور ورزیاته کړه چې دا د مرکو لړۍ دې دوامداره ووسي. د نثر او شعر برخې کې دې جلا مرکې وشي.

د غونډې دویمه برخه د تیرې غونډې په دوام د لنډو کیسو د لیکلو سیمینار و چې لیمه ودان یې وړاندې کوي. لومړی د ګډونوالو د کورنۍ دندې په اړه نظرونه ورکړل شول وروسته د سیمینار په نورو برخو پرزینټیشن وړاندې شو.

په دې برخه کې لېمې ودان  په لاندې موضوعاتو خبرې وکړې:  

– په کیسه کې لیدلوری

– په پښتو کیسو کې ښځینه لیدلوري

– پلاټ څه دی او په څو ډوله دی

د موضوعاتو د ښه تشریح لپاره د ډاکټرې شریفې شریف د”چیغې” کیسه مخکې تر مخکې د بهیر په ګروپ کې شریکه شوې وه چې د سمینار په لړ کې د مثال په توګه کارېدله.

لیدلوری په دا مانا چې کیسه د چا له نظره لیکل شوې ده یا دا چې د چا له خولې روایت کېږي. لیمې ودان د لیدلوري او رواي توپیر د استاد غضنفر د بالاخانې په مثال کې  واضح او تشریح کړ. ”  په کيسه کې هغه چاته چې کيسه راته تېروي، راوي وايو او هغې کړکۍ ته چې راوي ورڅخه پېښې ويني، ليدلورى  وايو.”

وروسته په دې وغږیده چې لنډه کیسه له کومو لیدلورو لیکلی شو؟ 

۱. اول ګړی یا لومړی کس: په دې ډول لیدلوري کې لوستونکی د راوي له سترګو پېښو ته ګوري. 

۲. درېیم ګړی: په دې کې راوي خپله نه؛ بلکې د یو بل چا کیسه کوي. 

۳. ټولپوه: په دې ډول کې راوي د کرکټرونو له زړونو او احساساتو نه هم خبر وي.

۴. نیم‌ګړی ټولپوه: په دې ډول کې راوي یوازې د محدودو کسانو له زړه او ذهن څخه خبر وي.  

لیمې ودان دا ډولونه د بېلابېلو بیلګو سره بیان کړل او په دې یې تاکید وکړ چې په لنډه کیسه کې یوازې یو لیدلوری وي خو په ناول کې بیا لیدلوری بدلیدی شي. 

د شفیقې خپلواک نظر دا و چې لیدلوری دوامداره کلالي ده، دې وویل” موږ په کیسه کې همیشه لیدلوری بدلولی شو، که کیسې خوند رانکړ ممکن ستونزه کریکټر کې نه وي، یاهم ډیالوګ یا موضوع کې، ممکن زموږ په لیدلوري کې وي” د دې په باور ځینې کیسې که له متفاوت لیدلوري ولیکل شي ممکن په شهکار بدلې شي. 

هیله پسرلی په دې باور وه چې؛ د کیسو د هنر ښایست په همدې کې دی چې له  بېلابېلو لیدلورو یې روایت کولی شو. هر لیدلوری خپل کمالونه او خپل محدودیتونه لري. د دنیا اکثره کیسې په دریم ګړي لیدلوري لیکل شوي دي، ښايي ځکه چې په دریم ګړي لیدلوري کې د راوي اختیار ډېر دی. 

یو هغه دریم ګړی لیدلوری دی چې په اصطلاح راوي د ټولو کریکټرونو له زړه او فکر خبر وي. بل هغه دریم ګړی لیدلوری دی چې راوي د ټولو کریکټرونو له زړه نه وي خبر بلکې د یوه کریکټر له ذهن او زړه خبر وي.

په لنډو کیسو کې زما لپاره د لومړي کس لیدلوری ډېر جالب دی. یعنې کله چې راوي د “زه” کیسه کوي. د دې لیدلوري کمال دا دی چې له لوستونکو سره عاطفي اړیکه په اسانۍ جوړېږي.

د مشهور جاپاني لیکوال هاروکې موراکامي د لنډو کیسو د وروستۍ ټولګې ټولې کیسې د اول کس له لیدلوري لیکل شوي دي او کتاب هم په همدې نوم دی. د  موراکامي د اول کس له لیدلوري کیسې چې مې لوستې ډېر کله به دا شک راپیدا شو چې لیکوال کیسه لیکلې ده که واقعا داسې پېښ شوي دي. زه پخپله له دې شکه خوند اخلم چې احساس وکړم ښايی واقعا همداسې یو څه پېښ شوي وي. 

د دوم کس د لیدلوي کیسې یعنې کله چې راوي د “ته” خطاب کوي په نړیوال ادب کې ډېرې نه دي خو بلې خوا ته فکر کوم همدغه کم والي جذابې کړې هم دي. که مو په دې لیدلوري کامیابه کیسه ولیکله داسې به وي لکه په نسبتا سخته کار کې چې کامیابه شوي یاست. 

هیلې پسرلی نوو لیکوالو ته وړاندیز وکړ چې، که نه پوهېږي چې خپله کیسه له کوم لیدلوري روایت کړي. د خپلې کیسې یوه صحنه دې، چې د دوی په ذهن کې نسبتا روښانه ده، له بېلابېلو لیدلوریو وليکي. په دې رقم به پوه شئ چې کوم لیدلوری ستاسو د کیسې لپاره مناسب دی یا تاسو په کوم لیدلوري کیسه لیکلی شئ. 

کله چې د نورو لیکوالو کیسې لولئ هم کوښښ وکړئ په خپل ذهن کې یې له بیل لیدلوري تصور کړئ، فکر کوم دا تمرین تخیل پالي او زموږ ذهن دې ته تیاروي چې په مختلفو لیدلورو فکر وکړو. 

