Homeخبرونهافغان کرکټ الف او ‏والیبال لوبډلو نننۍ لوبې وبایللې

افغان کرکټ الف او ‏والیبال لوبډلو نننۍ لوبې وبایللې

تاند ( سه شنبه د عقرب ۱) د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د ۲۰۲۴ کال آسیا نویو رامنځته شویو لوبډلو جام سیالیو کې د هانګ کانګ پر وړاندې د ۵ ویکټو پر توپیر له ماتې وخوړه.

دا لوبه نن (سه شنبه) د عمان په کوربتوب ترسره شوه.

افغانستان له دې مخکې سریلانکا او بنګله دېش ته ماتې ورکړې ده.

بل لورته د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي آسیا په سیالیو کې څلورمه لوبه ۳-۲ تاجکستان ته وبایلله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه نن د ازبکستان په کوربتوب په تاشکند کې ترسره شوه. تر اوسه د منځنۍ آسیا په سیالیو کې افغانستان درې ماتې او یوه بریا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...