Home+په اوربلکۍ ناول کې د ساینس‌ فېکشن څېړنه | نوراحمد نور

په اوربلکۍ ناول کې د ساینس‌ فېکشن څېړنه | نوراحمد نور

لنډیز

انساني ژوند بېلابېل پړاوونه او لیدلوري لري. ناول موږ ته د همدې انساني ژوند کیسه کوي. لیکوال د خیال په وزرو د ژوند ډېرې کیسې د ناول په بڼه راته بیانوي. جنایي ناولونه د جنایت خبره کوي، ټولنیز د خلکو کړه وړه یادوي. جاسوسي کې بیا قاصدان خپل مزل لنډوي او …نور یې بل څه وایي… همدارنګه ساینسي تخیيلي ناول بیا د علم خبرې راته کوي.

د محمد اصف عمر اوربلکۍ ناول د پښتو له لومړنیو ساینس فېکشن ناولونو څخه ګڼل کېږي. په دې ناول کې د علمي وسایلو یادونه شوې او لیکوال د خیال په مرسته د وسایلو او نوې تکنالوژۍ خبره خورا په ښه انداز کړې. خپل ټولنیز پیغام یې په ډېره ښه بڼه وړاندې کړی دی.

په دې څېړنه کې ناول او ساینس فېکشن ناولونه تعریف شوي. همدارنګه د اوربلکۍ ناول ټولیز بحث راغلی او په دې ناول کې د ساینس فېکشن بېلګې راخیستل شوې دي. دا بېلګې نه یوازې موږ ته معلومات راکوي، بلکې دا راښيي چې په ساینس فېکشن ناولونو کې له څه ډول کلماتو، خبرو او تجربو څخه استفاده کېږي.

اروییونه: ناول، اوربلکۍ، اصف عمر، ساینس فېکشن

سریزه

ساینس فېکشن کیسې اصلاً موږ ته د راتلونکې بیان کوي، یا هغه څه چې په راتلونکي کې یې د پېښېدو امکان وي، بیانوي. په دې کیسو کې ساینسي وسایل د خیال په بنسټ تشریح کېږي او مخته ځي.

دا چې انساني فکر تل د بدلون شاهد وي، علوم هم ورته تقاضا لري او بدلېږي. دا فکر په ادبیاتو کې هم پالل کېږي. د دې کیسو نوی والی او ورسره د لیکوالو مینه یو ځانګړی ارزښت دی. نوی عصر نویو څېړنو او نویو پېژندنو ته بشپړه اړتیا لري، لوستونکي تر کلشه‌یي موضوعاتو د نويو فکرونه د وړاندې کولو هیله لري، څو نوي څه زده‌کړي.

هغه نوي اختراعات چې نړۍ یې هڅه کوي، په ادبیاتو کې د هغوی په اړه نوې کیسې لیکل کېږي. دا کیسې په پښتو ادب کې هم پیل شوې دي، چې ساینس فېکشن نومېږي. د ساینس فېکشن په اړه اوس بحثونه او لیکل ډېر کېږي. ما د هغوی د مطالعې له مخې وغوښتل چې لوستونکو او ادب مینه والو ته په یو ځانګړي ناول کې د ساینس فېکشن نښې او بڼې واضح کړم چې لیکوال له څه ډول مهارت څخه کار اخیستی او خپله موضوع یې په څه شان بشپړه کړې ده.

د دې څېړنې اصل موخه داده چې په اوربلکۍ ناول کې د ساینس فېکشن له بېلګو سره اشنا شو.دا یوه کتابتوني څېړنه ده، ځکه چې په اړه اړوند کتابونه مطالعه شوي دي او په دې څېړنه کې له توصیفي او تحلیلي مېتود څخه ګټه اخیستل شوې، په دې چې د اوربلکۍ ناول لوستل او په هغه کې د ساینسي کیسو معلومول، د توصیف او تحلیل برخه روښانوي.

ناول

ناول د ایټالوي ژبې له ناوله(Novella) څخه جوړه شوې کلمه ده، په لغت کې نوي، تازه، په زړه پورې، عجیبه، ښایسته او ښکلي شي ته ویل کېږي او په ادبي اصطلاح کې هغې اوږدې کیسې ته ویل کېږي چې د ژوند پر محور چورلي.

ناول هغه نثري کیسه ده چې موضوع یې انساني ژوند وي او لیکوال پکې د ژوند بېلابېل اړخونه په پوره او ځانګړي ترتیب سره وړاندې کړي. (ترابي، ۱۴۰۴: ۹لکچر)

ساینسي ناول؛ هغه ناول دی چې کیسه، پېښې او کرکټرونو یې د نوې ټکنالوژۍ د پرمختیا او د هغوی د بهیر پر چټکتیا راڅرخي. د دې ناولونو موضوع ساینسي کارنامې وي.(اسیر، ۱۳۹۳: ۷۵مخ)

ساینس فېکشن یا ساینسي تخیلي کیسې

اصلاً دا کیسې موږ ته د راتلونکې بیان کوي، یا هغه څه چې په راتلونکي کې یې د پېښېدو امکان وي، بیانوي.”ساینس فېکشن د اټکلونو په بنیاد جوړ شوی داستاني اثر دی، هغه تصور شوي عناصر لري چې په رښتیني دنیا کې نشته.”(پسرلی، ۲۰۲۰: ۲۲۰مخ)

ساینس فېکشن د دوو وییونو ترکیب دی، چې یو بېله مانا لري، ساینس مانا علم او فېکشن تخیل دی. په دې اړه دوکتور لال پاچا ازمون وایي: ساینس فېکشن یو پاراډوکسي ترکیب دی چې له ساینس او فېکشن څخه رغېدلی دی. ساینس پر تجروبو ولاړ دی. فېکشن یو تخیلي او هنري توکی دی. دغه ترکیبي نوم د تخیلي دنیا تجربې په ساینس ورګډوي. (ازمون، ۱۳۹۹: ۹۸مخ)

ساینسي تخیلي کیسې د ساینس له پېژندنې سره کار لري او د ساینس وروستۍ لاسته راوړنې انځوروي. کله ناکله داسې ایډیاوې او افکار هم وړاندې کوي چې ساینس کولی شي هغه په راتلونکي کې تر کار لاندې ونیسي او د دغه ډول کیسو کار له راتلونکي څخه خبرېدل، وړاندوینه او فني لاسته راوړنې او د نویو فکرونو طرح او پراختیا ورکول دي.(صادقي، ۱۳۹۲: ۱۹۶مخ)

عبیدالله محک د ساینس فېکشن په باره کې لیکي:” ساینس فېکشن د داسې اثر زېږنده ده چې مضمون او کسان یې د اوسنۍ پوهې سره بېخي توپير ولري، خو د کیسې دننه چارې او کړنې یې موږ قانع کړي.”(محک، ۱۳۸۳: ۱مخ)

فېکشن په ادبیاتو کې دوه مفهومه لري: داستان او تخیل، ساینس  بیا علم ته وایي، چې له دې امله ساینس فېکشن له درېیو توکو رغېدلی دی: داستان، تخیل او علم، نو ځکه یې علمي تخیلي داستانونه یا ادبیات بولو. همدارنګه فضایي سفرونه، په وخت کې د ننه سفرونه،راتلونکې پېښې، بشر او نړۍ ته راتلونکې پېښېدونکې ګواښونه، بشري ټکنالوژیکي او ساینسي پرمختګونه او بدلونونه، بیولوژيکي او چاپیریالي بدلونونه او پرمختګونه د علمي تخیل دنده ده. (عایل، ۱۳۹۸: ۸مخ)

ساینس فېکشن ته د مفکورو ادبیات هم ویل کېږي. ساینس فېکشن د اټکل وهلو او د حدس وهو ژانر دی چې لیکوال په خپله کیسه کې داسې تخیلي توکي راوړي چې اوسمهال په حقیقي نړۍ کې نه وي خو په راتلونکې کې یې د منځته راتلو امکان وي. (محرابي، ۱۴۰۰: ۴۰مخ)

د ساینس فېکشن هغه اصلي حدود که وګورو، پخپله په کلمه کې دي. ساینس دی او فېکشن دی. یعنې هغه خیالي واقعیت چي د اوسني معلوم ساینس په چوکاټ کي منطقي وي، مګر عملاً ممکن نه وي. (غضنفر، منلی، ۱۳۹۹: ۳۷۹مخ)

پورته د ساینسي  تخیلي کیسو تعریفونه وشو، په دې پوه شو چې ساینس فېکشن کیسې کومو کیسو ته ویل کېږي او په کوم زمان پورې اړه لري. لاندې یې په موضوع هم لنډې خبرې کوو او بیا دغه موضوعات په اوربلکۍ ناول کې ګورو چې څه ډول راوړل شوي دي.

د دې کیسو موضوعات په ساینس پورې اړه لري او د تخیل پر بنسټ ورباندې خبرې کېږي. په دې اړه فریداحمد امیري په خپل تیزس کې لیکلي؛ عجیبې او حیرانوونکې مفکورې او موضوعات، نورې او نااشنا نړۍ ته سفرونه او تګ، ناپېژاندې او نااشنا څېړنې، د نړۍ او فضا په اړه پلټنې، له نورو سیارو او سپوږمکیو څخه لیدنه، د ستورو او سیارو ترمنځ جګړه، نوي ساینسي کشفیات، د ځمکې پرمخ د نوې ټیکنالوژۍ رامنځته کول، په نړۍ او انسانانو کې راتلونکې بدلونونه او تر اوبو لاندې سفرونه د ساینسي تخیلي کیسو موضوعات جوړوي.(امیري، ۱۴۰۱: ۲۱مخ)

ایمل پسرلی د ساینس فېکشن د موضوع په اړه وایي: “په ساینس فېکشن کې بېلابېل موضوعات راځي لکه له اوسه څو پېړۍ وروسته ته تګ، فضا ته سفر او د ټکنالوژۍ او ساینس د پرمختګونو عواقب…” (پسرلی، ۲۰۲۰: ۲۲۰مخ)

له پورته خبرو دا زده کولای شو، چې د ساینس فېکشن موضوعات نوي دي او په راتلونکې کې پېښېږي. یا داسې څه دي چې لا انسانانو نه دي لیدلي. هغه انساني کړنې، یا وسایل چې ډېر وروسته رامنځته کېږي او په اړه یې اوس یوازې تصور لرو ، د دې ناولونو موضوعات دي.

اوربلکۍ ناول

د اوربلکۍ ناول محمد اصف عمر لیکلی، چې یو ساینسي ناول دی. یاد ناول ۷۰مخونه لري او مازیګر کتاب پلورنځي، ۱۳۹۳ لمریز کال، په ۱۰۰۰ټوکه کې چاپ کړی دی.

محمد اصف عمر د لغمان د الیشنګ ولسوالي، د شربت خېلو په کلي کې زېږېدلی دی. دري، روسي او انګلیسي ژبې یې زده دي او د انجنیري په برخه کې یې د ماسټري تر کچې پورې زده کړې کړې دي. له بېلابېلو رسمي دندو سره سره یې د افغانستان تعلیمي موسیسې سره د راډیويي خپرونو د لیکوال او جوړوونکي، د لیکوالانو او د خپرونو جوړونکو د ګروپ د تنظیموونکي، د تعلیمي خپرونو د روزونکي، د خپرونو د سمونوال او د رییس په توګه کار کړی دی. په پښتو کې د نوموړي ګڼ شمېر ناولونه چاپ شوي دي.

دا د پښتو ژبې له لومړنیو ساینس فېکشن ناولونو څخه دی، ځکه چې سوژه یې نوې ټکنالوژي، ټکنالوژیکي وسایل، نویو او پرمختللو وسلو او همدارنګه ساینسي نظریات لري. لیکوال دا هر څه په ډېر مهارت پکې پاللي دي.

د ناول لنډیز

څو سوه کاله وروسته چې هېوادونه نه وي او نړۍ په څلورو لویو وچو وېشل شوې وي، هره وچه یو مشر لري او ټوله نړۍ اداره کوي. دوی جرګه‌ګۍ لري او له همدې لارې پرېکړې کوي. هغه وخت به د اوس مهال وسایل او د چارو وړ توکي ختم شوي وي. سړکونه، د اورګاډو پټلۍ، بندرونه، هوایي ډګرونه به نه وي، خلک په یو کسیزو الوتکو کې د کړکیو له لارې تګ راتګ کوي او داسې ماشینان به جوړ شوي وي چې ماشومان به زیږوي. یاد مشران داسې یو قانون وضع کوي چې ښځې به نور زېږون نه کوي. که چا اولاد غوښت، خپله نطفه به وړوکتون ته وروړي، شپږ کاله وروسته به غټ پټ ماشوم ترلاسه کوي. په وړاندې یې څو کسیزه ډله درېږي او د دې قانون د لاسلیک کولو مخنیوی کوي.

څه وخت وروسته دغه مشران د دې قانون د لاسلیک لپاره ځای او وخت ځانګړی کوي، خو مقابل کسان یې هم د مخنیوي هڅې پیلوي. کله چې د غونډې د پیلېدو او پرېکړې کولو وخت رارسېږي، دوی د الوتکې په څیر یوه وسیله جوړه کړې چې په سترګو نه لیدل کېده. مقابل کسانو دغه څلور مشران او ورسره اولادونه له ځان سره یووړل. د نړۍ پولیس حیرانېږي، نه ور معلومېږي چې څنګه یووړل شول او چېرته دي.

پولیسو چې له یوکیسزو الوتکو استفاده کوله، ټول ښار په سر واخیست، حتی په هوا کې یې اورونه بل کړل، چې د تښتونکو دې وسیله ته چې اوربلکۍ یې بلل څه زیان واوښت. له مشرانو سره یې چلند د تښتونکو غوندې نه و، بلکې دوی یوازې له نړۍ او د نړۍ له مشرانو غوښتل چې له دې قانون څخه تیر شي او لاسلیک یې نه کړي. په دې سختو حالاتو کې نورې بدې پېښې هم کېږي.

تښتونکي هم یو د بل د کورنۍ غړي دي. مشرانو او تښتونکو یو له بل سره زیات دلایل وویل خو قناعت حاصل نه شو. دوی ورځ تر بلې له سختو حالاتو سره مخ کېدل. د تښتونکو ترمنځ ډېر عاطفې او انساني چلند وي، اما د مشرانو او اولادونو ترمنځ یې هېڅ راز مینه او شفقت نه معلومېږي، ورته څو نور ټکې هم دي، د هغه لپاره ښه دی چې ناول مطالعه شي. دغه عاطفه او انساني برخورد د دې لامل شو چې هغوی هم قناعت وکړ، د مور او پلار مینه یې درک کړه او دې پایلې ته ورسېدل چې انساني زېږون باید و نه درېږي او له خپلې کړې پرېکړې په شا شول. پای

اوربلکۍ او ساینس فېکشن

که د ساینس فېکشن ډولونو ته ځیر شو، نو اوربلکۍ ناول یې د نرم او سخت ساینس فېکشن په ډولونو ځان ښکاره کوي. “سخت هغه دی چې ډېره برخه یې ساینسي معلومات، کشفیات او تحولات وي او نرم بیا هغه چې د انسان په رواني، ذهني او ټولنیز حالت باندې ټینګار کوي او تر څنګ یې ساینس هم ولري.(امیري، ۱۴۰۱: ۴۶مخ)

په ناول کې په مړوندونو کې ثبت موبایلونه، په دېوالونو باندې وړانګې، د اوربلکۍ جوړښت، کمپیوټر، کمپیوټري سیستمونه، الوتکې، د وړانګو دېوالونه، رڼاکوونکې او فېلم ثبتونکې عینکې، تیږې ویشتونکی ماشین، له میلیونونو مایکرو کمرو څخه جوړه الوتکه او داسې نور وسایل د سخت ساینس فېکشن برخه ده.

بل خوا ته بیا د جرګه‌ګۍ د مشرانو اولادونه چې کله د پتمن مینه له زمري خان او نتاشې سره، د فرانسوا له خپلې لور سوفیه‌ګۍ سره او د جمبو او اینګې ترمنځ خوږې او له مینې ډکې شېبې ولیدې نو په هغوی یې اغیز وکړ او په ذهني او فکري لحاظ یې بدلون وکړ. ماري، شوشین او ابوالعباس د خپلو مشرانو په مقابل کې ودرېدل او پتمن یې په حقه وباله. د دوی دغه دروني بدلون د نرم ساینس فېکشن برخه دي. په ټوله کې د پتمن زحمتونه او له نورو سره مرسته د دې لامل شوه چې مقابل لوری یو بدلون ته اړ کړي او له خپلې پرېکړې یې په شا کړي. لاندې به په ترتیب سره د ساینس فېکشن بېلګې راوړل شي.

لومړی؛ د اوربلکۍ پيل په یوه نوې مفکوره شوی چې څو سوه کاله وروسته پېښېږي. ” دا لانجه څو سوه کاله وروسته پېښېږي. کله چې هېوادونه نه وي. نړۍ د څلور مشرانو د جرګه‌ګۍ له لوري اداره کېږي، چې څلور لویو وچو ټاکلي وي. انټرنیټ یوازینۍ رسنۍ وي چې پخپله پکې تصویري مطالب اچوي. له لمریزې انرژۍ څخه په پوره کچه کار اخیستل کېږي. سړک، اورګاډي پټلۍ، بندرونه او هوایي ډګرونه نه وي. خلک په یو کسزو الوتکو کې د کړکیو له لارې کورو ته تګ راتګ کوي. داسې ماشینان جوړ شوي وي چې ماشومان زېږوي.”(عمر، ۱۳۹۳: ۱مخ)

په دې خبرو کې چې زمانه یې راتلونکې ده، د ساینس وسایلو خبره شوې او هم لیکوال خپل فکر راښوولی چې عمومي کیسه په دې ډول ده.

دویم؛ د انټرنیټ، موبایل او کمپیوټر خبره کېږي. “وېش! ورکه شه ډېرانۍ! د مړوند موبایل ته یې د بندېدو وویل. د هغه له وړانګې په هوا کې د نېټ جوړه شوې پرده ورکه شوه. شنې سترګې نجلۍ په غصه خپل کمپیوټر ته مخ واړوه. بې شمېره ایمیلونه وشرنګېدل، له ځان سره وبنګېدله.

ـ هېڅوک حق نه لري چې ما د بچي له راوړلو نه منع کړي.” (عمر، ۱۳۹۳: ۲مخ)

درېیم؛  د اوربلکۍ جوړولو ازمایښتي حالت دی.” ـ نتاشې تا او فرانسوا الوتکه امتحان کړه؟ چې له سترګو ورکېږي که نه؟

ـ هو ګرانه. خو اوس ام اوربلکۍ په هوا کې لکه اوبه ښکاري. زړه یې را وخوړ.

ـ پتمنه تا به ام کاري سیستم نه وي جوړ کړی؟

ـ نه پلاره! جوړ دی چوکۍ په تخت بدلېږي. دېوالونه هر چېرته کوزېږي او بېرته په چت کې ورکېږي. د اوربلکۍ هره برخه لکه دروازه خلاصېږي. ” (عمر، ۱۳۹۳: ۳مخ)

څلورم؛ د اوربلکۍ لومړنۍ جوړښتي بڼه. “مخامخ نیم تالار په ښيښو احاطه شوی او په تپونو ډک و. هلته د پړسېدلي خټکي په څېر بې وزرو الوتکه په سینه ناسته وه. اوربلکۍ یې بلله. له چته بې شمېره سپین پایپونه ور کېوتي وو.

د اوربلکۍ پوټکی له لسو میلیونو مایکرو کمرو څخه جوړ و. د پاسه یې نرۍ توره پرده کش وه. پلان دا و چې کمرې د خپلې مخې د فضا تصویر بلې خوا ته ولېږي. هلته په پرده کې خپور شي. خلک چې له هرې خوا نه وګوري. الوتکه و نه ویني. بلکې هاغه فضا وویني چې د الوتکې موجودیت باید د دوی له سترګو پټه کړې وای. لکه د کمپیوټر په مخ چې تصویر لیدل کېږي. نه پرده.” (عمر، ۱۳۹۳: ۴مخ)

پېنځم؛ کله چې د پولیسو ګزمه د دوی په کارځای ور برابره سوه، دوی اوربلکۍ او تالار په داسې ډیران بدل کړ چې وښيي دا هيسې یو پخوانی ځای دی.”دوی بې اندازه وارخطا شول. هر یوه د خپل مړوند موبایل بېخي بند کړ. د اوربلکۍ د کوټې تپونه او پایپونه په چت کې ورک شول. د ښيښې دېوالونه هم ښویه په ځمکه ننوتل. له پاسه لوی سرپوښ راغی اوربلکۍ یې ټه کړه. په سر پوښ پسې خځلې نښتې وې. کټمټ ډېران ښکارېده. جمبو په رېموټ کنټرول یو کسیزې الوتکې د کوپې دروازې کوټې ته ننوېستې. زنګ وهلی قلف یې ورو واچاوه. کمپیوټرونه په نریو چوکیو ننوتل. چوکۍ یې قاتې قاتې لکه کتاب په لاسونو کې ونیولې. اوس تالار بېرته دا داسې کارځای په څېر شو چې د پېړیو راهیسې ترک شوی وي.” (عمر، ۱۳۹۳: ۶مخ)

شپږم؛ د اوربلکۍ جوړونکو داسې ساینسي فکر کار کړی، چې دوی یې د تخیل او عملي وسایلو پر مټ خپلې موخې ته نږدې کړي دي.”زمری خان د خپلې مېرمنې او فرانسوا خوا ته تاو شو:

ـ ګورئ! که د لسو میلونو مایکرو کمرو څخه یوه هم زاویه ولري، دا به لیدل کېږي. توره پرده ام باید ملي متر په ملي متر عیاره شي. که نه د سکرین کار سم نه ورکوي. نتاشې په نهیلۍ شونډې ورپولې:

ـ عیاره کړې مو ده خو…

ـ نه مو ده کړې کنه نو سړی چې د هرې خوا ورته وګوري د اوربلکۍ د بلې خوا فضا باید په طبیعي ډول وویني. ته لرې! ته ما پرېده!

هغه د نتاشې په چوکۍ کېناست. کمپیوټر یې د ورنو د پاسه راغی. زمري خان ورڅخه څه وغوښتل. کمپیوټر ځینې لارښوونې وکړ. دواړه اوږده شېبه غږېدل په پای کې یې مخ مېرمنې ته واړاوه:

ـ اه، وادې ورېدل؟ پينځلس زره مایکرو کمرې ډېره نرۍ زاویه لري.” (عمر، ۱۳۹۳: ۹مخ)

اووم؛ د دې کمرو د وضاحت لپاره بیا په وروستۍ برخه کې کله چې پولیس د دوی په لټه کې وي، دا وسیله د یوې نړیوالې پولیسې له لوري لږ نوره هم واضح کوي چې له لوی مهارت څخه پکې اخیستل شوی. “ګوره! دا د تورې پردې لاندې د تورو ټکو غوندې ندي، دا مایکرو کمرې دي، هرې خوا ته چې ده، د امغې خوا تصویرونه اخلي، بیا یې بلې خوا ته انتقالوي. دا توره پرده جې ده، د ا سکرین دی. ته پکې د الوتکې د بلې خوا نه د فضا  انتقال شوی تصویر وینې. خپله الوتنکه نه وینې. عیناً لکه سړی چې د کمپیوټر د سکرین پرده نه ویني؛ خو تصویر پکې ویني.

ـ ما په نیټ کې ولید. دا تجربه د زمري خان کورنۍ پروسږ کال ام کړې وه. دسې توپ یې جوړ کړی و چې ستا په مخ به ولګېده خو تا نه لیده. یو ځل د توپ یوه برخه زخمي شوې وه. دا توره پرده یې توږل شوې وه. اغه ځای دسې ښکارېده لکه سوی چې وي.” (عمر، ۱۳۹۳: ۶۱-۶۲مخ)

اتم؛ دوی داسې پرمختللې عینکې هم کارولې وې چې د ویډیویي کامرو استفاده یې ترې کوله. “جمبو تورې عینکې اچولې وې. عینکو د ویډیو کمرې کار هم کاوه. اینګې لا هم په نېټ کې بې خاونده ودانۍ لټولې او ادرسونه یې ورته جوړول.” (عمر، ۱۳۹۳: ۹مخ)

نهم؛ د جرګه‌ګۍ مشرانو ماشوم د ماشین له لارې غوښت چې دا بیولوژیکي بدلون هم د ساینس له مخې رامنځته شوی و. چې ځینو یې په ضد خپل دلایل ویل:” قدرمنو دوستانو! د کله نه چې د انسان زېږېدنه په ماشین کې پیل شوې بېخ او بنیاد یې په وتو دی. ګورئ! که تش په څېره وای نو وربټان ام انسانان دي. مګر نه اغوئ، ندي. ځکه چې مور ندي زېږولي. د مور او پلار مینه یې نه نده لیدلې. چا د دوی د ارام د پاره نه ارامه شپه نه ده تېره کړې، چا چې خپله د خولې مړۍ نده وورکړې . دوی نه پوهېږي چې بچی څو نه خوږ وي؟ چې د ګران انسان خوشالول څو نه خوند لري؟ دوی نه پوهېږي چې په رګونو کې مینه څنګه لاره کوي؟ ګورئ! مینه لرل د انسان جوهر دی او میه ورکول یې ضرورت . خو د روبټ نه د دې امید نشته….

ــ بل د ماشینانو د برکته ودونه بېخي کم شوي. امدا اوس ٪۹۰خلک مجرد دي. د ٪۱۰ واده والاو څخه ام نیمایي بچي نه زېږوي. بې تکلیفه اولاد غواړي. نه پوېیږم چې ماشوم په خېټه کې لویول ظاهراً تکلیف دی. اغه مینه چې بیا پشته تر لاسه کوي. په سلو داسې تکلیفونو ارزي. موږ پوېیږو چې ماشینانو ته په دې پوېیدل سخت دي. خو باور لرو چې زیاتره مور زېږولي ام زموږ ملاتړ نه کوي. ډارېږي. چې بېرته پاتې ورته و نه ویل شي. د بشر د حقونو مخالف و نه بلل شي.” (عمر، ۱۳۹۳: ۳۱مخ)

لسم؛ د ماشین له زېږون څخه نه یوازې عامو خلکو، بلکې د جرګه‌ګۍ د مشرانو اولادونو هم سر ټکاوه چې د ماشین له لارې یې تر لاسه کړي و. دوی ویل چې هېڅ انساني چلند نه ورسره کېږي او په خبره یې مور او پلار ورسره څه تکلیف نه دی ګاللی. “څه زوی یمه؟ زیامت خو یې راباندې نه دی ایستلی. ماشین کې پیدا شوی یمه.

ډاکټرانو  او روبټانو لوی کړی یمه. پیا دې شپږ کلن اخیستی یمه. د خپلې سات تېرۍ د پاره. که بل چا اخېستی ومه اوس به داغه زوی ومه.

وینګ په قهر شوه!

د بل زوی به څنګه وې؟ زما د نطفې نه پیدا یې.

ـ ځه بابا هر شی د بل شي نه پیدا کیږي. د یو شي په خوړولو پاتې کېږي. اوس هوسۍ به لاس لګۍ چې پړانګ مې ورور دی، ځکه چې زما د ورونو په خوړلو غټ شوی دی.” (عمر، ۱۳۹۳: ۵۳مخ)

پایله

د دې مقالې په لمن کې موږ د پښتو ادب له تکړه ناول لیکونکي اصف عمر سره او د ده د اوربلکۍ په نوم چې پښتو کې د ساینس فېکشن ناولونو په برخه کې تر نورو ناولونو مخکې دی او لومړنی ځای لري، اشنا شو.

مقاله دا را زده کړل چې د ساینس فېکشن کیسې، څه ډول لیکل کېږي؟ له کومو تخنیکونو یا کومو موضوعاتو څخه پکې ګټه اخیستل کېږي؟ د دې کیسو بنسټیزه برخه څه ده؟ اړتیا څه وه چې یادې کیسې ولیکل شوې؟ د اوربلکۍ ټولې هغه برخې چې د ساینس فېکشن کیسه لیکلو په برخه کې ترې کار اخیستل کېږي، وړاندې شوې.

په دې څېړنه کې یوازې د ناول په موضوع چې ساینسي ده یا ساینس فېکشن ده، خبرې وشوې، وړاندیز کوم چې د دې ناول په فني اړخ جلا یو څه ولیکل شي، څو لوستونکي په دې پوه شي چې ایا په فني اړخ کې له نورو ناولونو سره څه توپیر لري، که نه.

ماخذونه

ازمون، لعل پاچا. (۱۳۹۹ل). د ادبیاتو فلسفه. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي، د اطلاعاتږ او عامه اړیکو ریاست.

اسیر، احمد علي. (۱۳۹۳ل). پښتو ناول او ناولونه. پېښور: یونیورسټي پبلشرز پېښور.

امیري، فرید احمد. (۱۴۰۱ل). په پښتو ادب کې د ساینسي تخیلي کیسو څېړنه. د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه. د ماسټرۍ تیزس.

پسرلی، ایمل. (۲۰۲۰ز). د نړیوالو کیسو کیسې. کابل: سروش خپرندویه ټولنه.

ترابي، محب الله. (۱۴۰۴ل). منثور داستاني ادبیات. لکچر نوټ.

صادقي، میر. (۱۳۹۲ل) داستان های خیالي. تهران: انتشارات ساینسي.

عایل، نوراحمد(۱۳۹۸ل) علمي تخیلي داستانونه ـ ساینس فېکشن. پکتیا: پکتیا پوهنتون.

عمر، محمد آصف. (۱۳۹۳ل) اوربلکۍ. ننګرهار: مازیګر خپرندویه ټولنه.

غضنفر، اسدالله. منلی نجیب. (۱۳۹۹ل). د ادبیاتو دنیا. کابل: ارګ.

محرابي موسکا. (۱۴۰۱ل). د محتوا له پلوه داستاني ژانرونه. د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه. د ماسټرۍ تیزس.

محک، عبیدالله. (۱۳۸۳). سرمقاله. د داستانونو مجله، دویمه دوره، څلورمه ګڼه.


لیکوال ښاغلی نور د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د ماسټرۍ دورې محصل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شمشیر غار او (لاورې کارونیز) پرتله | زمری محقق

دواړه غارونه د نړۍ له مشهورو تاریخي غارونوله جملې څخه دي، خو د جوړېدو، تاریخي ارزښت او کارونې له پلوه ډېر توپیر سره لري.  :Shamsher...