هر لیکوال ممکن په یو خاص لیدلوري کې ډېر راحته وي او او ښې کیسې ولیکلی شي خو تر هغو چې خپل غږ پیدا کوي ښه به دا وي چې  د کیسو د لیکل بېلابېل لیدلوري وازمايي. په مختلفو لیدلورو د داستان لیکلو یوه بله لویه ګټه دا ده چې د تکرار مخه به مو نیولې وي. 

وروسته د پرزینټیشن بله برخه چې پښتو کیسو کې ښځینه لیدلوري ته څومره پام شوی او په دې برخه کې څه کوی شو؟ وړاندې شو.

 لیمې ودان د خپلې پوښتنې په هکله وویل: ” موږ چې له داستاني ادب سره بلدې یو، کیسې لیکو، یا به یې لیکو؛ نو ښه دا ده چې ځان ازاد وګڼو، خپل احساسات بیان کړو، ځان محدود او قلم مو سانسور نه کړو. لکه څنګه چې اغلې شریف په خپلو لنډو کیسو کې ښځينه لیدلوري ته شعوري پام کړی دی، موږ هم باید دې برخې ته متوجه اوسو. د نجونو او ښځو د ژوند ډېري کیسې دي چې لا هم د لیکلو اتنظار کوي، په تېره د افغانو مېرمنو د ژوند کیسې. یوه بله لار دا ده، چې موږ ځینې هغه واقعتونهو چې په ښکاره یې نه شو ویلی، د سمبولونو په مرسته هم بیانولی شو.”

نعیمې غنې وویل: په پښتو کیسو کې ښځینه لیدلوری ډېر کم دی. ددې په باور پښتو ادبیاتو کې لومړی د ټولنې له عام لیدلورې کیسې لیکل کیدې، کله چې ښځو په کیسه لیکلو پیل وکړ دوي هم د هماغه عام لیدلورې او فکر لیکل کول او اکثره لیکوالې یې لا هم کوي. په دې برخه کې چې ډېره لویه تشه موجوده ده او نویو لیکوالو ته اړینه ده چې دې برخې ته ډېر پام وکړي او له خپل ژوند او فکر څخه دې یې په خپله ژبه ولیکي.

د سیمینار بله برخه چې پلاټ وه لیمې ودان داسې تعریف کړ؛ “پلاټ د پیښو منظم تعریف ته وایې، یاهم د پیښو ترمنځ منطقي ارتباط دی یعنې څنګه د پیښو تسلسل په واسطه له یو حالت بل حالت ته بدلون کوي د علت او معلول رابطه پیدا کوي” 

د ډېرو ادبپوهانو له نظره پلاټ په لنډه کیسه کې د ملا تیر ارزښت لري. یو ساده پلاټ دی چې د کریکټر خوي پکې نه بدلېږي. بل،  پیچلی پلاټ دی چې د کریکټر خوی پکې د پیښو په واسطه بدلېږي. 

لېمې ودان دا هم وویل چې، په کیسه کې د یو حالت بدلون باید په منطقي ډول رامنځته شي. د موضوع د وضاحت لپاره یې د استاد اجمل ښکلي یوه مقاله یاده کړه. 

د ښه پلاټ ځانګړنه دا ده چې ټولې پیښې د اصلې موضوع سره ژور ربط ولري او پیښې دیوبل سره تړاو ولري. یوه بله مهمه ځانګړنه یې تلوسه ده چې د کیسې په پیل، منځ او تر پای پورې وساتل شي. لیمه ودان په دې هم وغږیده چې څنګه خپله کیسه له تلوسې ډکه پیل او پای ته وروسو. 

شفیقې خپلواک د تلوسې په اړه وویل چې اړینه نه ده تلوسه دې ډېره شدیده ووسې او بیا یې پای هغسې ونه وسي.  تلوسه ممکن ډېره خفیفه پټه ووسي او هغومره انسان راجلب کړي او پای یې منطق ولري. 

هیلې پسرلی وویل، یو وخت مې چیرته لوستي ول چې ښه تلوسه هغه ده چې لوستونکي پوهیږي چې څه روان دي کریکټرونه نه پوهیږي چې څه روان دي. مطلب خبره له لوستونکو پټه نه وي له کریکټرونو پټه وي. زموږ په ځینو کیسو کې د لیکوال/ه اصلي کوښښ دا وي چې خبره اوږده کړي او یو ډول مصنوعي تلوسه رامنځ ته کړي.  

نرګس سهاک په کیسو کې د تلوسې په اهمیت تاکید وکړ او باور یې دا و چې تلوسه هغه انځور دی چې لیکوال/ه غواړي په ټوله کیسه کې یې ځای کړي. تلوسه د کیسې د انځورولو تر ټولو ښه طریقه ده. تلوسه ممکن د کتاب له دوتنې یا نوم نه لا پیل شي. تلوسه لوستونکي مطالعې ته هڅوي خو لازمه نه ده چې ټولې کیسې دې د پیاوړې تلوسې کیسې وي یا دې خامخا تلوسه تر پایه په ورته سرعت دوام وکړي. په ځینو کیسو کې ممکن د تلوسې اوج د کیسې په منځ کې وي یا حتا په پیل کې وي. د کیسې محتوا ته په پام سره لیکوال/ ه تلوسه هم په بېلابیلو ډولونو په پلاټ کې ځای پر ځای کولی شي. 

غونډه د تل په څیر په مشاعره پای ته ورسیده چې کاملې عزیزي، هڅې، ځولۍ لمن او  شفیقې خپلواک خپل نظمونه ولوستل. امنې فنا بیا خپل یو غزل ولوست.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب