Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملابرادر: د خصوصي سیکتور له ونډې پرته افغانستان وده نه شی کولی

ملابرادر: د خصوصي سیکتور له ونډې پرته افغانستان وده نه شی کولی

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۷ مه) د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ویلي چې د خصوصي سکتور له ونډې پرته د افغانستان اقتصاد وده نه شي کولی او دغه سکور باید د لویو زیربنايي پروژو په پلي کولو کې لا زیات رول ولري.

برادر نن په کابل کې د یوه سهامي شرکت د جوړېدو او فعالیت د هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، حکومت په یوازې توګه د هېواد اقتصادي بار پر اوږونه شي وړلی او د اقتصادي ودې لپاره د خصوصي سکور فعاله ونډه لازمه ده.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو هدف د داسې اقتصادي چاپېریال رامنځته کول دي چې پانګه‌وال په ډاډه زړه پانګونه وکړي، سوداګر خپل فعالیتونه پراخ کړي او صنعت‌کاران خپل تولید زیات کړي.

د طالبانو اقتصادي مرستیال همداراز وویل، حکومت د پانګونې پر وړاندې د غیرضروري خنډونو د لرې کولو، د اداري پروسو د ساده کولو او د خصوصي سکتور لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو هڅې کوي.

برادر له پانګه‌والو غوښتي چې په ګډو پروژو کې د ګډون له لارې د افغانستان د اقتصاد په وده او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د سهامي شرکت جوړولو ته په اشارې وویل، چې د دې پروګرام عملي کول د نفتي موادو په برخه کې د افغانستان د ځان‌بساینې لپاره یو مهم ګام دی.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په خپله وروستۍ ارزونه کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي وده لا هم کمزورې ده او مالي سرچینو ته محدود لاسرسی، د انرژۍ کمښت، سوداګریزې ستونزې او د مقرراتو په اړه ناڅرګندتیا د خصوصي شرکتونو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دي.

د ملګروملتو د پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، د افغانستان خصوصي سکتور د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د اقتصاد په ښه کېدو کې د پام وړ ظرفیت لري، خو د دې ظرفیت د فعالېدو لپاره د مناسب سوداګریز چاپېریال، مالي سرچینو ته د ښه لاسرسي، د زیربناوو د پراختیا او د سوداګرۍ د اسانتیاوو برابرول اړین دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارګ له دېوالونو سره یوه ناسته! | امیرشاه یاد

2017 کال و ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل پوهنتون د بېلابېلو ژبو او ادبیاتو محصلان او استاد د ارګ ماڼۍ ته غوښتي وو، تر څو...