پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+تیوري او د ژبې «ادبي ګرامر» | نعمت الله صدیقي

تیوري او د ژبې «ادبي ګرامر» | نعمت الله صدیقي

موږ معمولاً د ژبې ګرامر وایو او یا مو په ذهن کې د ګرامر په یادولو د ژبې اصول او قواعد مخې ته درېږي؛ خو کله چې په شلمه پیړۍ کې ادبي تیوری له ژبنیو موډلونو هم په ادبي مباحثو کې استفاده وکړه؛ نو د ژبې د همدې ګډون په وجه د ادبیاتو یو شمیر نور تصورات او مباحث یې هم ورسره پراخ او واوړېدل او دا په ادبیاتو کې تقریباً د ژبې منظم او باقاعده راننوتل هم وو.

 

دا خبره په خپل ځای سمه ده، چې ادب او ژبه د مانیز او اساسي تړاو له پلوه پر یو بل بنسټیز اثر او اغیز لري؛ خو دا تخصیص یا دقت هم لازم دی، چې له لومړیتوبونو پرته هم د ژبې ګرامري ارزښت او د ادبیاتو خپل خپل ځایونه او صاحې معلومې دي، دغسې یو فکر لکه اوس چې د تیوری په راتګ سره عام دی، چې ګنې ژبني اصول او مباحث یا په ټوله کې ژبنۍ ګرامر په ادبي اصولو او ځانګړنو هم ورګډ دی، بلکل غلطه او ناسمه خبره ده؛ بلکې ناسمه کړای شوې غلطه ده.

 

اوله خبره دا ده، چې د عامې او ادبي ژبې ترمنځ فرق شته، موږ چې عامې خبرې یا عام او علمي نثر لیکو؛ اړ یو چې د ژبې بنسټیز ګرامري او نحوي اصول او قواعد په پام کې ونېسو؛ بلکې بغېر له دې هیڅ ممکن نه ده، چې حتی د ژبې عام فهم او ابلاغ یا اظهار دې افاده یا څرګند کړای شو. دویمه خبره یې د ادبي ژبې یا پنځونې او ګرامر ده، کله چې یوه کیسه یا شعر لیکو؛ نو دلته هم دوه خبرې دي، یوه دا چې په دې کې هم سراسري یا تر یوې کچې ګرامري اړتیا شته؛ یعنې داسې هم نه ده، چې موږ دې یوه ادبي فنپاره یا پنځونه داسې بې ګرامره کړو چې حتی د مونث او مذکر فرق دې هم په کې ونه کړای شو؛ بلکې دا په کې لازم ده، چې د ژبې عام قاعدوي او اصولي اړخ به یې جوړ او سم وي، چې موږ یې په ادبي بحثونو کې د روزمرې په اصطلاح هم یادوو او معاصر ژبپوهان یې طبعي ژبه هم بولي؛ یعنې که څوک په ژبنیو اصولو یا ګرامر پوهېږي یا نه؛ خو ژبه یې داسې وایي، چې ځیني اصول او ځانګړنې خپله په کې مراعاتېږي؛ ځکه خو موږ دلته په ادبي فنپارې یا پنځونه کې په سراسري ګرامري اړتیا هم یاد کړ. دویمه یې دا چې په یوه ادبي متن کې له دې سراسري ګرامره معلومېږي، چې دا یې یوه ضمني اړتیا ده، اصل او اولینه اړتیا د یوه متن خپل ادبي ګرامر یا اصول او ځانګړنې دي، چې هر متن د خپل ادبي هیئت او ماهیت له مخې د هغې اړونده داخلي او خارجي اصولو او ځانګړنو سره مکلف دی.

