ارمانونه هېرېږي، دردونه غلي کېږي، پلانونه بدلېږي خو لارې پاتې وي. مریا مې په لومړي ځل په همدې لارې ولیده. زموږ له کلي د ولاشیم تر ښارګوټي ۲۵ دقیقې د بس فاصله ده. د چکیا په دې کلي کې داسې څه نشته چې ځان دې ورته مهم ښکاره شي. رنګ تللي کورونه، غریب کاره خلک، سکون ډېر، ادعا کمه. خو درې کاله مخکې چې دلته د یوکرایني مهاجرو بیروبار تازه تازه ډېر شوی و، د کلي فضا بدله وه. خلکو فکر کاوه د ورځني ژوند په څنګ کې یو نوی مسولیت ورله غاړې دی او باید پر مهاجرو پام وکړي. د مهاجرو د مرستې او ښه راغلاست لپاره پروګرامونه جوړ شول. یو له دغو پروګرانو له ځوانو نجونو سره خواله و. د سیمې نجونو له دوی سره مرسته کوله، بلدې شي، ځان یوازې احساس نه کړي او ملګرې پیدا کړي.
ماته وویل شول چې له یوې ۱۹ کلنې یوکراینۍ محصلې مریا سره وپالم. زما او د مریا وعده دا وه چې د کلي د بس په تمځي کې به ګورو او زه به یې د ولاشیم په بازارګي کې ګرځوم.
مریا خپلو وېښتو ته میده قات ورکړی و، ویښته یې ډېر ښکارېدل. شونډې یې سرې وې. نوکان یې ژېر او ابي رنګولې ول لکه د یوکراین بیرغ.
لاس مې ورنژدې کړ. دې غېږ راکړه. ما ورته وویل، یوازې یوکراینۍ نجونې دومره ښکلې کېدای شي.
دا مسکه شوه. نرۍ شونډې یې په لویه مسکا کې ورکې شوې.
بس چې راغی، ور وختو. مریا خپل تور کوټ وایست. کریمي جاکټ یې اغوستی و. پر جاکټ یې په انګرېزي ژبه روسیې ته کنځل لیکلې ول.
مریا را وکتل: پانا؟ نوم دې همداسې تلفظ کېږي؟
– هو، پاڼه نومېږم.
– پاڼه! دا خو چکي نوم نه دی.
– نه، پښتو نوم دی. اصلا د افغانستان یم.
– اووو، څو کاله کېږي دلته راغلې یې؟
– تر لسیزې ډېر وخت شو.
– اممم
– جګړه وه.
– اااه
– بیا کله تللې یې؟
– هو، یو دوه ځلې کابل ته تللې یم.
– خپل ښوونځي او کور ته ورغلې؟
– کور ته ورغلم.
– لا و؟
– هو پر خپل ځای و.
– څه احساس دې درلود؟
– فکر مې کاوه که په کوټو کې وګرځم ډېر څه به رایاد شي خو رایاد نه شول. د هغو کلونو تشه چې په کور کې نه وم، تر هغو کلونو ډېره وه چې په کور کې وم. ځایونه پاتېږي خو موږ یې هېرېږو..
– خفه شوې؟
– یو څه طعبا.
– زه او دمتري یوه پوهنتون ته تللو. دی جګړې ته لاړ. درې میاشتې شوې چې پیغامونه مې نه ځوابوي. زموږ پوهنتون د روسیې مرمیو خراب کړ. که جګړه تمامه هم شي، نه غواړم بیرته کیف ته لاړه شم، دمتري به نور زما نه وي او زموږ پوهنتون نور لکه پخوا نه دی، هېڅکله به لکه پخوا نه شي. جګړې هر څه بدل کړل، هرڅه… ته څو کلنه وې چې افغانستان دې پرېښود؟
– شل.
– دلته خوشحاله یې؟
– اوس مې دغه ځای کور دی، عادت یم ورسره.
– زه غواړم، لېرې لاړه شم.. ډېره لېرې.. له اروپا لېرې له روسیې ډېره لېرې… چک ته له کورنۍ سره راغلې وې؟
– هو، له مور، پلار او ورور سره.
– زما پلار جګړې ته تللی او مور مې راته درواغ وايي.. چې زنګ ووهم، وایم پلار چیرته دی، بهانې کوي. پوهېږم پلار جګړې ته تللی او مور مې نه خبروي. وايي ته دې درس وایه، په جګړې فکر مه کوه. د یو چا چې خپل پوهنتون په مرمیو سوری، سوری وي، درس ویلی شي؟؟ له دې ځایه ځم لیرې ځم.. ډېره لېرې، له روسیې ډېره لېرې.. له هر څه لېرې..
ما ګومان کاوه زه به مریا ته ډېر څه د ویلو لپاره ولرم خو داسې نه وه. هغه ورځ دې خبرې کولی او زه یوازې غوږ وم. له مریا سره به په دوو اوونیو کې یو ځل حتما دباندې وتلم.
– – – –
یو ځلې مې ورته وویل، د پراګ د ارواپوهانو ټولنې مهاجرو ته وړیا جلسې پیل کړې دي خو ژبه یې چکي ده که غواړې ورشې زه په ژباړه کې درسره مرسته کولی شم. مریا ویل اروا پوه خبرې وریادوي، خو دا غواړي هر څه هېر کړي او لېرې لاره شي، له اروپا ډېره لېرې…
مریا به کله د یوه هلک په هکله غږېږده، کله د بل. ډېر وخت یې د انګریزي په زدکړې تېراوه او ډېر کله به د سپانسرشپ پر یو پروګرام غږېده چې یوکراینانو ته یې د امریکا د تګ امکانات برابرول. د کورنۍ او جګړې په هکله یې څه نه ویل. چې خبره به تر خبرې یاده شوه، ژېر مخ به یې سپین شو او غلې به شوه.
– – – – –
د مني یو ماښام و، له هغو ماښامونو چې منی په ژمي اوړي، د ويښتو دې یخ کېږي او چې ساه اخلې پوهېږې چې ژمي را رسیدلی دی، فصل بدل دی. زه او مریا د ولاشیم په یوې کفې کې ناستې وو. مریا راته ویل، تېره اوونۍ پراګ ته تللې وه، د امریکا په سفارت کې یې مرکه وه. مرکه ښه تېره شوه، بس وېزې ته انتظار ده.
ورته ومې ویل: وخت الوځي، خدای پاماني وروستیو ورځو ته مه پرېږده!
– ههه، خدای پاماني اسانه کار دی، په انستاګرام کې به پوسټ وکړم، ټول به پکې یاد کړم. یوازې همدې خوب چې له دې ځایه به لېرې ځم، ژوندۍ ساتلې یم.
د مریا خوب راته اشنا و د کلونو پخوا خپل خوب یې رایاداوه چې په کور او کابل کې به مې ساه بنده شوه د ماښام له خوا به تخت بام ته وختم. اسمان ته به مې کتل او ارزو به مې کوله چې یو بل ځای وای، له دې ښاره لېرې، ډېر لېرې.
۲۰۱۳ کال و. په تخت بام کې وم .د مازدیګر لمر ورو ورو زما له سترګو لېرې کېده، د پغمان غره ته نژدې کېده. ما اسمان پوښت چې انسان څرنګه له کابل سره خدای پاماني کوي؟ کور مو خرڅ کړی و. د کور وسایل مو پلورلي ول. بکسونه مو ټول ول. شپې ته یې خاله میلمستبا کړې وه، په سبا مازدیګر یې زموږ پرواز و.
هغه ورځ خوشحاله وم، وارخطا وم، خلق مې په تنګ.. هغه ورځ له هغو ورځو وه چې انسان پکې ټول احساسات یو ځای احساسوي. په هغه ښار کې چې زېږې او لویېږې، څرنګه ورسره خدای پاماني کوې، حتا که ډېر کله دې د خدای پاماني ارزو هم کړې وي.
په ټولو هغو ځایونو چې ۲۰ کاله ګرځېدلې وې څرنګه له سره ګرځې او په خدای یې سپارې، هغو ځایونو ته دې چې پلان جوړ و چې ورځې به خو هېڅ وخت ورنغلې، له هغو سره به څه کوې؟ د انا له غېږې، د ترور له مسکا، د ګاونډۍ ښځې له بخیلو سترګو سره به څرنګه خدای پاماني کوې. له ملګرو سره چې رازونه دې ورسره دي، رارزونه یې درسره دي څرنګه په څو شېبو کې خدای پاماني کوې. له هغو کوڅو سره چې د پلونو نخښې او د زړه خبرې دې پکې ښخې دي… هغه ورځ مې د کابل اسمان پوښت چې انسان ولې خدای پاماني وروستۍ ورځې ته ساتي.
– – – – –
مریا چې امریکا ته تله د پراګ په هوايي ډګر که یې عکس اخیستی و. په انستاګرام یې ورسره لیکلې ول خدای پامان اروپا. مریا سره مې بیا ډېرې خبرې نه دي کړي کله مې زړه غواړي ویې پوښتم چې له اروپا لېرې لاړې، ډېره لېرې خو په رښتیا لرې شوې؟
پای،
نومبر، ۲۰۲۴