لنډیز
دا کتاب د کرهکتنې په هر معیار او میتود تقریباً سم او ښه کتاب دی . په ځینو ځایونو کې زما په نظر جگ او ټیټ ځای لري، خو پۀ عموم کې ډېر ښه او غوره اثر دی . ما پرې په کم وخت کې تقریباً هر اړخیزه کرهکتنه کړې، له لوستو وروسته به یې هر څۀ ډېر واضح درته ښکاره شي .
کلیدي کلمې
ادبي فنون (۲)، ظاهرشاه زهیر، لنډه کتنه، نقد
سریزه
د دروند استاد پوهنوال ظاهرشاه زهیر یو زما لپاره غوره کتاب ادبي فنون (۲) باندې کرهکتنه، که څۀ هم زما لپاره ډېره سخته وه خو موږ چې به کله ماشومان ؤ، کوم کار به مو چې نۀ شو کوالی یا سخت به ؤ، نو مشرانو به راته ویل چې سخت کار وکړئ، اسان کار خو هر څوک کوالی شي، نو ما هم ځکه دغه کار ته ملا وتړله .
استاد موږ ته دومره مینه راکړي لکه یو مهربانه پلار یې چې مشر زوی ته ورکوي او د دۀ پۀ کتاب نقد به نو څنگه سخت نۀ ؤ؟
ما پۀ دغې مقاله کې پوره کوشش کړی چې پوره بېتعصبه او داسې لکه هېڅ اړیکه چې ورسره نۀ لرم کرهکتنه وکړم، خو بیا هم فکر کوم چې که تأثراتي کرهکتنه رانه شوې، خدای دې وکړي چې سمه او معیاري وي.
دا کتاب د خوست ولایت شیخزاید پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځی پښتو څانگې دویم ټولگي ته د استاد لۀخوا پخپله تدریسېږي او موږ ته هم تقریباً دوه کاله مخکې تدریس شوی دی . ښۀ کتاب خو یې ځکه بولم چې لا تراوسه زما لۀ ټولو ټولگیوالو څخه یې موضوعات نۀ دي هېر شوي او دا کتاب د هر چا لپاره دی . هر لوستونکی که ادیب دی او که نه، دا کتاب لوستلی او موضوعات یې د خبرو پۀ ښکلا کې کارولی شي .
خوست شیخزاید پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځی پښتو څانگه څلورم ټولگی
محبتالله میاخېل
هدفونه
یوه منظمه کرهکتنه
د استاد کتاب ته سمه کتنه
د کتاب ارزښت او نیمگړتیاوو مالومول
خپل فکر او پوهه لوړول
لوستونکي د کتاب بیا لوستنې ته تشویقول
د کار توکي
ادبي فنون (۲) ، موبایل، کرهکتنه
د څېړنې میتود
کتابتوني
اصلي موضوع
ادبي فنون (۲)، لیکوال : پوهنوال ظاهرشاه زهیر
دا کتاب اتۀ څپرکي، ۱۹۳مخونه لري او پۀ عموم کې پۀ څلورو موضوعوگانو راڅرخي: تشبیه، مجاز، کنایه او سیمبول . د پوښتۍ رنگ یې شین دی . پۀ پیل کې لیکوال خپلې خبرې پۀ پوره څرگند ډول لیکلي، ورپسې درې تقریظونه راوړل شوي؛ چې پوهاند دوکتور اجمل ښکلي، پوهنوال دوکتور سبحانالله شهاب او پوهنوال میاولي شاه میاخېل پرې پۀ ترتیب سره لیکلي دي . هر یو یې ستاینه کړي او پۀ ځانگړې توگه ښکلي صاحب د تقریظ پۀ سرلیک لیکلي ( یو ښۀ اثر ) ښکلی یو تکړه او ښۀ نقاد دی، چې دومره لوی استاد، نقاد او پوهاند ورته ښۀ اثر وایي، نو بې لۀ شکه چې یو ښۀ اثر دی .
د هر څپرکي وروسته یې پوښتنې او ماخذونه هم راوړي او پۀ وروستیو شلو مخونو کې یې د پوښتنو کیلي راوړي لۀ دغې وروسته یې پۀ وروستي یو مخ کې وییپانگه راوړي یانې هغه وییونه چې پۀ کتاب کې وۀ رامانا کړي دي .
لیکوال پۀ لومړي مخ د بیان علم پېژندنه پۀ خورا استادانه او ښکلي هنري ډول کړي ده، د ځوانانو طبیعت یې کتلی او بیا یې د دوی خوښې وړ لنډ اسانه او لۀ ښکلو تشبیو، استعارو او کنایو ډکه پېژندنه کړې ده. لکه چې لیکلي یې دي (( … نو د مفاهیمو لمن یې پراخه شي . کله چې ژبه لۀ عادي حالت څخه غیر عادي حالت ته لاره ومومي … سپړل کېږي … د هنر یا ادب پۀ گاڼه سمباله وي. … د مجاز پۀ خم کې رنگ شوي وي … خبره پۀ یو لفظ نۀ غوټه کېږي … سطحي ډول پېژندل کېږي … ))
پۀ پېژندنه کې یې د ښۀ پوهاوي لپاره دا بیت راوړی او بیا یې تشریح کړی هم دی .
(( تل پۀ تـــار دې د زلفینــــو اوېـــزان یم
د هاروت پۀ څېر پۀ څاه د زنخدان ستا ))
دا بیت د ځوانانو د ادبي تندې د خړوبتیا لپاره بیخي مناسب او ښکلی بیت دی. دا چې کتاب زدهکړیالانو ته لیکل شوی او زدهکړیالان اکثره لۀ ۲۲ کالونو څخه اوښتي دي، نو حتماً داسې مناسب او ښۀ بیتونه غواړي . د دغه یو بیت پۀ لوستلو شاید ډېرو محصلینو ټول څپرکی او یا ډېر کتاب لوستی وي او دا موضوع خو به یې ډېره ښه یاده کړې وي .
استاد بیا د خپلو خبرو پۀ دوام کې یو ځای ادعا کوي چې (( پۀ بدیع کې ځینې صنعتونه داسې دي چې هغه پخپله یو ډول تشبیه وي … )) بیا وروسته مدعا مثل راپېژني او یو د رحمان بابا غزل، یو د محمدصدیق پسرلي صاحب بیت د خپلې ادعا د اثبات لپاره راوړي او پۀ دې سره لوستونکی لا هم جذبېږي او کتاب ډېر پۀ غور سره لولي . لیکوال دغه شعرونه بیا هم د تشبیې او مدعامثل پۀ تله تشریحوي .
د بیان موضوع تر عنوان لاندې یې لیکلي چې پۀ ځینو کتابونو کې پر دریو برخو ( تشبیه، مجاز او کنایه) بحث شوی او پوهاند همکار صاحب نظر یې هم ورته راوړی دی .
د بیان ارزښت تر سرلیک لاندې یې ټول علمونه لکه دین، فلسفه، ارواپوهنه، ادبیات او نور پۀ بیان پورې تړلي او د بیان علم یې د ژوند لۀ موضوعاتو سره تړلی دی . بیا یې د قرانکریم پۀ دوو ایتونو سره تشبیې او استعارې ته لوړتیا او ارزښت وربښلی دی . پۀ وروستیو کې یې بیا هم یو بیت راوړی:
((د آفتاب پۀ کمند نۀ خېژم اسمان ته
نۀ ږدم بار لکه شبنم پۀ دوش د گلو ))
او بیا یې دا بیت مفهومیز شنلی دی . استاد چې هره موضوع رابرسېره کړې ده، خامخا یې یو بیت پکې لیکلی دی .
د بیان تاریخي پسمنظر تر سرلیک لاندې سکالو ډېره ښه لیکل شوې او د بېنوا تر ادبي فنونو کتاب څخه بیا تر درمل شعرستان پورې يې ټول پۀ ډېر ښۀ ترتیب سره لیکلي او ښودلي دي .
د بیان څانگې تر سرلیک لاندې استاد لیکلي (( بیان درې څانگې لري . (څو کرښې وروسته ) ۱. تشبیه ۲.مجاز ۳.کنایه ))
دلته باید دا سکالو یو وار بیا وکتل شي، ځکه یو ځل مخکې استاد نور استادان نقد کړي چې دوی سیمبول د بیان څانگه نۀ بولي او بیا دۀ پخپله هم د بیان درې څانگې لیکلي خو اما د کتاب پۀ اتم څپرکي کې لۀ ۱۵۳ مخ څخه بیا تر ۱۶۹ مخ پورې یې ښۀ تشریحي او خورا مفید بحث پرې کړی دی .
راځم خپل مسلسل بحث ته، د بیان څانگې تر سرلیک لاندې یې چې تشبیه تعریف کړې او پۀ مثال کې یې د پسرلي صاحب دوه بیتونه لیکلي او بیا د تشبیې پۀ چڼووني راویستلي ښکلې او ښه لیکنه ده، موضوع ښه او پۀ څرگندو ټکو ښکاره شوې ده . ښکلې مو ځکه ووې چې دغه بیتونه هم مؤثر او هم د ځوانانو د غوښتنې او فکر سره سمون درلود او تشبیه ډېره ښه پکې ښکاره شوې وه . بیا وروسته یې درې نور د کاروان صاحب بیتونه راوړي دي او دا خو نو ټولو ته مالومه ده، چې ښکلا او کاروان تشبیه او کاروان څومره سره نږدې دي یانې د کاروان صاحب پۀ هر شعر کې ښکلا او تشبیې شته، چې پۀ دې سره موضوع لا هم روښانه شوې او ان بې مسلکه او نامحصل کس هم پرې ښۀ پوهېدلی شي .
زۀ وایم که د تشبیې موضوع اوس هر یو د څلورم ټولگي ادیب ته یاده کړم پوره واضحه به یې پرته لۀ امادهگۍ څخه وړاندې کړي، لامل یې همدا ښکلي مثالونه، تشریحات او ښۀ تعریفونه دي چې زهیر استاد ورته راوړي وو . پۀ زهیر استاد یو بل انتقاد دا کېږي چې د دۀ لۀ کتابونو د شاعرانو شعرونه راوخلو او د فیصدۍ پۀ تله یې وتلو نو تقریباً ۷۵ % به پکې د کاروان صاحب شعرونه ووینو، چې دغه سوال ته به یو وخت پخپله استاد ځواب ووایي چې ولې نورو نویو شاعرانو ته پۀ خپله کروندۀ کې ځای نۀ ورکوي ؟
استاد مجاز ډېر ښۀ او سم تعریف کړی دی او بیا یې مجاز پۀ دوو ډولونو ویشلی: مستعار مجاز یا استعاره او مرسل مجاز، بیا یې دا هر یو تعریف کړی او یو یو شعر یې هم ورته راوړی دی .
د استعارې درې رکنونه یې یاد کړي: مستعار له، مستعار منه، وجه جامع او بیا یې دا ټول پۀ ښۀ لنډ او ژرپوهییز ډول راپېژندلي دي او د حمزه بابا پۀ یو غزل یې راڅرگند او ښودلي دي . مرسل مجاز یې هم څرگند راپېژندلی دی، د افریدي صاحب او دراني صاحب پۀ یو یو بیت یې ښکلی کړی او پۀ بیتونو کې یې مرسل مجاز ښودلی . بیا یې پۀ کنایه باندې تقریباً د تعریف سره دوهنیم مخه بحث کړی او د ملنگ جان پۀ دریو بیتونو باندې یې بیخي ښکلې څرگنده کړې ده . د کنایې څلور واړه ډولونه یې هم يو څۀ ښکاره کړي . دا یې د کتاب پۀ لومړیو ۲۱ مخونو کې پر کتاب باندې عمومي لنډیز ؤ . پۀ دویم څپرکي کې یې تشبیه پۀ تشریحي ډول رابرسېره کړې او وړاندې کړې ده .
د تشبیه ارکان پۀ هر ځای کې څلور ښودل کېږي او زما پۀ اند همدا منلی نظر هم دی، خو استاد زهیر د تشبیه بنسټیز توکي ( ارکان) تر عنوان لاندې پۀ ۲۶ مخ کې (( هـ: د تشبیه غرض )) هم لیکلی یانې پنځۀ یې یاد کړي (( الف: مشبه، ب: مشبه به، ج: د تشبیه وجه او هـ: د تشبیه غرض )) دلته هم باید لږ واضحات واخلو، چې څۀ کیسه ده؟ ولې استاد سره لۀ دې چې پۀ وروستۍ یادونه کې وایي: (( ځینو ادبپوهانو څلور ارکان راوړي او غرض پۀ ارکانو کې نۀ شاملوي … )) خو د خپل کړي کار دلیل او ثبوت نۀ وړاندې کوي، چې دۀ ولې ارکان بللی ؟
مشبه او مشبه به ته د کاروان صاحب درې بیتونه داسې راوړل شوي لکه څوک چې د لمر ستاینه پۀ لومړي سهار کې کوي او د ستاینې سره سم لمر هم راوخېژي، نو ټولې ستاینې پۀ رېښتیا ښکاره شي . د تشبیه توري او وجې لپاره د رحمان بابا دوه بیتونه راوړل شوي، چې تشبیه یې لا نوره هم ښکلې روښانه کړې ده . د تشبیه غرض لاندې بیا د کاروان صاحب ټول غزل چې شپږ بیته دی لیکل شوی او تشبیې ته یې داسې څرگندتیا ورکړې لکه یوه ښکلې پېغله چې پۀ اوښ باندې کېنوې، د کلي پۀ منځ یې روانه کړې، د کورونو دېوالونه ټوټ وي او باد یې ټیکری ترې یوسي . نور یې دا ټول ارکان پۀ دوهنیمو مخونو کې ډېر ښۀ او ښکلي، بیخي پۀ سم تول راوړي دي .
د تشبیه پۀ ډولونو یې درېیم څپرکی راپیل کړی دی . دلته یې دا سمه ادعا هم کړې ده، چې (( د تشبیه تاثیر پۀ استعاره، کنایه او سیمبول هم خور دی، که تشبیه ونۀ پېژنو د نورو پۀ پېژاندنه کې به لۀ ستونزو سره مخ شو … )) لږ نور بحث یې هم کړی دی او بیا یې د تشبیه ډولونه پۀ مسلسل او ډېر ښۀ ترتیب سره راښودلي دي؛ لومړي هر ډول د خپل موقعیت لۀ مخې ویشي او بیا همدا ډول راتعریف کوي او هر ډول ډېر ښۀ څېړي د بېلابېلو پوهانو او کرهکتونکو نظرونه راوړي او پۀ ښکلو عشقي، وطني، اجتماعي خو چې هر شعر د ځوان نسل د غوښتنې مطابق ورته ښکاري پسې راوړي یې . ملفوفه تشبیه ته اووۀ د کاروان او پنځۀ د پسرلي صاحب بیتونه راوړي . مفروقه تشبیه ته ټول یا څلور واړه د کاروان صاحب بیتونه راوړل شوي دي . مفصله تشبیه ته د درانی، بهیر، خوشحالخان خټک یو یو بیت خو د کاروان صاحب پۀ یو وار دوه بیتونه راوړي مجمله تشبیه ته یو د حمزهبابا، یو د خوشحال خان خټک او یو د پسرلي صاحب او شپږ بیتونه د کاروان صاحب لیکل شوي . پۀ مرسله تشبیه هم د کاروان باران شوی دی، ټول بیتونه ورته د کاروان راوړل شوي یانې دوولس بیتونه یې ورته راوړي . پۀ اضافي مؤکده کې هم د دراني صاحب یو بیت او نور ټول څوارلس بیتونه د کاروان صاحب دي . توصیفې موکدې ته هم د کاروان غزلونه او دوولس بیتونه راوړل شوي او نور هېچاته ځای پکې نۀ دی ورکړل شوی . همدا ډول پۀ هر یو ډول کې زموږ مخکېنۍ ادعا پۀ اثبات رسیږي او ان د نادرې تشبیې ډول لاندې خو یې درې غزله، یوه څلوریزه یانې شپږویشت بیتونه د کاروان صاحب راوړي دي .
پۀ څلورم څپرکي کې یې حقیقت او مجاز ډېر ښۀ د غوره تعریفونو او مثالونو پۀ راوړلو سره وړاندې کړی دی . پۀ پنځم څپرکي کې علاقه تشریح او ښه ښکاره شوي ده. د استعارې بحث یې هم دلته پۀ ډېره ایماندارۍ ترسره کړی دی، هر څۀ ته یې د محصل وخت او طبع کتلي او د هغې موفق یې لنډ تعریفونه او ښۀ شعرونه غوره کړي دي . د استعارې ډولونه یې پۀ شپږم څپرکي کې پۀ ښۀ پوهییز ډول راخیستې دي . اووم څپرکی یې پۀ مرسل مجاز جوړ کړی او اتم څپرکی یې پۀ کنایه او سیمبول ښکلی کړی دی . د سیمبول پۀ تعریف کې پۀ ۱۵۳ مخ کې ((سیمبول پۀ لغت کې علامه یا نښانه … )) لیکل شوې او پۀ ۱۵۹ مخ کې د یو غټ سرلیک لاندې لیکي چې (( د نښې او سیمبول توپیر)) او نښه یې فزیکي اشاره لکه د ترافیکو نښې او د ښار نورې نښې بلل شوي خو سیمبول یې همغه د شعر سیمبول بللی، کله یې نښې ته هم سیمبول ویلی . زۀ دغو تضادو راوړنو ته هم گوته پۀ غاښ پاتې شوم . پۀ پای کې وایم چې دا اثر که پۀ پرتلهییزه کره کتنه وگورو هم نسبتاً سم اثر دی، ځکه چې محمدسرور وکیلي صاحب بدیع او بیان کتاب چې لومړۍ د کتاب نوم د څومره ستر درمندۀ نوم دی او موضوعات یې گډوډ؛ یو سرلیک د بدیع او بل د بیان همدا ډول ټول کتاب پۀ ۵۳ مخونو کې سره راټول شوی دی او تعریفات یې بې ځایه اوږدۀ کړي یانې هېڅ لنډون نۀ لري او مثالونه یې هم چندان خوندور نۀ ښکاري او لیک یې هم جذب نۀ لري او زهیر استاد بیا دغو هر څۀ ته پوره پام کړی دی . دا کتاب مې لۀ زرکاڼی چې مشتاق مجروح یوسفزي صاحب لیکلی هم پرتله کړو، پۀ زرکاڼی کې یوه سحره وه بدیع، بیان او ادبي صنفونو باندې بحث شوی ؤ او بل کله یې چې د بیان برخه پیلوله نو پۀ فصاحت او بلاغت غږېدلی ؤ، چې دا دواړه موضوعوې اصلاً د معاني مضمون سکالوگانې دي . بل پۀ زرکاڼی کې تعریفات ډېر اوږدۀ، بې خونده، ژر نۀ اخېستونکي او کم مفهوم ورکوونکي همدا ډول د جذب چنجاک یې هم ډېر کمزوری او شعرونه یې زاړۀ او د ځوانانو لۀ طبیعت څخه لږ وریا رااخیستي دي خو زما لپاره لوی استاد پوهنوال ظاهرشاه زهیر دغو ټولو شیانو ته ډېر دقیق پام کړی دی . که یې پۀ عقیدوي کرهکتنه وگوره پرته لۀ لومړيو مخونو چې د هاروت او ماروت ملایېکو پۀ باره کې کوم بیت راغلی هغو ته یو څۀ گوته نیولی کېږي، چې اکثره مولایان وایي ملایېکې د سازا وړ نۀ دي او هغوی ته سازا نۀ ده ورکړل شوي او دا کیسه چې د دوی پۀ باب ده، مولویانو یو جوړشوی نکل بللی، نو تلمیح ادبي صنعت یې بللی شو خو دا کیسه اسلامي اړخ شاید نۀ لري، نور پۀ عقیدوي کرهکتنه کې لۀ هر خچ څخه خوندي دی او ښۀ اثر دی . پۀ ښکلاییزه کرهکتنه کې یې هم ډېر ښکلی او پۀزړۀپورې کتاب بولم .
پایله
پۀ ټوله کې د استاد پوهنوال ظاهر شاه زهیر لۀ خوا لیکل شوی [ادبي فنون (۲) ] کتاب د ادبي فنونو په برخه کې یو ارزښتناک، گټور او د پام وړ علمي اثر دی . د دې کتاب لۀ کرهکتنې څخه څرگندېږي چې لیکوال هڅه کړي چې د ادبي فنونو اړوند موضوعات پۀ منظم، علمي او روښانه ډول وړاندې کړي او لوستونکو ته د ادبي مفاهیمو پۀ پېژندنه او درک کې اسانتیا برابره کړي .
د کتاب د منځپانگې، موضوعاتو د تنظیم، علمي ارزښت، لیکني سبک او نورو اړوندو برخو لۀ ارزونې څخه دا څرگندېږي چې اثر د کرهکتنې لۀ ډېری علمي او مسلکي معیارونو سره سمون لري.
د دې کتاب یوه مهمه ځانگړنه دا ده چې د ادبي فنونو د زدهکړې او پېژندنې لپاره گټور مطالب وړاندې کوي او د لوستونکو پۀ ځانگړي ډول د ادبیاتو د محصلانو لپاره د مطالعې او علمي پوهې یوه مناسبه سرچینه گڼل کېدای شي. همدارنگه، د کتاب د موضوعاتو پۀ وړاندې کولو کې د لیکوال هڅې د ستاینې وړ دي؛ ځکه د یوه علمي اثر لیکل یوازې د معلوماتو راټولول نۀ دي، بلکې د هغو معلوماتو منظمول، تشریح کول او لوستونکي ته پۀ مناسبه بڼه رسول هم ځانگړی مهارت غواړي.
البته، د هر علمي او ادبي اثر پۀ څېر، پۀ دې کتاب کې هم ځینې داسې کوچنۍ برخې شته چې د لا زیاتې پاملرنې، وضاحت او سمون غوښتنه کوي. د همدې لپاره د کرهکتنې پۀ بهیر کې پر یو شمېر محدودو ټکو نیوکې شوې دي؛ خو دغه نیوکې د کتاب د عمومي ارزښت او علمي اهمیت د کمزوري کولو پۀ موخه نه دي، بلکې موخه یې د اثر د لا بشپړتیا، علمي پیاوړتیا او راتلونکو چاپونو د لا ښۀوالي لپاره د رغنده وړاندیزونو وړاندې کول دي.
پة پای کې ویلای شو چې ( ادبي فنون (۲) ) د مطالعې او علمي ارزونې وړ اثر دی او د ادبي فنونو پۀ برخه کې د لیکوال هڅې د درناوي او ستاینې وړ دي. زما پۀ اند د دې کتاب مثبت اړخونه تر هغو کوچنیو نیمگړتیاوو ډېر پیاوړي دي چې د کرهکتنې پۀ ترڅ کې ورته اشاره شوې ده.
د کتاب د علمي ارزښت، منځپانگې او عمومي جوړښت پۀ پام کې نیولو سره دا اثر د ادبیاتو د زدهکړیالانو او د ادبي فنونو د مینهوالو لپاره گټور تمامېدای شي. هیله ده چې لیکوال پۀ راتلونکو علمي او ادبي لیکنو کې هم خپلې دا هڅې روانې وساتي او د همدې اثر د احتمالي نیمگړتیاوو پۀ اصلاح او د مطالبو پۀ لا بډاینه کې لا ډېره پاملرنه وکړي.
وړاندیزونه
د استاد پۀ نورو کتابونو دې هم کرهکتنې وشي .
د ادبي فنونو د دوو بېلابېلو لیکوالو پۀ کتابونو باندې دې پرتلهییزه کرهکتنه وشي .
محصلین دې مونوگرافونه پۀ کرهکتنه کې واخلي .
استادان دې سیمینارونه او مقالې نورې هم پرې جوړې کړي .
مأخذونه
۱. زهیر، ظاهرشاه ( ادبي کرهکتنه)
۲. زهیر، ظاهرشاه ( ادبي فنون (۲))
۳. وکیلي، محمدسرور ( بدیع او بیان)
۴. همکار، محمدابراهیم ( ادبي فنون)
۵. یوسفزی، مشتاق مجروح ( زرکاڼی )
۶. پۀ فقهي مسایېلو کې د ټولنیزو رسنیو بېلابېلې لیکنې