Home+میږه (لنډه کیسه) ژباړه؛ اسدالله بلهار

میږه (لنډه کیسه) ژباړه؛ اسدالله بلهار

زلمی بابا کوهي

د قره قلې میږه بلاربه وه. داسې ښکاریده چې د زیږون وخت یې نژدې و، ځکه چې بیړه او وارخطايي په وجود ګډه شوي وه. په ملا کې یې د دردونو څړیکه حس کوله، وجود یې د تیزې تبې په څیر تودوخي سوځاوه. د دردونو څپې یې په ټول بدن کې خورې ورې وي او د ګیډې په غړو کې یې هم لږ لړزه ترسترګو کیده. میږې د وري حرکت دننه حس کاوه. د هغه له ښوریدو سره به یې درد پیدا کیده. د باندې خواته یې لاره لټوله، په پرله پسي توګه خوځیده او ښوریده. د وري پرله پسي ښوریدلو، د میږې دردونه ډیرول او نوره به یې هم ناارمه کوله. هغه تږې هم وه. اوبو ته یې زړه کیده. غوښتل یې یو سطل سړې اوبه پیدا کړي او ويي څیښې. دومره ډیرې وڅیښې چې تنده یې یو مخیزه ورکه شي او زړګی یې یخ شي، خو اوبه نه وي. څو نورې میږې هم چې د زیږون وخت یې و. د پټ چارګي « اغیل» په اخورونو کې یې پروړې ته کتل. وړاندې یې رمه ولیده چې د غونډیو په منځ کې څري. په شپانه یې سترګې ولګیدې چې د غوجلې له وره سره نږدې ولاړ دی او په لکړه یې تکیه کړي وه. شپانه هسک ته کتل چې د باراني وریځوپه لړو کې پټ و.

میږې رمباړه وکړه او په یوه انډي او بل انډي یې ځان د شپانه خواته وکیښ. کله چې ورته ورنږدې شوه بیا یې بع بع کړل. شپانه په خپله لکړه تکیه کړې وه او په اوږدو چرتونو کې ډوب و. خو چې میږې ته یې پام شو. له خپله ځایه را روان شو او نږدې ورغی په شا یې لاس ورتیر کړ.

د میږې شا توده اوتبه یې وه. وروسته یې لاس د میږې د شا پښو ته ور اوږد کړ هغې لمس کړې لمدې او تودې او ترپام یې پړسیدلې ورغلي. میږې ځان په شپانه پورې ومښه. په نرۍ خو سوان ډوله ژبه باندې یې د شپانه لاسونه وڅټل، شپانه تر شونډو لاندې امم امم وکړ: ځناورې کراره شه… په یوه درنګ کې به له عذابه بچ شي… حوصله کوه نو…
میږې بیا د شپانه د لاسونه څټل پیل کړل. دشپانه لاسونه تروه وو او د دې تنده یې زیاتوله، شپانه میږه په خپل حال پریښوده او غوجلې ته ننوت څو د نورو بلاربو میږو له حاله هم ځان خبر کړي. نورې میږې ښې وي. کرارې او غلي په خپلو خایونو ولاړې او خپل چرتونه یې وهل.

شپون د غوجلې له څلورو دیوالونه را ووت. میږې د ده له شا ورپسي بع بع کړل. شپون ورته راوګرځیده میږې ته ښه ځیر شو له ځانه سره یې وویل: دردونو دا خواره ډیره اوکه کړي ده.! میږه کراره ودریده او شپانه وویل: – تر اوسه پورې دې درد هم نه پیژانده… دا دې لومړی ځل دی چې دردونه ویني…آ؟.. میږې بیا رمباړه کړه او غلي شوه.
شپانه له لږځنډ وروسته وویل: – ښا، لکه چې تږې هم یی؟

میږې بیا پرله پسي بعاع بعاع کړل. داسې لکه چې غوښتل یې ووايي هو تږې یمه او ډیره تږې. داسې بریښیده لکه چې وايي په تنده سربیره ډیره دردمنه هم یم، ته او خدای یو کار وکړه چې ژر له دې درده خلاصه شمه، ته او خدای…

شپانه د سر په ښورولو سره په سرپټي چارګي (پنډغالی) کې نورو میږو ته په اشارې وویل: – هغه نورې هم تږې دي…

یوازې ته خو تږې نه یې چې دومره ناکراره یې… نو خو اوبه نسته زه څنګه وکړم؟ له اسمانه نه را اورې او د ځمکې زا هم نه راوځي… لس ورځي وشوې چې د باران څاڅکی نه دی لویدلی غرونه او بیابانونه وچ دي. بیا یې اسمان ته وکتل، اسمان په تورو اوریځو کې پټ و. د خپل خان د خوشحالولو په خاطر یې، سر وښوراوه او خبرو ته یې ادامه ورکړه: لږ نور هم صبر وکړه، باران اوریږي… خامخا به اوورې. وریځې نه ویني، ورته وګوره څرنګه ځغلي هغوو له ځانه سره اوبه راوړې دي او اوس به اوورې دا دښته او دره له اوبو ډکه کړي… بیا چې هر څوره اوبه غواړې پیدا کیږي… خو میږې لا هماغسې ناکرارې کوله، تندې او دردونو ځوروله. په نس کې وری یې هم هره شیبه ښوریده، چې دهمدې ښوریدو د میږې دردونه لا ډیرول. د میږې سترګې تورېدې د سترګو په شاوخوا کې یې ایرن رنګې ټاپې کښته پورته کیدې. نورې میږې چې د غونډیو په لمنو کې څرښتې دې ته لکه یو لوی ګرز غوندې ښکاریدې. زړه یې په تنګ و. لکه بې هوښه چې وي. نور یې په بدن کې سیک نه وه پاته د غوجلې په څلوردیوالي کې په ځمکه اوږده وغزیده. سر یې دروند او ورباندې ګرځیده. اوس یې نه شوای کولای خپل سر نیغ ونیسي اړه شوه چې سر په ځمکه ولګوي.

د قره قلې د میږې دا لومړنی وار و چې وری یې زیږاوه. دې  لنګوال نه پیژاند. زیږون ورته دردناک هم و. دغه زیږون په دې باندې سر وګرځاوه. هماغسې یې چې خپل سر کښته ځړیده او په پښو باندې تکیه و په  (پټ چارګي) کې یې نورو بلاربو میږو ته کتل، له ځانه سره یې چرت واهه. – که دا نورې میږې هم دردونه ګالي نو بیا ولي کرارې اوچوپې په خپلو ځایونو ولاړې دی ولي ناکرارې نه دی؟ ښايي هغوی به دردونه نه ګالي. خودا څنګه شوني ده چې لنګیږي به او درد به نه لري… لنګوال له درده پرته… نه نه، دا شوني نه ده. دردمنې میږې بیا هم چرت واهه: – ښايي نورې به لږ درد لري. ځکه له دې کاره سره عادت شوې دي. هغوئ ی څو څو ځله لنګې شوې دي. ځینې خو یې په کال کې دوه ځله هم لنګیږي. د میږې کوچني ذهن نور نه شوای کولای چې خپلو چرتونو ته دوام ورکړي.
ناڅاپه یې بې هوښې ډیره شوه او چرتونه هم د پوهیدو وړ نه و.

شپانه یوه خبره کوي او وايي: د میږې په درد میږه پوهیږي، خو د خوارې قره قلې میږې په درد نورې میږې نه پوهیدې ځکه دې ته بې پروا ولاړې وي او کرار کرار یې شخوندونه وهل. په داسې حال کې چې دا له دردونو اوښته را اوښته او لکه مار غوندې تاویده. شپون چې د غوجلې د وره خواته ولاړ و او د میږې ناکرارې یې لیده، میږې ته نږدې راغی. په سونډک یې لاس ورتیر کړ بیا یې تر شونډو لاندې وویل: – خواره کۍ تندې او که دردونو ډیره یې ناکراره او بې طاقته کړې یې…؟ هان کوم؟

   میږې حرکت ونکړ، بعاع یې هم ونکړه. همداسې اوږده غځیدلي وه او دردونو بې واکه کړې وه. شپون ناارامه شو. لکه چې زړه یې پرې وسوځیده. تندی یې ګونځي شو او له میږې څخه لرې لاړ. بیا غوجلې ته ننوت شیبه وروسته له یوې تالۍ اوبو سره راووت او میږې ته نږدې ورغی. د اوبو تالۍ یې د میږې سونډک ته ور نژدې کړه. په خپل ځانګړې انداز کې نری شکیلکی ورته وکړ بیا یې وویل: هوت هوت… وچیښه وچیښه چې زړه دې ورباندې یخ شي.!

میږې سر راپورته کړ. د اوبو تالۍ یې بوۍ کړه. بیا یې په تلواره اوبه وڅیښلې. شپون موسکی شو او ویې ویل:
هوت هوت.. میږې! ته پوهیږي.. دا مې د خپل ځان له پاره ساتلې اوبه وي… څنګه وکړم… زړه مې در باندې وسو… که باران ونه اوریده… زه به هم له تندې مړ شم… اوبه په تالۍ کې کښته کیناستې خو د میږې تنده ماته نه شوه. هغه لا هم تږې وه. بیا یې هم اوبه غوښتې خو اوبه نه وي.

    شپون را پورته شو او تشه تالۍ یې ورسره  دننه یوړه. میږه هم چې یوڅه یې په بدن کې سیک پیدا شوی و راپورته شوه. کرار کرار د سرپټی چارګی خواته لاړه. په ډیر زحمت یې خپل دردمن ښنګري له ځمکې پورته کول. ملا یې خوږیده. پښو یې هم درد کاوه او بیا څو شیبې وروسته میږه د ګومتبې دننه وه. له نورو میږو لږ وړاندې ولاړه وه. خپل سونډک  یې د باد لورې ته نیولی و. د باد شیبه په شیبه تیزیده. چې ورسره د پسرلني باران څاڅکې هم را اووریدل. د باران ساړه څاڅکې د میږې په تودو او تبې لرونکو وړیو کې ور ولویدل. میږه د باران په اوریدو خوشحاله شوه. سونډک یې پورته ونیو څو چې باران یې په سراومخ باندې اوورې. د دې زړه غوښتل چې باران همداسې اووري او اووري ترڅو یې تودوخه چې ټول بدن یې ورسوځاوه سړه او کښته کړي. شپون هم په خوشحالي له سمڅې د باندې را ووت. خپلې درنې څپلۍ یې په پښو کړې وي لکړه یې هم په لاس کې وه او خپل اوږد کوڅی یې په اوږو اچولی و. باران شیبه په شیبه پسې تیزیده. رمه له شپانه وړاندې څریده. دی ورپسي ورغی چې راویې ګرځوي. په پټ جارګي کې ټولې میږې کرارې ولاړې وي.

د میږې د زیږون وخت را نژدې شوی و. دا له د یوال سره په ځمکه پریوته، ځمکه لمده وه، دا چې توده ګیډه یې له لمدې ځمکې سره ولګیده ارامي یې حس کړه. ډیر وخت لا نه وه تیر شوی چې له خپله ځایه بیرته پورته شوه. تاوو راتاوو شوه، تیګاه یې وهله، اخر یې زیږون وشو. د وري لومړی سر بیا د مخې پښې او وروسته ټول بدن را ووت. د میږې سترګې روڼې شوې. د خوښۍ نه یې رمباړه وکړه. بعاع… ژر ژر یې د وري څټل پیل کړل.

نوی زیږیدلی وری ډنګر او وړوکی و. ککړ او لامده پوستکي یې ژیړه طلايي رڼا کوله. وري چې غوښتل له ځمکې پورته شي، واړه ښنګري یې په لمده ځمکه وښویدل او بیرته ولویده. وری چې ولویده، بعاه یې کړه دا یې نو لومړنۍ رمباړه وه چې تر ستونی یې را ووته. داسې لکه غوښتل یې چې اعتراض وکړ، سرکښي د لویدو په وړاندې او د کمزوري او بې سیکه ژوند په وړاندې غبرګون.

***

     میږي خپل وری څاټه او د باران سړو او رڼو څاڅکو دوی دواړه منځل . باران په کوچینو لښتیو او شیلو کې چې له شاوخوا غونډیو څخه را بهیده او ډنډونه یې جوړول.  په رمه پسې تللی شپون بیرته راغی، له کوڅي یې اوبه څڅیدې درنې څپلۍ اوپټکی یې لانده وو. میږې یې چارګي ته ننیستې، سترګې یې د میږې په نوي زیږیدلي سورمايي رنګه وري ولګیدې. شونډې یې ویړې شوې او ژیړوزمه غاښونه یې ښکاره شول.

په بیړه د وري په خوا ور رهي شو. میږې لا هم څاټه. وری یې له ځمکې راپورته کړ. په لندې او ککړې شاه یې لاس ورتیر کړ. وری لړزیده. بدن یې نرم و. داسې نرم لکه وریښم. لکه د اسفنج ټوټه، د شا ګاړګوتۍ وړۍ یې لکه چینچیان چې څنګ په څنګ سره ویده وي. تاوو تاوو وي.

شپون تر شونډو لاندې څه وویل:

– امم دا خو دې ښایسته او کمساری وری وزیږاوه داسې وری بلې کومې میږې نه دی زیږولی… هرومرو به یې پوستکی بای په پینځه یا شپږ زره خرڅ کړي… بای ډیر خوشحاله کیږي چې د یوه وري دومره پیسې په ګوتو ورشي… او پیسې یې نورې هم ډیریږي… هی هی… ارمان دا وری چې لا یې د دنیا د هوا مزه نه ده لیدلي او مري… افسوس… نو زه څه کولای شم. که مې څه وس وای کله مې حلالاوه؟
شپانه وری ورسره واخیست او له میږې وړاندې لاړ.

میږې رمباړې وهلي. بعاه بعاه… او په شپانه پسې روانه شوه. شپون سمڅې ته ننوت له څه وخت وروسته له سمڅي څخه را ووت، په لاس کې چاړه وه چې لا هم ورباندې د وچې ویني څاڅکي پراته وو. میږې بیا هم بعاه رمباړه وکړه خو شپانه هغه وشړله او چیغه یې کړه:

ځه… دا نو اوس ستا وری نه دی… دا د بای ده… زه خو مجبوره چې د بای حکم ومنم دا به حلالوم او پوستکی به یي…

میږه نه تله او رمباړې یې وهلي. خپل وری یې غوښت. هغه وری چې دې یې له امله ټول دردونه وزغمل. هغې ټول سخت دردونه یې منلی و. څنګه یې کولای شوای چې هغه ده ته ور پریږدې او لاړه شي.

شپون لا هم روان و. چې د میږې له سترګو لرې وری حلال کړي پوستکی یې وباسي. خو میږه لا هم پسي روانه وه. بیا یې د شپانه له شا ورپسي رمباړه کړه. شپون بې حوصلې شو. مخ یې ورته را واړه. پر سر یې په لرګي ووهله، د میږې سترګې تورې شوې او په خمکه ولویده.

شپون له چاړې او وري سره له غونډۍ مخ په کښته لاړڅو هالته وری حلال کړي. میږه همداسې بېسیده په ځمکه پرته وه او سر یې ګرځیده. هغه په دې نه پوهیده چې شپون به یې له وري سره څه کوي. هغه خبره نه وه چې وری به یې ورته وژني او پوستکی به یې ترې باسي. پوستکی یې بای خرڅوي او غوښه یې خوري. شپون له وري سره له غونډۍ کښته شو. د باران د ډنډ خواته یې وری په ځمکه کیښود. وري په لړزیدلي غږ بعاه رمباړه وکړه. ښايي په دې به پوه شوی و چې شپون یې وژني. یا به ښايي وږی و او خپله مور به یې غوښته چې ورته شیدې ورکړي او یا به یې هم ساړه کیدل. باران لا هم اوریده. د باران څاڅکې د شپانه د پزې له څوکې څڅیدل.

شپون د وري کوچنۍ او کمزوري پښې تر خپلې درنې څپلۍ لاندې کړي او بیا یې د چاړې په نرۍ او تیره څوکه باندې خپله ګوته کراره کراره تیره کړه. څو وپوهیږي چې تیره ده او کنه، چاړه تیزه او غوڅونکې وه. شپون آرام و، چاړه یې د وري په نازکه مرۍ کیښوده.

د وري نبض ژر ژر کښته پورته کیده. سترګې یې چولې او غټي را وتلې وي. غاړه یې لکه د کوترې غاړه چې باز وهلي وي د شپون تر غوټو ګوتو لاندې غورځیده. د خپل ځان د خلاصون له پاره یې هڅه کوله پښې یې وښورولې دوه درۍ ځله یې بع بع کړل. ښایي په همدې سره یې غوښتل چې مور یې ورسره مرسته وکړي څو یې د شپون له غښتلو ګوتو څخه وژغوري. یا به یې ښايي شپون ته زارۍ اوجګۍ کولې چې له وژلو یې تیر شي.

شپون مخکې له دې چې د وري غاړه ورپرې کړي، وري ته وویل: – زه نو څنګه وکړم له مجبوري دي حلالوم… د ما خو زړه  نه درباندې کیږي… ته د بای مال یې او بای دي وژني…آه وری جانه!.

بیا يي چاړه ورباندې تیره کړه او د وري غږ یې په ستوني کې ور وچ. سړه چاړه د وري په تودو او سرو وینو رنګ شوه. وري نور بې حرکته شو. د وري د وینو رنګ په وچه مرغه باندې پلن شو، د باران څاڅکې له وینو سره یوځای او په بهیدو شول.

په همدې شیبه کې میږې همدې ځای ته ځان را ورساوه. سترګې یې په ځمکه باندې د وینو په یوه توده او سره لیکه ولګیدي چې په یوه وړه شیله کې د ډنډ په لوره غځیدلي وه. میږي د وینو لیکه بوۍ کړه، د وري وینه یې وپیژندله. د زړه له تله یې زړه بوږنوکي رمباړه بعاهء وکړه. د میږې د رمباړانګۍ په دښته او غونډیو او تپو کې خوره وره شوه. میږې وینه وڅټله. وینه تروه وه او د میږې تنده یې نوره هم زیاته کړه. پای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...