جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهادبي کره کتنه څه شی ده؟| سیروس شمیسا

ادبي کره کتنه څه شی ده؟| سیروس شمیسا

ژباړن: مصطفی صفا

کوم تعریف چې پخوانیو پوهانو ادبي کره کتنې ته ورکاوه، د اوسنیو پوهانو له تعریف سره توپیر لري. د پخوانیو له نظره په عمومي توګه ادبي کره کتنه دا وه، چې د یوه اثر عیبونه رابرسېره کړي. د ساري په ډول دوی به څرګندوله، چې د اثر الفاظ څه وضعیت لري، یا یې معنا او محتوا له کوم بل اثر څخه اغېزمنه ده. په همدې ترتیب ادبي کره کتنې په ټولیز ډول د لفظ او معنا له لوړو ځوړو څخه خبرې کولې، چې دغه مفهوم په خپله د نقد «کره کتنې» له لغت څخه راوځي او دا ځکه چې نقد له ناکره څخه د کره د بېلولو په معنا دی. ددې موضوع توضیح دا ده، چې په پخوانیو زمانو کې دوه ډوله پیسې وې. د سپینو زرو «درم» او د سرو زرو «دینار»، هغه مهال به ډېر کله د سروزرو په پیسو کې درغلي کېدله او له هغو سره به یې مس ګډول، په لومړیو کې به په سروزرو کې د مسو پېژندل خورا ستونزمن وو، خو د وخت په تېرېدو سره به مسو لږلږ توروالی پیداکړ… له دې مخې په لویو تجارتي معاملو کې به سره زر صراف ته وړل کېدل، څو د هغو سوچه والی معلوم کړي. په بازارونو کې به د صرافانو ګڼې هټۍ وې، صرافان به په خپلو زرکاڼیو باندې د زرو سموالی او ناسموالی معلوماوه، نو همدا لامل شو، چې ادبي اثار له سروزرو سره تشبیه کړل شول، چې ممکن په ادب کې هم ناسم توکي شتون ولري، چې ادبي نقاد یا کره کتونکی یې په خپل ادبي مِحک یا زرکاڼي باندې پېژندلی او جلا کولی شي. په دې بنسټ لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، د پخوانیو کره کتونکو کار زیاتره د ضعیفو ټکو څرګندول وو… په پخواني لوېدیځ کې هم خبره همداسې وه، د نقد یا criticism په باب د «وبسټر» په فرهنګ کې راغلي: «د نقادۍ عمل، عیب پلټنه ده.» خو جالبه لا دا وه، چې دغه لغت هم له critertion سره چې یوناني اصل یې krinein دی تړاو لري او معنا یې هماغه د صراف د سنجونې آله، مِحک یا زرکاڼی راځي… خو په نوي عصر کې له ادبي کره کتنې څخه موخه د اثر د عیبونو بیانول نه دي «که څه هم دغې مسئلې ته اشاره وکړي» ځکه ادبي کره کتنه د لومړۍ درجې اثارو په شننه او سپړنه لاس پورې کوي، چې په دارنګه اثارو کې د ضعف د ټکو پرځای د هغو د قوت ټکي مهم ګڼل کېږي. ادبي کره کتونکي هڅه کوي، چې د اثر په تحلیل او تجزیې سره لومړی د هغه جوړښت او معنا د لوستونکو لپاره روښانه کړي او دویم هغه قوانین توضیح کړي، چې د نوموړي اثر د لوړتیا سبب شوي دي. نو ځکه ادبي کره کتنه له یوې خوا د یوه اثر په توضح کې د ادبي قوانینو کارول دي او له بلې خوا د داسې مهمو اړخونو رابرسېره کول دي، چې په هغه اثر کې پټ پاتې وي. «الیوت» په خپله یوه مقاله کې چې «فردي وړتیا او دود» نومېږي وايي: ادبي کره کتنه کومه پرځای ولاړه او تړلې پروسه نه ده، زموږ له خوا د پخوانیو اثارو تعبیرول او تفسیرول، تل هغه ته بېله معنا وربښلی شي.

ادبي کره کتنه یوه خلاقه کړنه ده او ډېری ادبي کره کتونکي هم د ادبي اثر د پنځګر په اندازه د ذوق او خلاقیت خاوندان وي. په دې توپیر چې شاعر او لیکوال په شعوري او ضروري توګه د ادبي علومو له ټولو فنونو او معیارونو سره اشنا نه وي، په داسې حال کې چې ادبي کره کتونکی باید په دقیق ډول له یادو مسایلو سره اشنا وي، ترڅو د یوه ادبي اثر په سپړلو کې له هغو څخه د خپل تحلیل او تفسیر د وسیلې په توګه کار واخلي. له همدې امله باید له ادبي کره کتنې څخه د ادبیاتو په پراختیا کې مرسته وغواړو، ځکه چې په کره کتنې سره ادبي علوم بدلون مومي او ورباندې ژوندي پاتې کېږي. ادبي کره کتنه د اثارو په ارزونه کې له داسې وسایلو ګټه اخلي، چې په هغو سره سولېدلي او بې خونده توکي له ادبه لرې کېږي، په همدې هیله نوې لارې چارې کشفوي او د یوه هېواد پر ادبي جریانونو لورېینه کوي. لوستونکي د ادبي کره کتونکو په مرسته داسې معیارونه په لاس راوړي، چې په هغو سره د اوچتو اثارو د پېژندنې زمینه برابرېږي او همداسې د سرسري او معمولي اثارو خامۍ ورته په ښه بڼه څرګندېدای شي. دغه لړۍ ددې لامل کېږي، چې ټول ادبي او فرهنګي جریانات په سم مسیر کې حرکت وکړي او حق په حقدار وسپارل شي.

له بله اړخه ډېرکله ادبي کره کتونکی د لوستونکي او لیکونکي ترمنځ د اتصال د کړۍ حیثیت غوره کوي او ددې لامل کېږي، چې د لوستونکي لپاره د ادبي اثر ځینې پېچلتیاوې لرې او د هغو د سمې پوهېدنې وړ وګرځوي. اوچت اثار معولاً د اوچتو ذهنونو خاوندان ستايي او عام وګړي هم پرته له دې چې د یادو اثارو پرمعیارونو پوه شي، د پوهو خلکو د ذوقونو پیروي کوي او نوموړو اثارو ته درناوی کوي. کره کتونکی د ادبي اثارو د ارزونې او سپړنې له لارې د هغو د شهکارۍ لاملونه څرګندوي او په غیرمستقیم ډول لوستونکو ته ورښيي، چې کوم اثار د ارزښت وړ دي. په هغو هېوادونو کې چې ادبي کره کتنه زیاته دود ده، د لیکوالو، شاعرانو او فرهنګي بهیرونو حالت غوړېدلی او خوندور دی، هلته د چا په کمال سترګې نه پټېږي او نه جعل کاریو او ناسمو ګټو اخیستنو ته لاره هوارېږي.

اوسمهال ادبي کره کتنه په دومره چټکتیا سره د بدلون په حال کې ده، چې وېره شته خپل نوم او ځای به یوه بل نظام ته چې «ادبي نظریې» باله شي پرېږدي. ادبي نظریې د بېلابېلو ادبي مسائلو په باب د اندونو او فکرونو مجموعه ګڼل کېږي، چې د یوه ادبي اثر جوړښت، د هغو د روایت مختلفې لارې چارې، پر ادبي اثر پوهېدا، د کرکټرونو ډولونه، د موضوعاتو رنګارنګۍ، ادبي ژانرونه او لسګونه نورې مسئلې په خپله لمن کې رانغاړي.

په هرحال اوسمهال دا دوې مسئلې دومره یو او بل ته سره ورګډې شوې، چې د پخوا پر خلاف له ادبي نظریو پرته د ادبي کره کتنې پروسه ناممکنه بلل کېږي او کله ناکله خو ادبي کره کتنه د ادبي نظریاتو له لیدلوریو اثارو ته ګوري. ددغو ادبي او فلسفي نظریو په ځینو برخو کې لکه هرمونتیک او جوړښت ماتونه، لومړی مؤلف له صحنې وباسي او دویم د نه قاطعیت په صورت کې د کار معنا ارزول کېږي. چې ویلی شو، د لوستونکو د شمېر په اندازه معناوې لرو، نو ځکه په خپله متن نور څه نه دی، بلکې هرڅه چې دی، د لوستونکي له نظره دی. په دې حالت کې د کره کتوني او لوستونکي ترمنځ توپیر هم له منځه ځي. په دغه برخه کې ترټولو مهم د ډیمان Deman بحثونه دي، چې په ۱۹۷۹م کال کې یې د «ړوندتوب او لیدنې» په کتاب کې راوړي. نوموړی په دغه کتاب کې وايي: کره کتونکی په یوه متن کې د ناسمې لوستنې او ناسمې پوهېدنې پر وخت د ړانده رول لري، خو وروسته چې خپلې ستونزې هوارې کړي، د لیدونکي بڼه راخپلوي. باید پټه ونه ساتو، چې نوې ادبي کره کتنه په داسې م��ائلو کې د افراط لمنه نیسي، هغه دا چې مخکې له مخکې باید د لیکوال له مقصد څخه خبر ولرو، ترڅو د هغه اثر راوسپړلی شو. دا خبره ترډېره هوايي غوندې ښکاري، دا ځکه چې له هغه متن څخه چې په لاس کې یې لرو، بل هېڅ ښه سند نشته، له بلې خوا چې وايي، په هېڅ وجه نه شو کولی، د مؤلف ذهن ته نږدې شو هم چندان د باور وړ نه ده.

اصلي خبره دا ده، چې په دقت او تلاش سره کولی شو، له یوه اثر سره اشنا شو او د یوه قاضي په څېر ممکن د یوه تورن له تیت پرک او ضدو نقیص خبرو څخه حقیقت رامعلوم کړو. په دې بنسټ ویلی شو، د اوسنۍ او دودیزې کره کتنې ترمنځ زیات واټن لیدل کېږي. په ځانګړې توګه دغه توپیر د هغوی په روشونو کې دی. «هوف» دری مرحلې د ادبي کره کتنې په تحول کې معرفي کړې دي:

۱: دودیزه مرحله، چې په هغه کې د یوه شعر معنا، د هغه مدلوله معنا ده، یعنې هغه څه چې شعر یې وايي، د لږو او ډېرو نورو مبهمو او شاعرانه کیفیاتو ترڅنګ بیانېږي.

۲: سمبولیستي مرحله، چې په هغه کې شعر یوه مکاشفه ده او د هغو پر چلند باندې کار نه لري، بلکې هغه شیان چې نه یې وايي تعقیبوي.

۳: د نوې کره کتنې مرحله، چې تر ډېره د یوه اثر سمبولیکه بڼه تحلیلوي او کره کتونکی هڅه کوي، د شعر جوهر او مکاشفوي جوړښت راوښيي…

زما په نظر پردغه دریو مرحلو باید یوه بله مرحله چې ادبي او فلسفي نظریه ده ورزیاته کړو. ادبي کره کتنه د ادبي اثر د سرچپه ویلو او بل ډول کولو په معنا نه ده، بلکې د یوه اثر دقیقه لوستنه او هوښیارانه مطالعه ده. فرمالیستان وايي، په متن کې دقت او ژاک دریدا وايي، په دقت کې تاکید. په همغه دودیز حالت کې هم د اثر دقیقه لوستنه مهمه ده او همدارنګه د یوه اثر د پټو هنرونو رابرسېره کول، د اثر ارزښت په ګوته کول او له اجتماعي او سیاسي مسائلو سره تړاو ورکول، د ادبي کره کتنې خواوې دي.

په هرحال د ادبي کره کتنې په هکله دومره خبرې شوې، چې اوسمهال د ادبي مطالعاتو یوه برخه ګرځېدلې ده. د مثال په ډول «رولان بارت» د ادبي کره کتنې په باب په خپلو مستقلو اثارو او نورو لیکنو کې خورا جالب بحثونه کړي دي. په ټولیز ډول ویلی شو، چې هر ادبپوه او د نظرخاوند اړ دی، چې د خپل کار د پرمختیا لپاره د کره کتنې لمن ونیسي. د یادولو وړ ده، چې له ادبي کره کتنې څخه د هغه تاریخي رول ته په کتو ډېرې هیلې درلودلی شو. د یوه اثر نیمګړتیاوې ښودل، یو اثر ستایل، د یوه اثر شننه او سپړنه، یوه اثر ته له بلې زاویې کتل، د اثر له لوستلو څخه خپل تاثیرات بیانول او نور… دا هغه طمعې دي، چې په هره دوره کې توپیر لري او د کره کتونکي په فلسفه او سلیقه پورې اړه لري. مثلاً «میشل فوکو» په خپله مشهوره مقاله کې چې «مؤلف څوک دی؟» نومېږي، کره کتنه داسې تعریقوي:«د کره کتنې دنده له مؤلف سره د اثر د مناسباتو څرګندونه نده او نه د متن له لارې د کوم فکر او تجربې د رغولو هوډ لري، بلکې دا ده، چې ادبي اثر د جوړښت، ذاتي بڼې او باطني مناسباتو له مخې تحلیل کړي. په دغه ځای کې دا مسئله رامخې ته کېږي، چې اثر څه شی دی؟» څرګنده خبره ده، چې له کره کتنې څخه دغه تلقي د «لوکاچ» په څېر د یو شمېر نورو پوهانو له نظره ستونزې لري.

په کره کتنه کې زما سلیقه له ادبي تفسیر څخه عبارت ده، چې هغه هم بېلابېل ډولونه لري. یو ادبي کلام د جملو او کلمو ترمنځ د معنايي او لفظي اړیکو هغه شبکه ده، چې په شعوري او غیرشعوري توګه رامنځته کېږي. ادبي تفسیر په پخواني تعبیر سره د جملو او کلمو ترمنځ د همدغو لفظي او معنوي اړیکو توضیح او تشریح ده. خو نوی ادبي تفسیر ددغه روابطو د بېلتون او د نورو روابطو د رامنځته کولو په معنا دی. دا ځکه چې یو ځل یو ادبي متن له منجمد حالت څخه ایستل کېږي، ویلې حالت ته بېول کېږی او له دې وروسته یوځل بیا شکل او بڼه نیسي. دغه دویمه بڼه چې یو بل پوهاوی دی، ممکن له لومړي پوهاوي سره یا هغه تشکیل سره چې لیکوال ایجاد کړی توپیر ولري. خو دا چې ادبي کره کتنه علم دی او که نه؟ یو بحث دی، یعنې ایا کېدای شي، د ادبي کره کتنې زده کول له یوه کس څخه کره کتونکی جوړ کړي؟ ایا ادبي کره کتنه کوم ځانګړي اصول، حدود او قوانین لري؟ او که غوره به وي، چې هغه یو ډول ادبي نظام وبولو؟

په ټولیزه توګه ادبي کره کتنه کومه ځانګړې پوهنه نه په ګوته کوي، ځکه که هرڅومره د اصولو او موازینو زده کړه د محصلانو او د فرهنګ د لارویانو پر ذهن مثبت وکړي، خو بیا هم تر ډېره ورنه ادبي کره کتونکی نه شي جوړولی. ددغه شي په لاسته راوړلو کې پوهه، خلاقیت او ذوق هم اړین دي. دا ځکه چې د ادبي کره کتنې زیاته برخه په ادبي انواعو ورګډېږي. له معاصرو ادبپوهانو څخه «رولان بارت» هغه څوک دی، چې ادبي کره کتنه له ادبي اثر سره او کره کتونکی له پنځګر او هستونکي سره همغاړی ګڼي.

ادبي کره کتونکی باید د ادبي اثارو او ادبي نزاکتونو د اشنایۍ ترڅنګ، کتاب لوستی انسان وي او له ګڼو نورو پوهنو لکه سیاست، مذهب، ټولنپوهنه، ارواپوهنه او تاریخ سره تر یوه بریده اشنايي ولري. څرنګه چې زیاتره ستر ادبي اثار یوازې د ادبیت له مخې نه دي مشهور شوي، بلکې په هغو کې زیاتې داسې باریکۍ شته، چې ورباندې پوهېدل هر اړخیزو معلوماتو ته اړتیا لري. د الیوت په نظر، ادبي معیارونه یوازې دا څرګندوي چې اثر ادبي دی او که نه، خو د یوه اثر عظمت یوازې پر ادبي معیارونو نه څرګندېږي.

د مثال په ډول ایا د شاهنامې ارزښت یوازې د ادبي مسایلو له امله دی؟ په دغه ځای کې د رضاقلي خان هدایت او وحید دستګیري په شان په تېروتنې سره نظامي تر فردوسي نه زیات د ارزښت وړ بولو، خو دا مسئله داسې اسانه نده. فردوسي په داسې وخت کې چې کورنۍ ماحول یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وه، د خپلو نیکونو د عظمت او کارنامو روح پکې پو کړه. کره کتونکی باید د ایران د تاریخ دغې ځانګړې دورې ته په کتو د شاهنامې رول په نظر کې ونیسي. زما له نظره دغې مسئلې ته یوځواب دا کېدای شي، چې ادبي کره کتنه ورته پر دوو برخو «نظر او عملي» باندې ووېشو. نظره کره کتنه علم دی او عملي کره کتنه صناعت او پنځونه.

ادبي اثارو ته کتنه په ښه ډول ښودلی شي، چې په دې ډول اثارو کې د ادبیاتو د څرنګوالي او د سبکونو د مشخصاتو په باب څرنګه خبرې شته. د ارسطو بحثونه په محاکاتو او پېښو کې، د روسي فرمالیستانو بحثونه د کلام په ادبیت کې، د جوړښت پالانو نظریات… دغه ډول مطالب په نظري کره کتنه کې راځي، چې عملي جنبه هم پیدا کولی شي او د اثبات، رد، فحص او بحث وړکېدلای شي، خو عملي کره کتنه بیا داسې طریقې لري، چې کره کتونکی د خپلې سلیقې، ذوق او توان له مخې د اثارو په سپړنه لاس پورې کوي او په هغه کې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د نظري کره کتنې له بحثونو څخه ګټه اخلي. د کره کتنې دغه ډول علم نه دی، ځکه چې هغه بل چا ته ورښودلی نه شو…

یوه بله مسئله «چې معولاً په دې اړه پوښتنه کېږي» دا ده، چې ایا ادبي کره کتونکی کولی شي، تر کار د مخه کومه ځانګړې طریقه او نظریه وټاکي؟ ددغې پوښنې ځواب تریوه بریده اوږد راځي. په لومړیو کې کولی شو، یو اثر د بلاغت، فن او لغوي جوړښت له مخې وارزوو. دویم د ځینو ادبي اثارو سبک او ژانر د کره کتونکي لیدلوری ټاکي. یعنې ځانګړې کره کتنه غواړي، مثلاً د صادق هدایت د ړوند کونګ یا بوف کور د اثر کره کتنه له ارواپوهنیز او اسطوروي کره کتنې سره جوړېږي… دریم ادبي کره کتنه یو داسې نظام دی، چې کره کتونکي ته د بېلابېلو نظریو په مطرح کولو سره بېلابېل ذهني تصویرونه او نظرونه وربښي او ادبي کره کتونکی د یوه خلاق او علاقه من شخص په توګه په آزاد لاس کولی شي له بېلابېلو طریقو څخه ادبي اثر ته کتنه وکړي او له هر ډول وسیلې څخه ګټه پورته کړي. د مثال په توګه، په ارواپوهنیزه کره کتنه کې د یوه اثر ادبي او فني اړخونه چندان په نظر کې نه نیول کېږي. لکه پورته چې یاد شو، که چېرې یو کره کتونکی د ړانده کونګ «بوف کور» په ارواپوهیزه اروزونه کې تشبهاتو او د هغو څرنګوالي ته دقیق شي، کومه د تېروتنې وړ خبره نه ده… په داسې حال کې هم کره کتونکی د علمي اصولو په رعایت کې آزاد دی، ترڅو په ټولو شته امکاناتو سره د اثر په لور ولاړ شي.

داسې کره کتونکي هم شته، چې په خپل تحلیل کې د لوستونکو د توقع خلاف له یوه داسې روشه ګټه اخلي، چې په هېڅ وجه یې اټکل نه وي شوی. مثلاً د یوه هنري اثر جوړښت داسې سره شاربي، چې په اثر کې یو نوی جوړښت راپه ګوته کوي او لوستونکي له نوي پوهاوي سره مخ کوي. هماغسې لکه د جوړښت ماتونې deconstruction په بحث کې چې ورته اشاره وشوه.

په ټولیز ډول باید په پام کې ولرو، چې ادبي کره کتونکی باید په خپله ارزونه او شننه کې یو منظم او واحد سیستم جوړ کړي، چې په هغو کې د متن ټولو پوښتنو ته په منظمه توګه ځواب وویلی شي او د بحث هېڅ برخه له بلې سره په تضاد کې واقع نه شي. د ساري په توګه داسې نه شي، چې د اثر په توضیح کې یو ځای له مذهب سره وتړل شي او بل له کفر سره. یا لیکوال په یوه مخ کې عارف کړي او په بل کې کمونیسټ او له دې مخې خپل ناسم ذهنیت د ادبي اثر د جوړښت په پوهاوي کې د لیکوال ستونزه وګڼي.

خو دا باید ونه ګڼو، چې ادبي کره کتونکی خپله وروستۍ او لومړۍ خبره کوي. هر کتنه او هره نظریه تفسیرېږي. د «رامان سلډن» په وینا د «بارت» رایې ته په کتو باید ووایو: (هر نظام «مارکسېزم، فرمالېزم، جوړښت پالنه، ارواشننه…» چې پر متن تطبیق کړو، یوازې یو یا څو تفسیره د متن له اوچتو سپړنو څخه فعالولی شو.) دغه بحث د ادبیاتو د تعریف او د نورو اصطلاحاتو او مفاهیمو په برخه کې هم صدق کوي. خو باید په دومره سادګۍ سره هم ونه انګېرو، چې یوازې د یوه ادبي مکتب د ځینو غړیو د مفکورو پربنسټ په پرېکنده ډول ووایو، چې ادبیات څه شی دي او د ادبي اثارو ځانګړتیاوې څرنګه دي؟ دا سمه ده، چې له دغو نظریو څخه هره یوه تر یوه بریده د یوه اثر ادبي توب څرګندوي او نوي اصطلاحات او مفاهیم مطرح کوي، مګر په ټوله کې له دغو نظریاتو څخه هېڅ یوه هم جامع او بشپړه نه ده. بلکې هماغسې لکه فرنګیان چې وايي، د ادبیاتو یو داسې ډول ګڼل کېږي، چې له ادبي مسائلو سره د ځانګړو روشونو له مخې مخامخ کېږي. په دغه برخه کې ترټولو غوره مثال پخپله د ادبیاتو مفهوم دی، چې په هېڅ فرهنګ او نظریه کې هغه ته کوم ټولمنلی تعریف نه دی ورکړل شوی. مثلا، «کاډن» د ادبي اصطلاحاتو په فرهنګ کې په دې اړه لیکلي، ادبي اثار هغه دي، چې اوچت کیفیت لري! دا چې لږ نوره هم روښانه شي، د همغه کتاب متن رانقلوو: (ادبیات یوه مبهمه اصطلاح ده، چې معمولاً د هغو اثارو لپاره کارول کېږي، چې یو له مهمو ادبي ژانرونو لکه حماسو، نندارلیکونو، لنډو کیسو او نورو په چوکاټ کې وړاندې شوي وي. خو که چېرې وغواړو، چې یوه ادبي اثر ته له غیر ادبي اثارو سره توپیر ورکړو، باید د ځینو کیفي توصیفاتو څرګندونه یې وکړو. د مثال په ډول د جورج الیوت داستانونه ادبي دي، خو د جیمزبانډفلمینګ لیکنې دغه ځانګړتیا نه لري. داسې ګڼ اثار شته چې هغه کوم ځانګړی ادبي ژانر ته نه شو منسوبولی، خو ادبي یې ګڼلای شو، ځکه په اوچته بڼه لیکل شوي او د ښکلا او هنریت څرک پکې لګېږي.» کاډن ورپسې لیکي، زه په همدې ډول په تصادفي بڼه د لاندې اثارو نومونه اخلم، چې ټولو ته یې ادبي ویلی شو: «د سنټ اګوستین الهي مدینه، د اراسموس د لېونتوب ستاینه، د ډیکارت د عقل پر روش خبرې، د برکلې افلاطني مکالمات، د ګیبون اثر د روم د امپراطورۍ سقوط، د پرسکوت د مکزیک د فتحې تاریخ او د ډاروین مشهور کتاب د انواعو اصل…»

زه هم د همدې قیاس له مخې د فارسي ادب څو مثالونه وړاندې کوم: «د طبري تفسیر، د بیهقي تاریخ، خوان الاخوان، د مولوي مثنوي، کشف الاسرار، ګلشن راز…» دا چې کاډن د شکسپیر له دېوان او د جویس له داستانونو څخه یادونه نده کړې، ما هم د حافظ له دېوان او د صادق هدایت د داستانونو یادونه ونه کړه، دا ځکه چې د هغو په ادبیت کې هېڅ شک او شبهه نشته. مګر دا چې ادبي کره کتنه د پخوانیو په اند د ادبي علومو یوه څانګه وه او که نه؟ باید ووایو، چې بلې وه، خو د سبک پېژندې په څېر نه وه، چې یوازې مفهوم یې د پخوانیو په ذهن کې ؤ او نور یې د کومې منظمې او مشخصې پوهنې په څېر شتون نه درلود. ادبي کره کتنه هم په لوېدیځ او هم په ختیځ کې له ډېرې پخوا څخه لږوډېر د څه مستقلې پوهنې په توګه مطرح وه او یو شمېر خلکو پکې نوم پیدا کړی ؤ. په هرحال د بلاغت د عالماؤ یو تمایل ادبي کره کتنه وه.

د کره کتنې د نثر په اړه به بده نه وي، چې ووایو، دغه نثر باید ساده، روښانه او علمي وي. په اېران کې دود ده، د ادبي او هنري نثرونو په ستاینه او غندنه کې له طنز څخه کار اخلي. په داسې حال کې چې ادبي کره کتنه په بنسټیزه توګه لومړی د ستاینې او عیب پلټنې سره تړاو نه لري او ډېر کله یې هدف د یوه ادبي اثر تحلیلول دي. دویم د ستاینې یا غندنې په وخت کې هم باید روښانه او مدللې خبرې وشي. فرنګیان د ادبي کره کتنې نثر ته Expository prose وايي. یعنې هغه نثر چې توصیفي او ارتباطي وي او استدلالي جنبه لري او د مطلب د جزیاتو په نظر کې نیولو سره مخ پر وړاندې ګام اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب