استاد سعدالدین شپون
څو اونۍ مخکې مې د مالګې خبره کوله چې د ورستې غوښې پرده پوښه ده. چا ویل ملح فالکلام خو ښه دی. زه هم وایم مالګه ښه ده، مساله ښه ده خو که آشپز یې د ورستې غوښې د وږم د پټولو له پاره و کاروي بیا نو نسخوږي پیدا کوي. بله دا چې مساله مالګه هرو خواړو ته د بل په شانې خوند ورکوي.
څوک به وايي شعر خو چې ولاړ دی، په لفظي صنایعو ولاړ دی او په دو کې مدعا مثل مورینه ده. په دې وختو کې مې د الفت صیب دې شعر ته ډېر سترګې اوړي چې:
د ړانده بډای په کور کې ښایسته ښکلې لیلا وه
د نظر خاوند څوک نه و، بېهوده یې تجلا وه
ورسره مې حمزه بابا سترګو ته دورې دورې کېږي چې غضنفر صیب یې همدې تاند کې د شعر په موسیقیت خبرې کړې وې. چې زه فکر ورته کوم موسیقیت او نور صنایع د هنر د سینګار خالونه او دړۍ دي، اصلي ښکلا یو بې ژبې بې اوازه شی دی، لکه سترګې. موږ عوام سترګې لرو، په نورو سترګو هم د ښکلی او نا ښکلې قضاوت کوو، خو که هنرمن نه اوسو، بیانولی یې نه شو. حمزه بابا ته یو وخت ما د سترګو شاعر ویلي وو خو قدیر فهیم صیب چې د پښتو ادبیاتو پوخ نقاد دی زما خبره و نه منله، منع یې کړم. د لفظي صنایعو سره زما یو جنجال هغه وخت او همدا اوس د سترګو موضوع وه چې ما ویل او اوس هم وایم داسې الفاظ لکه بادام، نرګس، شرابي، خماري، ملالې، یې د ډېر سولېدن له وجهې نشي ترسیمولی.ما هم خوارۍ پرې کړي خو مه دې شه.
زه په دې عقیده یم چې دا غر هم په سر لار لري او هغه هنرمن ته معلومه ده. هنرمن له موجودې او رواجي ژبې نه داسې ترکیب جوړولی شي چې بېدو هماغه قسم سترګې ترسیم کړي چې په لوستونکي کې خپل مطلوب احساس راوپاروي. د بلخي مولینا په مثنوي کې حاذق طبیب د هلک د لاس د رګونو د ورزېدا یا نبض نه په پوښتنو پوښتنو نه یواځې دا معلوموي چې مین دی بلکه په چا، کوم ښار، کومه کوڅه کې، کوم چم ګاونډ کې اوسي. مولینا د ژبې په قوت پوره پوهېدلی
پس زبا ن همدلي خود دیګر است
همدلي از همزباني بهتر است
ای بسا هندو و ترکي همزبان
ای بسا دو ترک چون بیګانګان
د مولینا له مثال نه زه د همدلۍ مانا اخلم. هنرمن د خپلې موضوع سره همدلي پیدا کوي، تل ته یې ننه وځي، خوري یې، شخوند پرې وهي، هضموي یې. هله نو داسې توری، داسې استعاره، داسې تشبیه ورته پیدا کوي چې د موضوع سره اټکلي نه، چوټ انداز نه، تقریبي نه، بلکه، لکه فرمایشي موچڼې جوسر ولګېږي. پام به مو شوی وي چې شپیه چې د جومات نه وځئ، بهر تیاره وي نو په پښو د خپلو بوټانو یا څپلۍ په لټون کې تپ و ته وښ کوﺉ او چې سمې برابرې شي نو پرې پوهېږﺉ چې پردۍ مو نه دي په پښو کړي. پښې مو سترګې لري؟
د (ټي اېس اېلیاټ) په نامه یوه امریکايي ادب پوه دې ته (ابجکټیوکورېلېټېو) (Objectivecorrelative) وایی. چې ما د غضنفر صیب سره څو ځلي پرې بحث کړی.
د ده د تیورۍ نچوړ همدا دی چې هنرمن د یوه خاص احساس د پاره هماغه توری کاروي چې را وي پاروي. اودا په استعمال شوو توکو کېدونی نه دی. هنرمن باید د بلخي مولینا او حتی د موجوده طبیبانو نه د خپلې مدعا د تشخیص له پاره کار واخلي. درد؟ څه خېل درد؟ سوی لکه د زخم، که څړیکې لکه د غاښ؟ چې لاس ور وړې چیغې دې باسي او که ګرول یې خوند کوي؟….. دا او داسې نورې پوښتنې.
نور الحبیب نثار صیب د استاد پسرلي په غزلو کې د مدعا مثل بابا همدا لفظي چرګوړي قطار کړي او ښودلې یې دي چې استاد پسرلي په څومره مهارت نوښت ورکې کړی. زه یې لوستو ته سترګې په لاریم چې هم په دې غزلبڼ، ههم په استاد او هم د بهیر په یارانو مړې شي.
نثار صیب په دې مقاله کې هېڅ ډول لفظی صنعت پټ نه دی پرېښي، د پوهنتون د کالونو او بیتاب صیب دعروضو مضمون یې را یاد کړ چې اکثر به یې خپل بېخونده نظم هم د مثال په حیث ورسپرخی کړ. زه دا منم چې لفظی صنایع شته او شاعر باید د وسیلې په حیث ترې کار واخلي، لکه ترکاڼ له ترښځ او څولي نه.خو دا ورسره زیاتوم چې مهمه چې ده،
د شعر مینځپانګه ده، هنریت یې دی. په دې کې زما تینګار په هغه تخیل دی چې هنرمن یې لري. بیا نو د هغې د بیان د پاره د ژبې د هغو توکو کارول دي چې دا تخیل تر لوستونکو (یا کتونکوو یا اورېدونکو) رسوي. مولوی صیب خالص یو وخت د خپلې معشوقې د زنې خال هغه اپولو راکټ ته ورته بللی و چې په سپوږمۍ ښکته شوی وي.
ښه تشبیه به وه او که نه خو نوې خبره وه. (د زیاترو یارانو دا شعر په دې وجه خوښېده چې خالص په ګرده توابه کې اول دیني عالم و چې سپوږمۍ ته یې د بنیادم ختل کفر نه با له)
ما عروضو پسې کلاشنېکوف نه دی را اخیستی،او که مې اخیست نور هدفونه ډېر دي، خو دا مې ضروري وګڼله چې نوو شاعرا نو ته ووایم چې عروض جوهر نه دی هنر نه دی. زما پلار دې خدای وبښي، ویل به یې چې زویه، دا چې ته مکتب کې لولې علوم نه دي، فنون دی. علم یواځې دیني علوم دي. زه هم وایم عروض وسایل، فن دي.
شعر(هنر) کوم چې دی، د هغې ده ره ده ره برېتونه دي. په هغو کې، نوی والی، تخیل او بیا د هغې د بیان د پاره مناسبه ژبه درې اساسي توکي دي. زه وایم د هنر ژبه د ساینس هومره دقیقه ده.
د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۳ د مارچ په ۳۰ په تاند کې خپره شوې وه.