شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د فوټبال نامتو لوبغاړی دیګو مارادونا

د فوټبال نامتو لوبغاړی دیګو مارادونا

تاند- له نن څخه ۳ کاله پخوا د ۲۰۲۰ د نوومبر په ۲۵ مه د فوټبال نامتو ارجنټایني لوبغاړی دیګو مارادونا د ۶۰ کلونو په عمر د زړه د درېدا له کبله مړ شو.

مارادونا په اتیایمه لسیزه کې د نړۍ تر ټولو مشهور او تکړه لوبغاړی ګڼل کېده؛ وروسته د ارجنټاین د فوټبال ټیم روزونکی شو او یوه موده یې، چې ارجنټاین خراب اقتصادي وضعیت درلود د کابینې د غړي په توګه کار وکړ.

خو د ده ژوند له ډېرو لوړو ژورو ډک و. یوه موده په مخدرو موادو روږدی شو بیا په الکولو معتاد شو.

ده په ۱۹۸۶ م کال د ارجنټاین لپاره نړیوال جام وګوټ او د خپل وخت تر ټولو ښه ګولونه یې ووهل.

۶۰ کاله د یوه ورزشکار لپاره ډېر کم عمر دی چې ومري خو مارادونا روغتیا ته تقریباً هیڅ پام نه دی کړی.

مارادونا چې له فوټباله له تقاعد کېدو وروسته د (Gimnasia y Esgrima) لوبډلې روزونکی و، په ځلونو د ناروغیو له کبله په روغتون کې بستر شوی او یو ځل یې پخوا د زړه جراحي عملیات هم کړي وو.

په دوه زرم میلادي کال کې هم نژدې و چې د کوکین د استعمال له کبله ومري. وروسته څو کاله تر کلکې څارنې لاندې و چې مخدر مواد ونه کاروي.

دغه راز په ۲۰۰۵ م کال یې د چاغښت له کبله عملیات شو. دوه کاله وروسته د ډېرو الکولو د څښلو له کبله د ځیګر په ناروغۍ (هیپتایت) اخته شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب