تاند (سه شنبه د لړم ـ عقرب ۶مه) ترکیه کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو دوهم پړاو په درېیمه ورځ هم کومې ملموسې پایلې ته نه ده رسېدلې.
د رسنیو د راپورونو له مخې خبرې په بن بست کې دي.
د سرچینو په وینا، دواړو لورو ونه شو کولای چې په اختلافي موضوعاتو هوکړه ترلاسه کړي، ځکه هر یو لا هم پر خپلو دریځونو او وړاندیزونو ټينګ ولاړ دي.
که څه هم طالبانو تېره ورځ ادعا کړې وه چې دواړه خواوې په ډېرو برخو کې یو تفاهم ته رسېدلي، خو سرچینې وایي مهمو او اساسي اختلافونو دا لړۍ بې له کوم څرګند پرمختګ ختمه کړه.
راپورونه زیاتوي چې د خبرو درېیمه ورځ هم د دواړو پلاوو له لوري نه کومه هیله بښونکې پایله او نه هم نوې موافقه ترلاسه شوې ده.
د سرچینو د مالوماتو له مخې اختلاف یو له اصلي ټکو د پاکستان غوښتنه دا ده چې طالبان دې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر پټنځایونو دننه په افغانستان کې اقدام وکړي، خو طالبانو دا غوښتنه څو ځله په څرګند ډول رد کړې ده.
دغه خبرې اترې په داسې حال کې د بن بست سره مخ شوې دي چې د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې لا هم پر ځای دي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف مخکې خبرداری ورکړی و، که خبرې ناکامې شي، اسلام آباد به اړ شي چې له طالبانو سره جګړه پیل کړي.
په مقابل کې، طالبانو ویلي چې دوی د اختلافونو د حل لپاره د خبرو پلویان دي، خو خبرداری یې ورکړی چې د افغانستان پر خاوره هر ډول تېری به له غبرګون سره مخ شي.