Homeخبرونهترکیه کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې بې پایلې درېدلي

ترکیه کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې بې پایلې درېدلي

تاند (سه شنبه د لړم ـ عقرب ۶مه) سرچینې وایي چې، د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان مذاکرات له کومې پایلې پرته درېدلي دې.

په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو تر دې وړاندې رسنیو په خپلو راپورونو کې د سرچینو له قوله لیکلي چې، د پاکستاني لوري په خبرو کې همغږي نه ښکاري او د دلایلو د وړاندې کولو پر ځای یې د شاتګ تکل کړی او غواړي چې د مذاکراتو میز پرېږدي.

پاکستاني پلاوي په دغو مذاکراتو کې له افغان لوري غوښتي چې دا ورسره و مني چې د ټي ټي پي د برید پر مهال، هغوی حق لري چې پر افغان خاوره برید وکړي.

بل دا چې په لومړي ځل یې دا منلې چې له بهرني هېواد سره یې تړون کړی چې ډرون برید به کوي او د ډرون برید مخنیوي ځکه نه شي کولای چې دغه تړون نشي ماتولای.

نور جزیات له تاند سره وڅارئ…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...