سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ګڼو سیمو کې د ورښتونو او سیلونو وړاندوینه شوې

د افغانستان په ګڼو سیمو کې د ورښتونو او سیلونو وړاندوینه شوې

تاند (سې شنبه، د عقرب ۱ مه) د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن، سبا او بل سبا د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د باران او سېلونو اټکل کړی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت هم په یادو ۳ ورځو کې (د روانې لړم/ عقرب له ۱ څخه تر ۳مې پورې) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو، د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلونو اټکل کړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو د راوتلو ډېر اټکل د (امو، شمال او کابل) په سیندیزو حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د سېلونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (بدخشان، تخار، بغلان، بامیان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل او لوګر) سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځایونو په ځینې خوړونو کې شته.

 دې وزارت په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د یادو سیندونو پر غاړو هستوګن دي، غوښتي چې د سیل د راتلو په صورت کې د سیند په غاړه او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي.

تر دې مخکې د هواپېژندنې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې په کونړ، ننګرهار، سمنګان، بامیان، بلخ، کندوز، جوزجان، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس او هرات ولایتونو کې سبا (سې شنبې) د نسبتاً شدید باران، بریښنا او ناڅاپي سېلونو احتمال شته.

د خبرپاڼې پر اساس، په لوړو او سړو سیمو کې د واورې د اورېدو وړاندوینه هم شوې ده.

په دې وروستیو کې په ننګرهار او کونړ کې بارانونو او سېلونو خلکو ته د سرومال زیانونه واړول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب