تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن او ټایګر شروف ته خبرداری ورکړی چې د یوه داسې برانډ په اعلانونو کې له څرګندېدو ډډه وکړي چې له منع شوي «پان مسالا» محصول سره تړاو لري.
د مهاراشترا د خوړو او درملو ادارې ویلي، دغه درې لوبغاړي د Vimal د هیل اعلان کوي، خو د دې برانډ نوم تر ډېره له «پان مسالا» سره تړل کېږي؛ هغه محصول چې روغتیايي کارپوهان یې د خولې له جدي ناروغیو او د سرطان له خطر سره بې ارتباطه نه بولي.
چارواکو له درې واړو ستورو غوښتي چې اړوند اعلانونه له خپلو ټولنیزو رسنیو لرې کړي، په راتلونکو خپرونو کې یې له ګډون څخه ډډه وکړي او د خپلو اعلاناتي قراردادونو معلومات له ادارې سره شریک کړي.
د مهاراشترا د خوړو او درملو ادارې په خبرتیا کې ویلي، د یوه برانډ د نوم او هویت دا ډول کارول د منع شوي محصول د بازارموندنې او د مصرفوونکو په ذهن کې د هغه نوم د پیاوړتیا سبب کېدای شي.
چارواکو دغو درېیو لوبغاړو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی چې د دې اعلانونو په اړه خپل وضاحت وړاندې کړي.