یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهپښتین: کورمه کې روان حالت او د پاکستاني حکومت نه اقدام د...

پښتین: کورمه کې روان حالت او د پاکستاني حکومت نه اقدام د اندېښنې وړ او ظلم دی

تاند ( یکشنبه د لیندۍ/ قوس ۴مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پارا چنار په کورمه سیمه کې د ښځو، ماشومانو او بې ګناه خلکو وژل کېد پېښه غندلې او دا یې یو بې‌ساری ظلم بللی دی.

یاد غورځنګ په خپله اېکس پاڼه تر ټولو لویه اندېښنه دا بللې، چې د دې ډول سختو پېښو وروسته هم د سیمې د امنیت لپاره نه جدي هڅې نه لیدل کېږي.

پښتین زیاته کړې: ” د افسوس خبره دا ده چې له یو میاشت نه زیات وخت کېږي چې هلته لارې بندې دي او د تاوتریخوالي د پېښو د احتمال خبرداری ورکړل شوی و، خو بیا هم له ریاست څخه نیولې تر سیاسي مشرانو پورې هېچا هم د دې ستونزې د حل لپاره عملي کار ونه کړ. په داسې حال کې د ریاستي او سیاسي مشرانو غندنې څه معنی لري؟”

پښتین د کرم د امنیت برخه کې د خیبرپښتونخوا د حکومت کړنې په بشپړه توګه مایوسوونکې بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د مسافرو پر موټر تر وسلوال برید وروسته په یاده سیمه کې د شیعه او سُنیانو ترمنځ ډله ییزې نښتې پیل شوې دي.

ځایي سرچینې وایي په دې نښتو کې د وژل شویو شمېر ۳۵ ته رسېدلی دی.

د سیمې بېلابېل روغتیايي چارواکي، مشران او اوسېدونکو بیا رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې د نومبر ۲۳مې په تاوتریخوالي کې ۱۰ نور کسان ووژل شول او دواړو خواوو ته تر ۱۵۰ پورې کسان ژوبل شوي هم دي.

په یاده سیمه کې د نومبر په یوویشتمه پر یوه مسافر وړونکي موټر په وسلوال برید او له هغه وخت راهیسې په تاوتریخوالي کې د وژل شویو ټول شمېر تر شاوخوا ۸۵ پورې رسېدلی دی.

د سیمې مشران وايي، د نومبر ۲۳مې شپې مهال دکورمې په مختلفو برخو کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ تازه نښتې شوې دي خو شدت یې د نومبر ۲۲مې پرتله کم ښودل شوی دی.

دوی وايي چې د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ورک هم دي چې تر اوسه یې د مړي، ژوندي معلومات نشته.

د ځایي خلکو د معلوماتو پر اساس تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه د بګن او ټالوکونج په سیمو کې اوښتي، چې پکې د دوی په وینا تر ۷۰۰ زیات دوکانونه، مارکېټونه او کورونه لوټ شوي او سوزول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب