سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پرېمانه ورښتونو له برکته سږ کال په افغانستان کې د غنمو...

د پرېمانه ورښتونو له برکته سږ کال په افغانستان کې د غنمو تولید ۱۰٪ ډېر و

تاند (سې شنبه، د عقرب ۱ مه) د افغانستان د ملي احصاییې او معلوماتو اداره خبر ورکوي چې په ۱۴۰۳ کال کې په هېواد کې ۴.۸۳ میلیون متریک ټنه غنم تولید شوي دي.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریموټ سینسنګ ټکنالوژۍ او د سپوږمکۍ د تصویرونو په کارولو سره یې د کرل شویو غنمو ساحې معلومې کړي چې پر اساس یې سږ کال د غنمو تولید د تېر کال پرتله ۱۰ سلنه زیات دی.

د دې اټکل پر بنسټ، په ۱۴۰۳ کال کې د غنمو د کر ساحه په ټول هېواد کې ۱۲.۲ میلیون هکتاره وه چې له دې څخه ۱.۳۸ میلیون هکتاره یې اوبیزه او ۷۳۶ زره هکتاره یې للمي ده. د کرل شویو غنمو ساحه د هېواد د ټولې کرنیزې مځکې ۷۰ سلنه جوړوي.

راپور ښيي چې سږ کال اوبیزه ساحه ۲.۸ سلنه او للمي ساحه ۸.۲ سلنه زیاته شوې، چې اصلي دلیل یې پر وخت موسمي بارانونه او د کوکنارو پر ځای د غنمو کرل و.

تر ټولو زیات اوبیز غنم په هلمند، کندهار، فراه او کندوز ولایتونو کې کرل شوي دي، او د للمي غنمو تر ټولو ډېره کښت په تخار، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې شوې ده.

د نفوس اټکل ته په کتو، په ټول هېواد کې شاوخوا ۶.۸۲ میلیون متریک ټنه غنمو ته اړتیا ده، خو د ۱۴۰۳ کال د غنمو په تولید کې له ۱۰ سلنه زیاتوالي سره سره شاوخوا ۲ میلیون متریک ټنه غنم کم دي چې باید له بهره وارد شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب