جمعه, اپریل 26, 2024
Home+نظريه څه ده؟ | اجمل ښکلى

نظريه څه ده؟ | اجمل ښکلى

نظريه له نظر نه راوتې. په ټولنيز ژوند کې موږ د يوې پېښې يا څيز/چا په اړه نظر لرو، چې په بحثونو او غيبتونو کې ښکاره کوو. دا نظر د هغې پېښې يا څيز/چا په اړه زموږ د تجربو، ګټو او عاطفې يو ګډوله وي، له همدې امله ښايي نيمګړتياوې ولري.

نظريه د عام نظر پر خلاف د علم په ډګر کې د علمي تجربو په پايله کې وړاندې کېږي او ټولنيز- فرهنګي بار(مسؤوليت) لري. همغسې چې نظر د تجربو، ګټو او عاطفې زېږنده وي، په نظريه کې هم دا وي؛ خو په نظريه کې د تجربې اړخ دومره پياوړى ښکاري چې دا نور يې تت کړي وي، دا ځکه چې پر نظريه د نظر پرخلاف د علمي مېتودولوژۍ محدوديتونه زيات وي او پر کره څېړنه او ګڼو بېلګو ولاړه وي او يوې ښکارندې د  د څېړلو لپاره علمي چوکاټ برابروي.

يوه بله خبره هم د يادونې وړ ده، چې د هر علمي ډګر خپلې تجربې او خپلې تيورۍ وي، دا فاصله د طبيعي او ټولنيزو علومو ترمنځ تر نورو ډېره ده؛ خو موږ پوهېږو، چې د انساني کړنو، ځانګړنو او طبيعي پېښو ترمنځ ورته والي هم ليدل کېږي، ځکه نو دا د تاريخ واقعيت دى، چې د يوې علمي اوېجې(حوزې) له نظريې په بله کې استفاده وشي. په وسمهال کې چې په څېړنو کې ګڼ څانګيز مېتود ته لومړيتوب ورکول کېږي، په يوه علمي حوزه کې د بلې علمي حوزې د نظريې استفاده ډېره وينو، مثلا ادراک د ژبې په ګډون د انسان د ګڼو کړنو محراق دى، ځکه نو پر عصب پېژندنه، کمپيوټرپوهنه، ارواپوهنه او ژبپوهنه غږېږي او دا علوم په دې برخه کې د يو بل له تجربو او نظريو استفاده کوي او له خپلې موخې سره سم ګټورې پايلې ترلاسه کوي.

په هره علمي حوزه کې څېړنې د نظريو پر بنسټ يا لپاره وي. د څېړن د مېتودولوژۍ له مخې څېړونکى لومړى ښايي يوه ګڼنه(فرضيه) ولري، دا فرضيه په بېلګو کې مطالعه او تجربه کړي، چې په پايله کې يې هغه فرضيه سمه يا ناسمه ثابتېږي. که سمه ثابته شي، په دې برخه کې دا په يوه نظريه او قاعده اوړي او په راتلونکې کې د دې نظريې پر بنسټ څېړنې کېږي.

که ثابتې شوې فرضيه – چې نور ورته د ګڼو بېلګو پر بنسټ د اثبات او مفهومي بډاينې له امله نظريه وايو- لويه ساحه راونغاړي، ممکن د هغې علمي حوزې د مخکنۍ کارندې نظريې بنسټونه ولړزوي او که ساحه يې وړه وى، نو ښايي په لويه کې د يوې بلې لويې نظريې تابع وي او په همغه محدوده کې کار وکړي، مثلا په ادبياتو کې فورماليستي نظريې د ادبياتو په اړه د زړې نظريې کمزورۍ راښکاره کړې او د ادبياتو د ماهيت د شننې لپاره يې يو نوى نظري بنياد کېښود، دا د ادبياتو په حوزه کې لوى تيوريک بدلون و، بيا چې په دې حوزه کې کومو فورماليستانو د کيسې په اړه خبرې وکړې، په لويه کې د همدې تيورۍ تابع وې؛ خو له يو بل سره د اختلاف له امله بېله وه.

بله بېلګه به يې ژبپوهنه کې راواخلو: د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د ژبې په اړه د چلنيزې ارواپوهنې د نظريې پر بنسټ غالب نظر دا و، چې ژبه د ذهني نظام پر ځاى يو ډول چلن دى او په چلن کې يې ګټوره مطالعه کېداى شي؛ خو چامسکي په دويمه نيمايي پېړۍ کې په ”نحوي جوړښتونه” اثر کې د ژبې پر جوړښت په پوهېدو کې ذهن ښکېل کړ او داسې يې ثابته کړه، چې د ژبې د جوړښتونو په اړه پخوانۍ چلنيزه نظريه نيمګړې وه. د ژبپوهنې په برخه کې د چامسکي دې انقلابې نظريې ګڼې وړې نظرىې پيدا کړې، چې په لويه کې د ژبې په اړه د چامسکي د زېږندې نظريې تابع وې. د ده په شاګردانو کې جان ليکاف هم و. ليکاف د ده د نظريې له مخې پر زېږنده ماناپوهنه کار وکړ او ورو ورو زېږندې تيورۍ له نحوي جوړښتونو مانا پوهنې ته  هم وغزېده؛ خو ليکاف چې کله په ژبه کې د مانا مطالعه کوله او پر کومو بېلګو يې دا نظريه تطبيقوله، هغو د چامسکې له نظريې سره هغسې سمون نه خوړ چې څرنګه پکار و، نو ورو ورو د ليکاف غوندې د چامسکي نور شاګردان او نور ژبپوهان د دې لويې نظريې کمزوريو ته ځير شول او همغه و، چې يوې نوې نظريې سر راوايست او هغه د ژبې په اړه ادراکي ليدتوګه(نظريه) وه. دې نظريې د زېږندې نظريې محدوديتونو او کمزوريو ته پام و، نو يوازې تر جوړښتونو پورې محدوده پاتې نشوه، بلکې تر وينا او مانا پورې هم ورسېده او تر اوسه يې په دې لړ کې د ژبې په اړه نظريې د منلو وړ دي؛ خو مړينه يې د بلې هرې نظريې غوندې ممکنه ده.

د ژبې په اړه ادراکي نظريه د ارواپوهنې، کمپيوټرپوهنې، فلسفې او عصبپوهنې له نظريو استفاده کوي او په درون کې ګڼې وړې نظريې لري، چې په ځينو لويو اصولو کې سره ګډې دي، چې هغه د حسي تجربو، ادراک او ژبې ګډه مطالعه، په وينا کې د ژبې مطالعه او د جوړښت او مانا نه بېلول دي.

دا نظريې د فرهنګ په بېلابېلو حوزو کې رامنځته کېږي، چې له يو بل سره راکړه ورکړه هم لري. هيګل د انسان ارتقا د همدې نظريو په بدلون کې ويني او که موږ فکر وکړو، چې که نظريې نه بدلېداى، انسان به اوس هم په ډبرپېر کې ژوند کولاى يا ممکن تر هغې مخکې په ډېر ابتدايي حالت کې واى، مثلا د ژبې په اړه د چلنوالې نظريه تر دې مخکې د ژبې له نظريو بشپړه وه، خو چامسکي پکې نيمګړتيا ليدې، نو د چامسکي نظريې د ژبې په اړه نوې خبرې وکړې؛ خو خبره دلته و نه درېده او ادراکي ژبپوهنې د ژبې د چوکاټ او مانا په اړه داسې خبرې وکړې، چې پخوا مو نه وې اورېدلې. اوس موږ د نولسمې پېړۍ تر انسانه د ژبې په اړه ډېر او ژور معلومات لرو، چې دا ټول د دې پديدې په اړه د نظريو زېږنده دي.

د هيګل په اند د تاريخ ارتقا پر نظريو ولاړ ده. يو وخت يوه نظريه رامنځته شي، دا نظريه تر يو څه وخته په هغه علمي ساحه کې د بشر غوښتنو ته ځواب ويلاى شي؛ خو چې وخت بدل شي، نوې اړتياوې او نوې تشې پيدا شي يا په هغه علمي حوزه کې نوې تجربې وشي، بيا که څه  هم زړه نظريه يې د اړتىاوو د پوره کولو هڅه کوي، خو ورو ورو يې نيمګړتياوې رابرسېره کېږي او له صحنې نه وځي او ځاى يې يوه نوې نظريه نيسې. دې ته هيګل د نظريو ډيالکټيک وايي، چې په لومړۍ مرحله کې يو تيسس يا نظريه پيدا شي؛ خو يو وخت يې پر خلاف بله نظريه پيدا شي، چې ممکن د همدې نظريې له بطنه د همدې د نيمګړتياوو زېږنده وي، دې نوې نظريې ته هغه انټي تيسس وايي. د دې دواړو نظريو له ګډون نه ترکيبي نظريه(سين تيسس) رامنځته کېږي او په دې ډول دا نوې نظريه يو وخت وچلېږي او بيا له همغې پايلې سره مخ شي، چې تېره نظريه ورسره مخ شوې وه، مثلا چامسکي په ژبه کې ذهن ښکېل کړ، دا ځانګړنه په ادراکي ليدتوګه کې پاتې شوه؛ خو دا چې د ذهن او ژبې د ګډون ډول د دواړو نظريو له مخې مختلف و، دا يې بيا بېلندويه ځانګړنه ده.

يوه نظريه په يوه علمي حوزه کې پر بېلګو تر تطبيق وروسته ثابتېږي، مثلا د ژبپوهنې نظريې پر ژبنيو توکيو او د دوى پر اړيکو غږېږي؛ خو دا بالعموم له دوو روشو خالي نه وي، چې يوه ته قياسي مېتود او بل ته استقرايي مېتود وايي. فلسفي څېړنې له لرغوني پېره له دې دوو مېتودو استفاده کوي، چې قياسي پکې تر استقرايي لرغونى دى. په قياسي کې د يوې يا څو بېلګو يا ټوک(جز) په اړه نظري قضاوت د کل تابع وي، مثلا يوه کليشه بېګله چې په فلسفه کې ډېره کارېږي، هغه دا ده، چې انسان کل او سقراط جز دى؛ نو د قياسي مېتود له مخې وايو: څرنګه چې انسان فاني دى، سقراط چې انسان دى، سقراط هم فاني دى. د دې پرخلاف په استقرايي مېتود کې بيا پرعکس د کل په اړه نظريه د جز پر بنسټ جوړېږي، چې د علم په ډګر کې خطرناک خو له نوښتونو ډک کار دى، مثلا: سقراط فاني دى، څرنګه چې سقراط انسان دى، انسان فاني دى.

په لومړۍ بېلګه کې نظريه د سقراط او په دويمه کې د انسان په اړه وه. د قياسي مېتود په مټ ترلاسه شوې پايلې ډېرې د ډاډ وړ وي؛ خو د نوښت امکان پکې کم وي. د دې پرخلاف په استقرايي مېتود کې نوې خبرې ډېرې وي؛ خو د ډاډ کچه يې کمه وي. که همدا مېتود موږ په ژبپوهنه کې راوخلو، نو د قياسي مېتود له مخې موږ د ژبې په اړه له مخکې پوهېږو، چې ژبه د انسان د ادراک له رغښت سره يو ډول ده، نو په جمله کې د يوې کلمې سر ته راتګ هم د ژبې د همدې ځانګړنې پر بنسټ ده او د استقرايي مېتود له مخې مثلا د جملې پر رغښت فکر کوو او وايو، چې دا جمله د ادراک پر رغښت ولاړه ده، پايله دا چې ټوله د ادراک له رغښت سره مناسبت لري.  همدا لامل دى، چې قياسي مېتود د عقل د اصالت او استقرايي هغه په تجربي فلسفه کې کارېدلى. د ژبې په اړه د چامسکي نظريه د ديکارت د عقلي روش تابع او له کل نه جز ته ځي؛ خو د ادراکي ژبپوهنې هغه بيا د ماترياليزم روش پالي او له جزه کتل ته سفر کوي.

د تيورۍ په بحث کې يو بل مهم بحث د نظريې او عمل دى. دا دواړه سره بېل دي؛ خو د دې مطلب دا نه دى، چې لارې يې هم بېلي دي. که موږ پر عادي ژوند فکر وکړو، د يوه چا په اړه زموږ نظر له هغه سره د ليدنو، د هغه په اړه د مطالعو او له هغه د خپلو غوښتنو زېږنده وي؛ نو کله چې راته د يوه چا په اړه دا نظر ثابت شي، چې ښه سړى دى، بيا دا نظر په ورته نورو کسانو هم تطبيقوو او د هغوى په اړه هم يوه نظريه جوړوو. په علم کې هم داسې ده، چې يوه نظريه د بېلګو د عملي مطالعې، مشاهدې او تجربې زېږنده وي او کله چې يوه نظريه جوړه شي، په ورته نورو بېلګو تطبيقېږي.

دا د علم يو مطلق روش دى، چې پر بېلګو يا توکيو د يوې نظريې له مخې غږېږي او بې له دې علمي مطالعه ممکنه نه وي. البته دا خبره ده، چې د يوې پديدې پر جوړښت او عناصرو د نظريو له مخې ګټورې خبرې کېداى شي، دا د بېلګو او نظريو ترمنځ سمون ښيي؛ خو که له څو نظريو د يوې پدېدې د څېړلو لپاره استفاده وکړو، د هرې يوې پايلې به له بلې مختلفې وي، مثلا د پښتو د مجهولې جملې پر جوړښت د زېږندې اوړوني يا ادراکي نظريې له مخې غږېږو. موږ پوهېږو، چې د پښتو مجهوله جمله له انګليسي هغې سره توپير لري، نو لومړۍ نظريه چې جوړښت ته ډېره توجه کوي، هغومره بريالۍ نه ښکاري لکه ادراکي، ځکه چې بشر په ادراک کې ډېر ورته والي لري.

څرنګه چې تاسو په ټولنيز ژوند کې له يوه چا، يوه څيز، يوه ځاى او يوې پېښې سره چلن د خپل جوړ کړي نظر له مخې کوئ، داسې علمي چلنونه، په بله وينا څېړنې هم پر نظريو ولاړې دي؛ خو دومره مو بايد ياد وي، چې په علمي څېړنو کې له دې خبر اوسو، چې زما د نظريې محدوديتونه او کمزورۍ کومې دي او پر دې څېړنيزه موضوع د تطبيق وړ دي که نه،.همغسې لکه په ټولنيز ژوند کې چې خپل نظرونه نوي کوو او بدلوو، په علمي حوزو کې هم نظريې بدلېږي.

1 COMMENT

  1. پاکستان ډیر ښه کړی ، آفرین !
    د بی سره او واکه وطن په مقابل کی همدا کار لازم ده چی پاکستان یی کوی.
    په هرحال:
    افغانستان هم باید یوه پاکستانی لاری او موټر ته اجازه ورنکړی چی له افغانستانه تیرشی او تکس هم پری دری جنده ولکوی.
    که افغانستان مقابل عمل ونکړی ، حال یی له دی بدتر بوله !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب