Homeخبرونهد ایران یوه وزیره وايي، د امریکا او اسراییل په بریدونو کې...

د ایران یوه وزیره وايي، د امریکا او اسراییل په بریدونو کې د ایران ۱۰۰ الوتکې ویجاړې شوي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۷ مه) د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې، فرزانه صادق، ادعا کړې چې د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د ایران شاوخوا ۱۰۰ الوتکې ویجاړې شوې دي.

هغې ویلي، په بریدونو کې هوايي ډګرونه، د برېښنا او اوبو تاسیسات او د ترانسپورټ نورې زیربناوې هم زیانمنې شوې دي.

صادق ویلي، سره له دې زیانونو، ایران د حج الوتنې د اتو الوتکو په مرسته روانې وساتلې او د جګړې په لړ کې د رېلګاډو، سړکونو او بندرونو له لارې د لېږد رالېږد دوام درلود.

د نوموړې په وینا، د امریکا په بریدونو کې د ایران په ۲۵ ولایتونو کې شاوخوا ۴۰۰ ښارونه اغېزمن شوي او نژدې ۱۰۰ زره سوداګریز ې ودانۍ او کورونه زیانمن شوي دي.

له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، د «اسلام‌اباد تفاهم‌لیک» ۶۰ ورځنی مهلت د بندیزونو د پای ته رسولو او د اتومي موضوع په اړه د خبرو لپاره ټاکل شوی و، خو د امریکا له لوري د تفاهم‌لیک د سرغړونې له امله خبرې اصلاً پیل نه شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، د ایران او امریکا ترمنځ د «اسلام‌اباد تفاهم‌لیک» د دوه‌میاشتني مهلت له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله وویل چې واشنګټن د دغه تفاهم‌لیک د غځولو په لټه کې نه دی.

ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره د خبرو په ترڅ کې وکړې. د یاد تفاهم‌لیک له مخې، ایران او امریکا باید په ۶۰ ورځو کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې وروستۍ هوکړې ته رسېدلي وای، خو دغه مهلت د مشخصې پایلې له ترلاسه کېدو پرته پای ته ورسېد.

د تفاهم‌لیک د متن له مخې، د ۶۰ ورځو موده د دواړو لورو په موافقه د غځېدو وړ وه، خو ټرمپ اوس ویلي چې امریکا د دې مهلت د تمدید غوښتنه نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شمشیر غار او (لاورې کارونیز) پرتله | زمری محقق

دواړه غارونه د نړۍ له مشهورو تاریخي غارونوله جملې څخه دي، خو د جوړېدو، تاریخي ارزښت او کارونې له پلوه ډېر توپیر سره لري.  :Shamsher...