همدا چې د پخوانۍ او زړې کلا مخې ته را ورسیده نو د آس دواړه ملونه يي د ځان په لوري ورکش کړل او آس يي ځای پرځای را تاوو شو بیا ودریده.
ده شاوخوا ته وکتل، څوک يي په نظر ورنه غلل، د پټکي یو ول يي چې په غاړه کې را لویدلی و، په یوه لاس ورپورته کړ. زړه يي غوښتل چې کټ مټ لکه د پخوا په څیر ناره کړي. دوثه وا دوثه را وزې که درشم، خو ژبه یې ور ونیوه. له ځانه سره يي وویل: هغې سرونه او خولې تر خاورو لاندې دي. دا یوازې ته يي چې لا د ژوندو نصیب خورې. پښه يي په رکاب کې نوره هم ټینګه کړه او له آسه را کوز شو. ورو ورو يي د کلا په لورې ګامونه واخیستل، د کلا له شمالي لوري وړې نجلۍ ورته را منډې کړي. همدا چې نژدې ورته را ورسیده نو يي پرې غږ کړ
ـ ای کاکا! کلا ته مه ورځه دا کلا اوس درنه ده. پیریان به درباندې کینې.
خو آس سپور د هغې په خبرو ونه پوهیده. سریې ټیټ اچولی و، نجلۍ لږ وړاندې شوه او یو ځل بیا یې ورته وویل: – ای کاکا! مه ور ځه مه ور ځه! ولا په تا به پیریان کیني. کلا ډیره بده درنه ده.
سړي سر را پورته کړ، د نجلۍ خبرې يي واوریدې او ترې ويي وپوښتل لورې! څه چیغې وهي دلته نژدې راشه.
– کاکا! ته دې خواته راسه(راشه) کلا ته مه ورځه که ور نزدې شوې نو بیا به درباندې بلاوې کینې او ته به هم لکه سورګل کاکا لیونی شي.
سړی حیران دریان په خپل ځای ودریده. نجلۍ ته يي وویل: – نو سورګل لیونی شوی؟
– هو هغه خو لیونی شوی و. یو کال وړاندې يي خپل وراره په ټوپک وویشت او مړ يي کړ، د وراره ورور يي د ده زوی وویشت او مړ يي کړ، بیا یې نورو وروڼو ټولو له کلا څخه کډه وکړه ویل يي کلا درنه سوې ده. اوس هغه ټول له بار شوي، خدای خبر چې چیرته ولاړو په کلا کې هم څوک ژوند نه کوي. وايي کلا بدبخته شوه.
د آس سپور کلا ته وکتل، هغه پخواني برم او شوکت یې تر سترګو نه شو. له ځان سره یې وویل: ما خو لا پخوا ویل چې ټوپک نامرده ملګری دی. له غمه پرته بل څه به چاته ورنکړي. له دې سره یې په آس پښه واړوله خوله یې د آس غوږ ته ورنژدې کړه بیا يي وویل:
ـ ابرشه، ابرشه! تاته وایم له بدهمشین څخه مې په کرړونو میله لیری یوسه. هالته چې څوک د چا د ځورولو، او وژلو فکرنه کوي. خو ابرش ته هم داسې ځای معلوم نه و.