Homeخبرونهد دماغ رګ کله شلېږي؟ ۱۲ خطرناکې نښې

د دماغ رګ کله شلېږي؟ ۱۲ خطرناکې نښې

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۷ مه) د روغتیايي متخصصانو په وینا، د دماغ د رګ شلېدا یا مغزي سکته، چې په طبي اصطلاح کې ورته Brain Hemorrhage یا Hemorrhagic Stroke ویل کېږي، یو ډېر خطرناک روغتیايي حالت دی چې ناڅاپه رامنځته کېدای شي.

دوی وايي، دا حالت معمولاً د وینې د لوړ فشار، د دماغ د شریان د کمزورۍ (Aneurysm)، د سر د ټپ یا د وینې نری کوونکو درملو د ناسم استعمال له امله رامنځته کېږي.

ډاکټران وايي، پر وخت تشخیص او ژر تر ژره طبي مرستې ته رسېدل د ناروغ ژوند ژغورلی شي، خو ډېری کسان لومړنۍ نښې له پامه غورځوي.

متخصصانو د دماغ د رګ د شکېدو ۱۲ مهمې نښې داسې یادې کړې دي:

  1. ناڅاپي او ډېر شدید سر درد؛
  2. زړه بدوالی یا کانګې؛
  3. د سترګو د لید ستونزې؛
  4. د بدن د یوې برخې کمزوري؛
  5. په خبرو کولو کې ستونزه؛
  6. سرګرځېدل؛
  7. بې‌هوښي؛
  8. د غاړې شخوالی؛
  9. له رڼا سره حساسیت؛
  10. د مرۍ یا تشنج حمله؛
  11. ذهني ګډوډي؛
  12. په ساه اخیستلو کې ستونزه.

طبي متخصصان سپارښتنه کوي چې که له دغو نښو څخه یوه یا څو نښې ناڅاپه څرګندې شي، باید سمدستي نژدې روغتون ته مراجعه وشي، ځکه په داسې حالت کې هره شېبه مهمه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...