یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهروسیه: لا وختي دی چې د طالبانو د حکومت پر رسمیت پېژندلو...

روسیه: لا وختي دی چې د طالبانو د حکومت پر رسمیت پېژندلو خبرې وشي

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، اندرې رودنکو، وايي چې له تور لیسته د طالبانو په ایستلو کې به خنډ پېښ نه کړي خو اوس لا وختي دی چې د طالبانو د رسميت پېژندلو په اړه خبرې وشي.

ده نن (یکشنبې) له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې  تینګار وکړ چې د طالبانو د وضعیت د بدلولو لپاره د قانوني پروسو بشپړېدا او د تروریستي ډلو له لیسته د هغوی د نوم ایستل به په بیلابیلو برخو په تیره بیا اقتصادي سیکتور کې د روسیې او افغانستان تعامل چټک کړي.

د روسیې د باندنیو چارو د مرستیال په وینا، د تروریستي ډلو له فهرست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو موضوع لا هم تر غور لاندې ده.

اندرې رودنکو وویل چې طالبانو په تېرو درې کلونو کې د روسیې په شمول د سیمې له هېوادونو سره د رغنده اړیکو د پراختیا لپاره خپله ژمنه ښودلې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال وویل چې طالبان له روسي پانګوالو څخه غواړي چې د ګڼ شمېر مهمو اقتصادي پروژو په پلي کولو کې برخه واخلي.

روسیه د افغانستان له لوري د داعش او مخدرو موادو د قاچاق له درکه اندېښه لري او ردونکو هم دې دوو موضوعاتو ته په اشارې وویل چې دوی په دې دوو برخو کې د طالبانو په هلوځلو کې پرمختګ ویني.

روسیې په لومړي ځل طالبان په ۲۰۰۳ کال کې د خپلو تروریستي ډلو په لیست کې شامل کړل. دا اقدام د روسیې تر واک لاندې د قفقاز په سیمه کې د بیلتون‌پالو ډلو ملاتړ ته د طالبانو د ملاتړ په ځواب کې ترسره شو.

د روسیې ډیپلوماتانو مخکې د دې احتمال په اړه خبرې کړې وې چې طالبان به د دې هېواد د تروریستي سازمانونو له لیسته وایستل شي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په وینا، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت او د عدلیې وزارت ولادیمیر پوتین ته راپور ورکړی چې طالبان کولی شي د مسکو له ترهګریز لیسته وایستل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، دغه دریځ د حقایقو د انعکاس په توګه یاد کړی دی.

د طالبانو فعالیت په ۱۹۸۶-۱۹۸۷ کلونو کې پیل شو او په نړۍ کې په ډېرو هېوادونو کې د یوه ممنوعه ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شوی دی.

په ۲۰۲۱ کې له بیا واک ته رسیدو وروسته طالبان په نویو تورو لیستونو کې شامل شوي نه دي خو د دوی حکومت هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د نرم دریځو طالبانو له هلوځلو سره سره د طالبانو د سختدریځ مشر افراطي اقداماتو ته په کتو داسي نه ښکاري چې له دې ایسته هم کوم هیواد د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب