Homeخبرونهاروپايي ټولنې او ملګروملتو د کابل په یوه ښوونځي کې چاودنه خواشینوونکې...

اروپايي ټولنې او ملګروملتو د کابل په یوه ښوونځي کې چاودنه خواشینوونکې وبلله

تاند (سې‌شنبه، د زمري/ اسد ۲۷ مه) اروپايي ټولنې د کابل په لوېدیځ کې په «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي کې پر چاودنې ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د راپورونو له مخې په پېښه کې لسګونه زده‌کوونکي ټپیان شوي دي.

اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې ښوونځي باید د ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي او پر زده‌کوونکو او ښوونیزو مرکزونو قصدي بریدونه «د منلو نه دي».

چاودنه د دوشنبې په مازدګیر د زده کوونکو د رخصتېدو په مهال وشوه. ځايي سرچینو ویلي چې شاوخوا ۵۰ زده‌کوونکي په چاودنه کې ټپیان شوي، خو د مرګ‌ژوبلې وروستۍ شمېره لا په خپلواک ډول نه ده تایید شوې.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، ښايي چاودنه داعش یا د دې ډلې اړوندو کسانو کړې وي. نوموړي زیاته کړې چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او امنیتي ځواکونه د برید د عاملانو د پېژندلو او نیولو هڅه کوي.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ دا چاودنه «ډېره خواشینوونکې» بللې او د بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارګ له دېوالونو سره یوه ناسته! | امیرشاه یاد

2017 کال و ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل پوهنتون د بېلابېلو ژبو او ادبیاتو محصلان او استاد د ارګ ماڼۍ ته غوښتي وو، تر څو...