سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Homeخبرونهاوچا وايي، د طالبانو د مداخلو له کبله په افغانستان کې ۸۳...

اوچا وايي، د طالبانو د مداخلو له کبله په افغانستان کې ۸۳ پروژې ځنډول شوي

تاند (سې شنبه، د عقرب ۱ مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې د ۱۷۳ پېښو له امله په افغانستان کې د بشري مرستو ۸۳ پروژې په موقتي ډول درول شوې دي.

د اوچا نن (دوشنبې) په دې اړه په خپل راپور کې ویلي، د دغو پروژو په سلو کې ۹۸ د طالبانو د مداخلې له امله ځنډول شوي دي، او دا پېښې د تېر کال پرتله ۶۶ سلنه زیاتې دي.

راپور زیاتوي چې په سپتمبر کې دوه تاسیسات په موقتي ډول وتړل شول او یوه بله پروژه بل ځای ته انتقال شوې ده.

د اوچا پر اساس د طالبانو د مداخلو له کبله د جنوبي، ختیځو او لوېدیځو سیمو اوسېدونکو ته تر ټولو ډېر زیان رسېدلی دی.

د دې راپور له مخې، په دې پېښو کې په بشري فعالیتونو کې مداخله، له کارمندانو سره تاوتریخوالی او په هیواد کې د کارمندانو یا توکو په حرکت کې محدودیتونه شامل دي.

د اوچا راپور ښيي چې په دې موده کې، طالبانو د بشري عملیاتو نهه کارمندان نیولي او درې تاسیسات یې په اجباري ډول بند کړي دي.

 اوچا زیاته کړه: «دا پېښې په دوامداره توګه د عملیاتي چاپیریال خنډ کېږي، او د کارکوونکو امنیت له خطر سره مخامخوي.»

په راپور کې ویل شوي چې په سپټمبر میاشت کې، ۷۳ موارد د طالبانو په مستقیمه مداخله د پروګرامونو په عملي کولو، ۳۵ موارد د کارمندانو په استخدام کې، ۱۹ موارد د حساسو معلوماتو په غوښتلو کې، پنځه موارد د توکو د تدارک په پروسې کې، پنځه موارد د ښځو کارمندانو د ګډون د محدودیت او درې موارد د ښځو د جامو د پوښښ په اړه ثبت شوي دي.

د دې راپور له مخې، د طالبانو نورې مداخلې لکه د غیرقانوني مالیاتو غوښتل، د مرستو ضبطول، د اسنادو د لاسلیک کولو ځنډول او د تاسیساتو استخدام هم د یادولو دي.

دا راپور ښيي چې د طالبانو د امربالمعروف قانون له توشیح وروسته، د طالبانو د امربالمعروف وزارت په انساني فعالیتونو کې مداخلې ډېرې کړي دي په تیره بیا د حساسو معلوماتو په غوښتلو، د ښځو کارمندانو په جامو او د کارمندانو په نیونو یې ۴۸ ځلې مداخله کړې ده.

د طالبانو د مداخلو له کبله د بشري مرستو پروژې په داسي حال کې اغېزمن شوي چې د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي له شدیدې لوږې سره مخامخ دي، بې کاري اوج ته رسیدلې او ژمی هم راروان دی.

د سره صلیب او سره میاشت ټولنو نړیوال فدراسیون وايي چې په افغانستان کې ۳ میلیونه او ۲۰۰ زره تر ۵ کلونو کشر ماشومان او ۸ سوه ۴۰ زره اومیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې په خوارځواکۍ اخته دي.

دغه فدراسیون په یوه راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر۲۰) یې خپور کړ، ویلي چې د خوارځواکي ناوړه اغېزو یو میلیون او ۷۰۰ زره ماشومان له خظر سره مخامخ کړي دي.

د سره صلیب او سره میاشت ټولنو فدراسیون په ګډ راپور کې په ځانګړي ډول د کندهار او پکتیکا یادونه شوې او ویل شوي چې په کندهار ولایت کې تر یولکو ۴۰ زره ډېر ماشومان او میندې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب