Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغان شرکتونو له ازبکستان څخه د ۵ میلیون ډالرو په ارزښت د...

افغان شرکتونو له ازبکستان څخه د ۵ میلیون ډالرو په ارزښت د درملو د واردولو قراردادونه لاسلیک کړل

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) د افغانستان د درمل جوړونې سکتور یوه پلاوي د ازبکستان له پنځو سترو درمل جوړوونکو شرکتونو سره د ۵ میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي.

دغه ۳۵ کسیز پلاوی، چې له بلخ ولایت څخه تللی و، د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو د سوداګرۍ د پراختیا په موخه تاشکند ته سفر کړی و.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو ویلي، دا قراردادونه کولای شي د افغانستان د درملو تر ۲۵ سلنې اړتیا د ازبکستان له وارداتو پوره کړي.

د بلخ د درمل جوړونې د اتحادیې مشر، محمدصدیق محمدي ویلي، له ازبک شرکتونو سره د نژدې پنځه میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه وروستي شوي، چې له مخې به یې افغانستان ته درمل صادرېږي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم ویلي چې ازبک درمل د افغان سوداګرو لپاره ارزانه دي او دغه هوکړې به د هېواد د درملو د اړتیاوو د پام وړ برخې په پوره کولو کې مرسته وکړي.

اقتصادي شنونکو ویلي، په ازبکستان کې تولیدېدوونکي درمل هم لوړ کیفیت لري او هم مناسب قیمت، خو په عین حال کې یې په افغانستان کې د کورني درمل جوړونې صنعت پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

افغانستان لا هم تر ډېره پر وارداتي درملو متکي دی، او له پاکستان سره د سوداګرۍ د کمېدو له امله، هېواد د بدیلو بازارونو، په ځانګړي ډول د ازبکستان، پر درملو ډېره تکیه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...