تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۷ مه) د کار نړیوال سازمان (ILO) وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته په کاري ځواک کې د ښځو ونډه ۵ سلنې ته راټیټه شوې ده. دغه سازمان د ښځو د «سخت محرومیت» د پای ته رسولو لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د ښځو د کار ځواک ونډه ۱۶.۵ سلنه وه، خو په ۲۰۲۶ کال کې ۵.۱ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د دې برعکس، د کار د نړیوال سازمان په وینا، د نارینهوو د کار کچه په چټکۍ سره لوړه شوې ده.
د افغانستان لپاره د کار د نړیوال سازمان د د دفتر مشر، ټیټي هابیاکارې، ویلي: «افغانستان هغه مهال باثباته کاري بازار نه شي جوړولای چې د نفوس لویه برخه یې له اقتصادي فعالیتونو محرومه وي.»
راپور دغه کمښت د طالبانو له هغو محدودیتونو سره تړلی چې د ښځو پر زدهکړو او کار یې اغېز کړی دی.
د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې د ښځو د کار دوهمه ټیټه کچه لري او یوازې یمن ترې وروسته دی.
خو د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو شمېر لس چنده زیات شوی، ځکه ښځې له ډېرو نورو مسلکونو څخه محرومې شوې دي.
په عمومي ډول، په افغانستان کې د کارکوونکو شمېر د ۲۰۲۲ کال له ټیټې کچې څخه ۱۴ سلنه زیات شوی او په ۲۰۲۶ کال کې ۸.۵ میلیونو ته رسېدلی دی.
خو د راپور له مخې، د کارموندنې دغه وده د نفوس له چټک زیاتوالي سره همغږې نه ده، په ځانګړي ډول د پاکستان په څېر ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغانانو د بېرته ستنېدو له امله.