Homeخبرونههالنډ د نوې پالیسۍ پر اساس افغان ښۍځو او نجونو ته پناه...

هالنډ د نوې پالیسۍ پر اساس افغان ښۍځو او نجونو ته پناه ورکوي

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) هالنډ پرېکړه کړې چې د ډېری افغان ښځو او نجونو د پناه غوښتنې به ومني او د استوګنې جوازونه به ورکړل شي.

د هالنډ د کډوالۍ وزیر بارت وان دن برینک Bart van den Brink ویلي چې افغان ښځې او نجونې به «په ډېری مواردو کې» په هالنډ کې د پاتې کېدو اجازه ترلاسه کړي.

د نوموړي وزارت ویلي، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو خبرداری ورکړ چې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو وضعیت لا ډېر خراب شوی دی.

په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د «امربالمعروف قانون» نافذ شو، چې د ښځو د تګ راتګ ازادي یې محدوده کړه او د زده‌کړې او پرمختګ فرصتونه یې نور هم کم کړل.

تر دې وړاندې هم هغه افغان ښځې چې نه یې شوای کولای د طالبانو قوانین ومني او د ځورونې له خطر سره مخامخ وې، د استوګنې جواز ترلاسه کولو ته ډېرې نژدې وې.

بارت فان دن برېنک ویلي چې د پخوانۍ تګلارې متن نور د افغانستان واقعي وضعیت نه منعکس کاوه، ځکه یې پالیسي بدله کړه.

د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ۷۶۰ افغانانو په هالنډ کې د پناه غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۴۹۰ او په ۲۰۲۳ کال کې ۶۷۰ تنه و.

دغه پرېکړه د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د یوه نوي مفصل راپور پر بنسټ شوې، چې د ۲۰۲۳ کال د جون او ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ترمنځ وضعیت یې ارزولی دی.

د هالنډ د پناه غوښتنې پالیسي په ۲۰۲۵ کال کې، وروسته له هغې چې د کډوالو ادارې او د هغه مهال وزیر David van Weel د څو افغان ښځو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړل، له سختو نیوکو سره مخامخ شوه.

هغه مهال وان وېل ویلي و چې ښځې «په نظري ډول» کولای شي د طالبانو تر واک لاندې ژوند ته ځان عیار کړي.

خو د عامه غبرګونونو او حقوقي دعوو له زیاتېدو وروسته، د هالنډ د کډوالو ادارې په ۲۰۲۶ کال کې خپله پرېکړه بدله کړه او څلورو افغان ښځو ته یې د استوګنې جوازونه ورکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...