پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهله هراته نړیوالو بازارونو ته په لاس د اوبدل شوو غاليو صادرات...

له هراته نړیوالو بازارونو ته په لاس د اوبدل شوو غاليو صادرات زیات شوي

تاند ( سه شنبه د لړم – عقرب ۶مه) هرات کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولان وایي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې په دې ولایت کې په لاس‌اوبدل شوې غالۍ بهر ته صادر شوي دي.

د یادې خونې اجرائیوي رییس یوسف امین زیاتوي چې، تر دې دمه یوازې د ۲۷۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات شوي دي.

یوسف امین وایي، دغه غالۍ استرالیا، جرمني او اتریش هېوادونو ته صادر شوي دي.

هغه زیاتوي چې په لاس‌ د اوبدل شوو غاليو په صادراتو کې د تېرکال په پرتله ښکاره زیاتوالی راغلی چې په وینا یې، تېرکال د ۱۵۵زرو امریکایي ډالرو په ارزښت غالۍ له هرات څخه صادرې شوې وې؛ خو په روان کال کې دا کچه تر ۱۱۶زرو ډالرو زیاته شوې ده.

په لاس ‌اوبدل شوې افغاني غالۍ د هېواد یو له مهمو کلتوري او اقتصادي محصول بلل کېږي چې، د لوړ کیفیت او طبیعي رنګونو له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړې ارزښت او مینه وال لري.

په هېواد کې دننه په زیات شمېر کسان هم د غالیو د اوبدلو په کارخونو کې په کار بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...