څه عذاب عذاب ژوندون دی، څه کتاب کتاب خبرې
هم تور کاڼي د نفرت او هم د مینې مرغلرې
د خپل زړه په جنازه کې د دردونو امامت کړم
یو خوا ساندې په تقدیر کړم بل خوا بولمه سندرې
په اروا مې را ورېږي ډول ډول تیره غشي
زه یې مخه نیوی نشم که ورواغوندمه زغرې
خپل باور راته بلا شو له گړنگه یې گوزار کړم
زه هډو بلده نه ووم په دې لارې او گودرې
دوه بعدی گرده سکه یم زمانې ناچله کړې
څوک پېغور د گناه راکړي څوک بیا وایي قلندرې
اوس محتاجه د عزلت یم په خېمه د خاموشۍ کې
چې یو زه او یو مې خدای وي نه خبرې نه اترې