Homeخبرونهډله‌ییز امنیتي تړون وايي، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ وضعیت له نژدې...

ډله‌ییز امنیتي تړون وايي، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ وضعیت له نژدې څاري

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۷ مه) د ډله ییز امنیتي تړون سازمان (CSTO) سرمنشي طلعت‌بیک مصادیکوف، ویلي چې دغه سازمان د افغانستان وضعیت له نژدې څاري او د هېواد په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول له تاجکستان سره په پوله کې، بې‌ثباتي لا هم دوام لري.

هغه د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې د دغه سازمان د مسوولیت په سیمه کې د بې‌ثباتۍ دوام د سیمې امنیت ته څرګند ګواښونه رامنځته کوي.

هغه دا څرګندونې په داسي حال کې کړي چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو یو قوماندان جمعه خان فاتح د مرکزي حکومت په وړاندې جبهه نیولې وه او څو ورځې یې جګړه وکړه.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې ګړي دي چې په وروستیو ورځو کې د بدخشان په  نسی ولسوالي کې، چې د افغانستان او تاجکستان پولې ته نژدې ده، د جمعه‌خان فاتح د کسانو او د طالبانو د دفاع وزارت د ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وې.

خو د طالبانو سرچینو نن اعلان وکړ چې د زابل پخوانی مرستیال والي او په بدخشان کې ناراضي سیمه ییز قوماندان جمعه‌خان فاتح، له خپلو وسله‌والو کسانو سره په نسی ولسوالۍ کې طالبانو ته تسلیم شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم تر دې مخکې له طلعت‌بیک مصادیکوف سره په لیدنه کې ویلي و چې د افغانستان تحولات د دې سازمان له مهمو ننګونو څخه دي.

د لاوروف په وینا، په منځنۍ اسیا کې امنیتي وضعیت او له افغانستان سره اړوند تحولات اوس د ډله ییزامنیتي تړون سازمان د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه دي او د غړو هېوادونو ترمنځ دوامدارې پاملرنې او همغږۍ ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارګ له دېوالونو سره یوه ناسته! | امیرشاه یاد

2017 کال و ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل پوهنتون د بېلابېلو ژبو او ادبیاتو محصلان او استاد د ارګ ماڼۍ ته غوښتي وو، تر څو...