Home+د ګرایس نظریه او د مکالمو ضمني معناوې

د ګرایس نظریه او د مکالمو ضمني معناوې

څېړنه: نثاراحمد احمدي

لنډیز

په پراګماټیکس (د خبروکولو موقعیت، چاپېریال، فرهنګ او حالت کې) د اړیکو (Communication) اساسي موخه د معلوماتو تبادله ګڼل کېږي. خلک معمولاً هڅه کوي، چې د خپلو خبرو موخې او ضمني معناوې یو بل ته ورسوي؛ نو له همدې امله په مساوي شرایطو کې مکالمې د همکارۍ هڅې ګڼل کېږي، چې پر ګډو اصولو ولاړې وي او یوه شریکه موخه تعقیبوي.

بریتانوي فیلسوف او ژبپوه ګرایس(۱۹۱۳–۱۹۸۸) د همکارۍ اصل یا قاعده (Cooperative Principle) د دې سبب شوه، چې پراګماټیکس د ژبپوهنې یوه بېله څانګه وګرځي؛ خو د دې اصولو تعبیر کله ناکله ستونزمن دی، ځکه د ګرایس تخنیکي اصطلاح ګډ کار کولو/ همکارۍ اصل، ډېری وخت د عمومي استعمال له معنا سره ګډوډېږي.

باید په یاد ولرو چې ګرایس ته مهمه مسئله منطقي اصل/عقلانیت یا د فکر کولو وړتیا ده او له همدې امله هغه د همکارۍ بحث مطرح کوي.
ګرایس خپل مکسمونه د اصولو بېلګې ګڼي، نه قواعد. مسکمونه هغه لنډ، واضح او عمومي قاعده یا لارښود دی چې د چلند یا فکر لپاره لارښوونه کوي.

Cooperative Principle (CP)/ د همکارۍ اصل؛ د ګرایس یوه نظریه ده چې وايي: په مکالمه کې خلک هڅه کوي، چې په ګډه او همکارۍ سره خبرې وکړي، ترڅو خپل پیغام په سمه، منطقي او مؤثره توګه ورسوي. په لنډو ټکو د همکارۍ اصل اساسي هدف دا دی، چې خبرې مؤثرې، واضحې او د ګډې موخې لپاره وي.

ګرایس ادعا کوي چې انسانان په منطقي او عقلاني ډول له یو بل سره اړیکه نیسي او همکاري د خلکو په مکالمو کې نغښتې ده. هغه باور لري چې دا عادت هېڅکله له منځه نه ځي، ځکه چې د ماشوم‌والي په  دوران کې زده شوی دی. د دې نظر له مخې، اورېدونکی د خبرو ضمني معنا د همکارۍ په اصولو، د کانټکس/ سیاق یا چاپېریال  معلوماتو او پس منظر پوهې پر اساس درک کوي.

ګرایس د ویلو او معنا ورکولو ترمنځ توپیر کوي. هغه وايي چې ویناوال کولای شي، ضمني معناوې جوړې کړي او اورېدونکي کولای شي د خبرو له لارې دا منظور شوې معناوې ترلاسه کړي. هغه باور لري چې خلک په خپلو تعاملاتو کې ځانګړې نمونې تعقیبوي او اورېدونکي عموماً فرض کوي، چې د ویناوالو خبرې کافي او اړونده معلومات لري. کله چې دا فرض څرګند سرغړونه شي، موږ بیا د معنا څرګندولو هڅه کوو. له همدې امله، د اړونده والي سرغړونه د همکارۍ نشتون نه دی.

ګرایس د مکالمو د منسجم والي یا یووالي په اړه په عقلاني کچه غور کوي. هغه د جملو د معنا په تړاو د ارتباط او د خبرو د دلیلونو په اړه اندېښمن دی. کله چې مختلف ویناوال د بېلابېلو مسایلو هڅه کوي، لیدل کېږي چې د مکالمې جزوي یووالی شته؛ خو ګرایس د یوه مثالي حالت په ذهن کې لري.

اروییونه: د همکارۍ اصل، مکسمونه، منطقي اړیکه، ضمني معناوې، د مکالمې انسجام او یووالی

سریزه

ژبه یوازې د لغاتو مجموعه نه ده، بلکې د معناوو یو منظم نظام دی، چې پکې ښکاره (صریحې) او ناڅرګندې یا ضمني معناوې یو له بل سره تړلې دي او د پښتو ژبې د سم فهم لپاره باید لغت یوازې په قاموسي معنا ونه سنجول شي، بلکې د ویناوال نیت، ټولنیز بافت، کلتوري معیارونه، د هغه سیاق، اړیکې او کارېدنه هم وڅېړل شي.

په انساني اړیکو کې د خبرو کولو موخه یوازې د معلوماتو تبادله نه ده، بلکې د معناوو جوړول او د ګډو موخو ترلاسه کول هم شامل دي. پراګماټیکس د ژبپوهنې هغه څانګه ده چې د خبرو موقعیت، چاپېریال، فرهنګ او سیاق ته ځانګړی پام کوي، ترڅو د خبرو مؤثره پوهه او پایله ترلاسه شي.

په همدې برخه کې، بریټانوي فیلسوف او ژبپوه، هربرټ ګرایس (۱۹۱۳–۱۹۸۸)، د همکارۍ اصل (Cooperative Principle) نظریه وړاندې کړه، چې د مکالمو په منسجم، منطقي او مؤثره ترسره کېدو تمرکز کوي.

ګرایس ادعا کوي چې خلک په خپلو خبرو کې په ذاتي ډول همکاري کوي او دا عادت د ماشوموالي له دورې څخه زده کېږي، چې له مخې یې اورېدونکی د وینا ضمني معناوې د کانټکس، چاپېریال او پس منظر پوهې په مرسته درک کوي.

هغه د وینا او معنا ترمنځ توپیر څرګندوي او ټینګار کوي چې ویناوال کولای شي،  ضمني معناوې وړاندې کړي، په داسې حال کې چې اورېدونکی د خبرو د منځپانګې/ محتوا پر اساس دا معناوې ترلاسه کوي. د ګرایس د نظریې له مخې، مکالمې د عقلانیت، منطقي اړیکو او ګډو اصولو پر بنسټ پر مخ وړل کېږي، چې د خبرو یووالی او انسجام تضمینوي.

په دې مقاله کې د ضمنې معنا پېژندنه، اړوند نظریات، د ګرایس نظریه او په پښتو کې د تطبیق ستونزې، د ارتباط نظریه (Relevance Theory) او په پښتو کې د ضمني معناوو اهمیت او ټولنیزه معنا وړاندې شوې او د ژبې له معناییز چاپېریال سره مقایسه شوې ده.

د ضمني معنا مفهوم

د ژبې د معنا تجزیه یو غیر مرئي او تجريدي بهیر دی، یعنې هغه پروسه یا عمل چې په سترګو نه لیدل کېږي، لمس کېدونکی نه وي او فېزیکي بڼه ونه لري؛ بلکې یوازې په ذهن، فکر او عقل کې ترسره کېږي، ځکه معنا د انسان د ذهن او فکري صلاحیت محصول ده، نه د محسوسو غږونو.

 که څه هم موږ کولای شو، د ژبې غږونه ثبت او مشاهده کړو؛ خو معنا پخپله د انسان د ذهني ادراک، منطقي تفکر او پوهې له لارې رامنځته کېږي، نو کله چې موږ د معنا شننه کوو، په اصل کې د ژبې پر ځای د انسان د فهم او معناجوړونې ذهني وړتیا څېړو(براون،۱۹۸۳، ۲۲).

دغه راز معناوو ته په انګلیسي کې سیمانټیکس ویل کېږي. سیمانټیکس لفظ په اتلسمه پېړۍ کې وکارول شو او  دا د فرانسوي سیمانټیکوس لفظ څخه اخیستل شوی، کوم چې ریښه یې د يوناني سیمانین لفظ ته رسېږي او مطلب یې ساینفي يعنې په نښه کول او د سیمانین ريښه سیماده، چې مطلب یې نښه ده.
معناپوهنه، د ژبپوهنې هغه څانګه ده چې د لغاتو، جملو او عبارتونو معناوې او  ترمنځ یې اړیکې مطالعه کوي.

په همدې توګه د ظاهري او ضمني معنا درکولو ته په پام سره ویلای شو چې:

– لغت په یوازیتوب کې بشپړه معنا نه لري.

– اصلي معنا هغه وخت څرګندېږي، چې لغت په جمله او سیاق کې وکارول شي.

– ډېری وخت په ژبه کې ضمني معنا د ظاهري معنا تر شا پټه وي(بشره،۲،۲۰۱۹).

پورته معلوماتو ته په پام سره ویلای شم،  ضمني معنا هغه ده چې:

الف؛ په ژبني جوړښت کې نه څرګندېږي.

ب؛ د ویناوال د نیت او مقصد یوه برخه ده.

ج؛  اورېدونکی پرې د استنباط پر بنسټ پوهېدلی شي.  یعنې معنا یوازې د ویناوالو له خبرو نه، بلکې د اورېدونکي د پوهې، تحلیل او استنباط له لارې هم څرګندېږي.

د؛ معنا د ټولنیز، کلتوري او اخلاقي فشار له مخې شکل مومي او نور…همدغه ټول موارد دي چې په معنا رسولو او حتی معنایي تنوع کې اساسي نقش لري.
په لاندې بېلګو کې معنایي تنوع وګورئ:
قیچي مې  په المارۍ کې وغورځوه.
قیچي مې په المارۍ کې کېښوده.
قیچي مې په المارۍ کې په خپل ځای کېښوده.
که پورته جملو ته پام وکړ، مطلب په ټولو جملو کې پوره شوی؛ خو په مختلف انداز کې.
په لومړۍ جمله کې غورځولی لفظ د بې احتیاطۍ په معنا، کېښوده لفظ د نارمل انداز په معنا او په خپل ځای کېښوده لفظ د احتیاط او ذمه وارۍ معنا ورکوي.
همداسې موږ دې پایلې ته رسېږو چې خپله لفظ په مختلفو جملو او چاپېریالونو کې بېلابېله معنا افاده کوي. لکه د خوړل لفظ په لاندې جملو کې:
ما مڼه وخوړه. زما موټر ډېر تېل وخوړل. تاسو زما حق وخوړ. تا د خپل جرم سزا وخوړه…
همدارنګه یوه بله بېلګه:
ما چې لېوه ولید؛ نودوه مې خپلې کړې او دوه پردۍ
ماچې لېوه ولید؛ نو ځانته مې وویل چې کش…
ماچې لېوه ولید؛ نو شاته مې بیا نه دي کتلي…
د پورته ټولو جملو اصلي معنا تېزې منډې وهل دي، چې ویناوال یې د مختلفو جملو او کلمو په مرسته ښکاره کوي(بشره، ۲۰۱۹، ۹).

د ګرایس مکسمونه

مکسم ( عمومي اصل/ لارښود اصل / دودیزه قاعده/ د خلکو تمه): مکسم یعنې هغه نالیکلی اصل/ دودیزه قاعده چې خلک یې په خبرو کې په خپله په پام کې نیسي. یا هغه نالیکلې تمې چې خلک یې له خبرو لري، نه دا چې حتمي قوانین وي مکسم بلل کېږي.
د مکسم ساده مثالونه په لاندې ډول دي:

۱-  د رښتیا ویلو مکسم؛ تمه دا ده چې سړی دروغ ونه وایي.
د بېلګې په توګه؛ ته پرون ښوونځي ته تللی وې؟
سم ځواب: هو، تللی وم.
که ووایي: تللی وم؛ خو رښتیا نه وي.
په پورته جمله کې د ګرامر قاعدې او  لیکلو قانون نه دی مات شوی؛ خو د خبرو مکسم یې مات شوی، دا ځکه د مخاطب لخوا د تمې خلاف یعنې دروغ خبر ترلاسه شوی، چې دېته د مکسم یا دودیز قانون/ تمې ماتوالی وایي. همداسې نور… مثالونه (براون، ۱۹۸۳، ۱۱)

۲- د اړوندتیا مکسم؛ تمه دا ده چې ځواب له پوښتنې سره تړاو ولري.

پوښتنه: هوا نن سړه ده؟
ځواب: پرون مې یو نوی موبایل واخیست.

دا ځواب غلط نه دی؛ خو د خبرو مکسم پکې نه دی مراعات شوی، ځکه اړوند نه دی.

۳- د وضاحت مکسم؛ تمه دا ده چې خبرې روښانه او ساده وي.

که څوک ووايي: دغه مسئله د متقابلو احتمالي تعاملاتو د پېچلي جوړښت پایله ده.

اورېدونکی وايي: ساده خبرې وکړه!

دلته د وضاحت مکسم مات شوی (سمون، ۷۸، ۱۴۰۲).

د ضمني معناوو تشریح لپاره ګرایس (۱۹۷۵) لاندې مکسمونه وړاندې کړل:

۱- د کیفیت/ رښتینولۍ مکسم؛ ویناوال رښتیا ووايي یا د بشپړو  شواهدو پر اساس یې ثابت کړي.

۲- د اندازې/ کميت مکسم؛ ویناوال هغه اندازه معلومات ورکړي، چې اړین وي.

۳- د اړوندتیا مکسم؛ ځواب باید د خبرو له موضوع سره اړوند وي.

۴- د طریقې/ سبک مکسم؛  ویناوال له ابهام او مغلقو خبرو ډډه وکړي، مستقیمه او ساده خبره  وکړي.

دا مکسمونه نه وايي چې څنګه باید خبرې وشي، بلکې د اورېدونکو فرضي توقعات تشریح کوي، چې ویناوال څنګه خبرې کوي(براون، ۱۹۸۳، ۱۳).

 پېژندل شوی المانی هنرمند سباستیان باخ وايي چې، ګرایس دا مکسمونه د بریالۍ اړیکې لارښوونې لپاره معرفي کړي او دا د خبرو پر بنسټ فرضیې دي، چې اورېدونکي پرې تکیه کوي.
ځینې ژبپوهان په دې نظر دي چې د وینا سطحي معنا د مکسمونو سره سمون نه خوري؛ خو شرایط ښيي چې ویناوال د ګرایس همکارۍ اصل تعقیبوي؛ نو موږ باید د سطحې څخه هاخوا لاړ شو او ضمني معنا پیدا کړو.

ګرایس درې حالتونه تشریح کوي، چې مکسمونه سرغړونه، تضاد یا ماتېږي:

۱-  په لومړي حالت کې ویناوال د کوم خاص اغېز له امله مکسم پوره کولای نشي.

۲- د مکسمونو په تضاد کې، ویناوال د اورېدونکي د احترام لپاره مکسم نه شي بشپړولی.

۳- په وروستي حالت کې، پټه ناهمکاري شتون لري او ویناوال ممکن غلطه لار غوره کړي.

په ټولو دې حالتونو کې ګرایس باور لري چې اورېدونکی فرض کوي، ویناوال همکاري کوي او مکسمونه تعقیبوي.

ځینې لیکوالان د ګرایس مکالموي مکسمونو باندې انتقاد کړی دی. مثلاً؛ امریکایي ژبپوه لاورنس هورن(۱۹۸۴) یوازې درې مکسمونه تشخیص کړل او بریتانوي ژبپوه ویلسن (۱۹۸۶) د مکسمونو جوړښت له پامه وغورځاوه او یوازې د اهمیت پر مفهوم یې تمرکز وکړ.

منطق او مکالمه

ګرایس د منطق او مکالمې ترمنځ اړیکې ته علاقه لري. هغه منطق د فلسفي وسیلې په توګه ګڼي؛ خو ادعا کوي چې د (او) ،(یا) او نورو رسمي وسیلو معناوې د طبیعي ژبې معادلو سره توپیر لري.

ګرایس منطق د فلسفې یوه مهمه تحلیلي وسیله بولي. یعنې منطق موږ سره مرسته کوي چې استدلالونه دقیق، منظم او ارزول کېدونکي کړو؛ خو هغه ټینګار کوي، طبیعي ژبه هغه ژبه ده، چې خلک پرې ورځنۍ خبرې کوي او د منطق له رسمي ژبې سره یو شان نه ده.

په رسمي منطق کې (او) یوازې د دوو جملو یوځای کول ښيي، پرته له بل اضافي مطلبه او (یا)عموماً شاملوونکی وي ، یعنې یو، بل، یا دواړه ممکن دي؛ خو په طبیعي ژبه کې(او) ډېری وخت یوازې د یوځای کولو معنا نه لري، بلکې د ترتیب احساس هم ورکوي. لکه؛ زه ولاړم بازار ته او ډوډۍ مې واخیسته. یعنې اورېدونکی داسې پوهېږي چې لومړی بازار ته ولاړ، بیا یې ډوډۍ واخیسته(ګرایس، ۱۹۶۸، ۱۶).

 (یا) په ورځني استعمال کې اکثره یوه معنا ټاکي . مثلاً؛ چای یا قهوه غواړې؟ یعنې له دواړو څخه یو انتخاب کړه، نه دواړه.

ګرایس وايي: دا اضافي معناوې د کلمو په قاموسي معنا کې نه دي شاملې، بلکې د مکالمې د اصولو او مکسمونو له مخې راپیدا کېږي.

دغه راز اورېدونکی د ویناوال نیت ته په کتلو ضمني معنا اخلي؛ نو ځکه که څه هم منطق د تحلیل لپاره ګټور دی؛ خو د منطق رسمي نښې دقیقې مګر محدودې دي او د طبیعي ژبې وییونه  بډایه، سیاقي او د ضمني معناوو لرونکي دي.

په لنډه جمله کې ویلی شم چې، ګرایس منطق نه ردوي ، بلکې وايي چې د طبیعي ژبې معناوې یوازې د منطق له لارې بشپړې نه تشریح کېږي؛ مکالموي اصول هم ورسره اړین دي.

همدارنګه فارمولیسټان باور لري، چې د ژبې اضافي معناوې د سیسټم نیمګړتیاوې دي او باید یوه مثالي ژبه جوړه شي. برعکس، غیرفارمولیستان پوهان وايي چې د کلمو د معنا د درک نشتوالی ستونزه نه ده، ژبه نورو اهدافو لپاره هم کار کوي.

ګرایس ادعا کوي چې فارمولیستان د مکالمې منطق نه شي تشریح کولای. هغه وایي، د مکالمې د شرایطو طبیعت او اهمیت ته بشپړ پام نه دی شوی.

د ګرایس نظریې انتقادي ستونزې

ګرایس نظریه د پراګماټیکس د تاریخي پرمختګ لپاره مهمه ده؛ خو تعبیر یې ستونزمن دی او د همکارۍ اصل عمومي معنا او تخنیکي-  ادبي معنا ګډوډي رامنځته کړې.

ځینې څېړونکي باور لري چې ګرایس اصول نړۍوال دي؛ خو هغه خپله نظریه هېڅکله د نړۍوال تطبیق لپاره نه ده څرګنده کړې.

دغه راز د ګرایس نظریه ټولنیز شرایط په پام کې نه نیسي، یوازې د ویناوال- اورېدونکي تعامل په مثالي حالت تمرکز کوي.

همدارنګه د مکالمې په ځینو حالتونو کې خلک قصداً ناهمکاره یا ناسمه اړیکه غوره کوي، چې ګرایس دې ته ځواب نه ورکوي(ګرایس، ۱۹۷۵، ۷).

د ګرایس نظریې په اړه نظرونه

ډنمارکي ژبپوه هانس یورګن لاډېګارد(۲۰۰۸) وايي، د انسان تعامل باید د سیمانټیک، پراګماټیک او ټولنیزو شرایطو له لارې په پام کې ونیول شي.

امریکایي ژبپوه جان جې. ګمپرز(۱۹۸۲) وايي، د ویناوالو لپاره اړینه ده، چې د کانټکس ټولې نښې په پام کې ونیسي. لکه؛ د خبرو نوبت، د غږ بدلونونه او نور…

د معناوو په لېږد او مکالمو کې د سیاق/ تړاو مسئله تر ټولو مهم بنسټیز نقش لري او سیاق هغه چاپېریال او حالت ته ویل کېږي، چې پکې خبرې، لیکنه یا کومه وینا ترسره کېږي او هماغه سیاق د خبرو اصلي معنا ټاکي.

په ساده ډول: سیاق وايي چې دا خبره چا، چا ته، چېرته، کله، ولې او په کوم حالت کې وکړه(صفوي، ۱۳۹۸، ۲۳).

د سیاق مهم ډولونه

الف؛ ژبنی سیاق: هغه جملې او خبرې چې تر یوې وینا مخکې او وروسته راځي.

ب؛ ټولنیز سیاق: د ویناوالو ترمنځ اړیکه، مقام، واک، عمر، کلتور او ټولنیز نورمونه.

ج؛ حالتـي سیاق: ځای، وخت، حالت، رسمي یا غیررسمي فضا.

د؛ کلتوري سیاق: ګډ ارزښتونه، دودونه او ناویل شوې پوهه.

ولې سیاق مهم دی؟

پرته له سیاق څخه، ممکن لغت غلط یا نیمګړی درک شي. یوه جمله بې له سیاقه نیمګړې، مبهمه یا حتی غلطه معنا ورکوي.

پایـــــله

ګرایس د وینا ظاهرې او ضمني  معناوې جلا کړې او د همکارۍ اصل یې وړاندې کړی. د ګرایس نظریه نیمګړې ده او هغه داچې نوموړی یوازې د همکارۍ په لور ډېر تمایل لري. هغه په دې تمرکز کړی چې خلک بریالۍ اړیکه غواړي؛ خو د قصدي ناهمکارۍ امکان یې له پامه غورځولی دی.

 ټولنیز شرایط لکه کلتور، واک، مقام، اړیکې، چاپېریال او ټولنیزه  نابرابري له پامه غورځوي او یوازې دې ته ګوري چې ویناوال او اورېدونکی باید په یو “مثالي” حالت کې څنګه خبرې وکړي. پر مثالي حالت تمرکز یعنې نظریه د خلکو د واقعي ټولنیز ژوند پر ځای، د یوې کاملې او فرضي مکالمې انځور وړاندې کوي.

د همکارۍ اصل  له مخې، خلک په  طبیعي ډول د همکارۍ  لور ته تمایل لري؛ خو ځینې وخت قصدي ناهمکاري غوره کوي. د ګرایس نظریه د پراګماتیکس په ډګر کې مهمه ده؛ مګر د «همکارۍ» مفهوم یې باید د عامو خلکو له فکر سره ګډوډ تعبیر نشي.

په پایله کې مقاله دا ټکي ثابتوي چې، د پښتو ژبې سمه پوهه د معناپوهنې له مطالعې پرته ممکنه نه ده؛ ضمني او غیرصریحې معناوې د ژبې اصلي ژوروالی جوړوي.

دا څېړنه د راتلونکو ژبپوهنیزو مطالعاتو لپاره بنسټیز ارزښت لري، په ځانګړي ډول د ادبي شننې، ژباړې او ژبني پوهاوي په برخه کې.

اخځلیکونه

بشره، اقرام، پښتو معنا پوهنه، ۲۰۱۹،پښتومجله، ۴۸ ټوک: پښتو اکاډمي، پېښور پوهنتون.

براون، جې. او یول، جې. (۱۹۸۳). د وینا شننه (Discourse Analysis). کمبریج: د کمبریج پوهنتون.

ډېوېس، بي. اېل. (۲۰۰۸). د ګرایس د همکارۍ اصل: معنا او عقلانیت. د پراګماټیکس ژورنال، ۳۹، ۲۳۰۸–۲۳۳۱.

سمون، مصطفی(۱۴۰۲)، ادراک او معنا، سمون خپرندویه ټولنه: کابل

صفوي، کورش، (۱۳۹۸)، روایت، تهران: نشرعلمی،

ګرایس، اېچ. پي. (۱۹۶۸). د ویونکي معنا، د جملې معنا او د کلمې معنا. د ژبې بنسټونه (Foundations of Language)، ۴، ۲۲۵–۲۴۲.

ګرایس، اېچ. پي. (۱۹۷۵). منطق او خبرې اترې، نحو او مانا (Syntax and Semantics) (۴۱–۵۸ مخونه). نیویارک: اکاډمیک پرېس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...