 

دلته دا خبره مهمه نه وه، چې ګنې ژبنۍ ګرامر مو یې له ادبي هغه بېل وګاڼه او یا دا کومه داسې بغرنجه مساله وه، چې حل یې ممکن نه و؛ خو زموږ بحثونه یا تصورات یې اوس هم د یوې غلطې او جدې پوښتنې په توګه اخلي؛ حال دا چې اوس ترې دې دا مهمه ده، چې په نوې ادبي تیوری کې راوړي ژبني بحثونه څومره او څنګه ادبي دي؟ ځکه له نوې ادبي تیوری سره د ژبې او په ژبه کې د مانیز رغښت، مانا او د افادې طرز یې یو نوی بحث له ځان سره راوړی و؛ خو دا بحث هم هغه وخت ګډوډ شي، کله چې یې په اړه همداسې غلطې پوښتنې او اندیښنې عامې کړای شي؛ مثلاً په همدې نوې ادبي تیوری دا خبره تړل هم نامناسبه ده، چې ګنې ادبي تیوري د ژبې او یا د هغې په خپل ژبني او ذاتي ارزښت ولاړه ده یا د ادبي تیوری اساس همدا ژبه ده.

 

اصلاً نوې ژبپوهنې چې له فرديناند دې سوسور نېولې تر همدې وروستیو ټولو هغو بنسټیزو تیوریسنانو پورې یې چې دوی کله هم له ژبې سره ادبي مباحث ګډ کړي دي؛ نو دوه صورته یې موندلي، اول یې د ژبې د عام ارزښت او یا یې د هغې د ځینو طبعي او نه ختمېدونکيو تړاونو خبره کړې ده، چې مقصد او موخه یې د ژبې او ادب د عامې مانا او مفهوم جوړښتونه یا رغښتونه څېړل و. دویم یې د ژبې له دننه د ځینو ماډلونو راخیستل او په هغې اساس یې ادبي ماډولونه جوړ او ترې استفاده کړي دي، د وروستي دغه په اړه خبرې یې اکثریت ادبپوهانو یا ادبي نقادانو کړي دي، چې اصل یې د همدې ادبي متونو د هیئت او ماهیت سپړل وو.

 

په دغه مباحثو کې یې اصلي ژبنۍ نقطې دا وې، چې ژبه یوازې د معنا د انتقال وسیله نه ده، لکه پخوا چې یې په اړه فکر کېده؛ بلکې معنا پخپله د ژبې د نښو، رغښت، جوړښت او توپیرونو له لارې رامنځته کېږي او په همدې اساس متن مانیزه خپلواکي اخلي او بحث یې دا و، چې په یوه ژبني متن کې نښې څنګه له یو بل سره اړیکه جوړوي، ځکه د کلمو ماناوې د همدې توپیرونو له مخې کېږي؛ نه د کومې ثابتې او له مخکې موجودې معنا له مخې او همدا ژبنی نظام د دې سبب ګرځي چې متن څوګونې معناوې ولري او د نورو متونو او فرهنګي چوکاټونو سره تړلی پاتې شي.

 

اوس که موږ په همدې عمومي اساس وګورو؛ نو د نښو، رغښت او د توپیرونو دغه موډل د ژبپوه سوسور دی؛ خو کله چې پس رغښتوالو دغه ژبنۍ موډل ادبي بحثونو ته راوړو؛ نو مقصد یې همغه د سوسور تر حده یا د ژبپوهنې د بحث نه و؛ بلکې د یوه ادبي متن د مانا او رغښت یا د هغې د ادبي مانا استخراج او سپړل وو، چې اساس خو یې همدا ژبنۍ ماډل و؛ خو ولې هدف یې له مانیزه پلوه ادبي متن سپړل و.

 

د ادبي تیوری د درېیو هغه برجسته ادبي تمایلاتو لکه فورمالېزم، پس رغښتواله او د نوې کره کتنې بحثونه یې هم د همداسې ادبي ارزښتونو له مخې دي؛ مثلاً فورمالېزم وايي چې ادب د ځانګړیو ژبنیو تخنیکونو له امله ادبي کېږي، لکه وزن، قافیه، تکرار، استعاره او د عادي ژبې نه بېل استعمال چې باید همدا تخنیکونه یې وڅېړل شي. رغښتواله ادب بیا د ژبې د یوه لوی نظام برخه ګڼي او ټینګار کوي لکه پورته مو چې هم وویل مانا د کلمو او نښو ترمنځ د اړیکو او توپیرونو له لارې ممکن ګڼي. نوې کره کتنه بیا پر نږدې لوست تمرکز کوي او وايي چې متن باید د خپل اندروني یا دننني ژبني جوړښت له مخې وڅېړل شي؛ یعنې کلمې، ابهام، تناقض او ټول عناصر یې باید داسې ولوستل شي چې د متن دنننی یووالی ترې څرګند کړای شي. له همدې امله درې واړه مکتبونه دا مني چې که د ژبې دقیق تحلیل ونه کړای شي، نو د یوه ادبي متن د اصلي مانا او ارزښت درک هغسې ممکن دی؛ لکه څنکه چې وي.

 

په دغه درې واړو تیوریکو تمایلاتو کې هم وینو، چې ژبه په عامه یا د ژبنیو موډلونو په نقش کې واقع ده، چې اصل هدف په کې د ادبي متن «ادبي والی» یا «ادبییت» ده. ځکه خو رومن جیکب سن که څه هم ادب له ژبې پر ځانګړې کارېدنه پنځېدلی باله، چې ادب هاله ادبي کېږي، چې ژبه یې په خاصه ځانګړنه یا شعري او ادبي جوړښت مهمه شي؛ یعنې یوازې پیامونه نه دي، چې ګنې د څه له اړخ یې په یوه ژبه یا په ادبي متن کې «څه» مهم دي؛ بلکې «څنګه» یې مهم بولي. جیکبسن په دې باور و، چې د شعر و ادب اصلي ځانګړنه د ژبې «شعري دنده» يا مجموعاً د ادب «ادبییت» ده، ځکه لوستونکی د کلمو پر غږ، ترتیب او اړیکو فکر کولو ته اړ باسي، او له همدې ځانګړي ژبني جوړښت څخه معنا پیدا کېږي.

 

زه د دې ژبنیو موډلونو د بېلګو لپاره یوازې همدا دوه مثالونه کافي بولم؛ مثلاً د سوسور د نښې او توپېر ترڅنګ لانګ او پارول یا د سګنفایډ او سګنفایر یې هم هغه ژبني توکي دي، چې معاصره تیوري پرې د یوه متن د دال او مدلول یا د لفظ او مانا مباحث پرې تطبیق کوي، همدا ډول د فورمولیستو «غېر عادي ژبه» یا «غېر عادي کول» یې همغه موډل و، چې که څه هم د یوه متن ژور او ماهیتي لوست یې کاوه؛ خو اساس یې له اول د ژبې و؛ یعنې د دوی په قول یوه عادي جمله یا کلمې هغه وخت غېر عادي کېږي، کله چې هغه له خپل هویته په یوه بل غېر عادي حالت کې واقع شي؛ مانا له ژبې تر مانیز غېر عادي کېدلو پورې یې دوه مختلف صورته دي؛ مثلاً شرر ساپی وايي:

 

سپینې واورې په نرۍ لخښته انبار دي
که په ځمکه د اختر د شپې هلال دی

 

اوس که د دې بیت لومړی مسره په عامه ژبنۍ روزمره کې وایو؛ نو شاید په خبري جمله یې داسې ووایو «په نرۍ لښته سپینې واورې انبار دي»؛ خو دلته چون شاعر باید د شعر وزن مراعات کړي او دا وزن د ژبې نه؛ بلکې ادبي ضرورت دی؛ نو ځکه دلته عامه ژبه ماته او غېر عادي شوې ده او دې غېر عادې کېدلو وزن هم پیدا کړی دی او په مفهوم یې هم اثر شته.

 

خلاصه دا چې په ادبي تیوری کې د ژبې مباحث ضمني او موډلي دي، نه د ژبې ګرامر ترې هدف دی او نه هم ژبه د کوم خاص او خپل ارزښت له مخې په کې مطرح ده؛ بلکې د یوه موډل په توګه یې له بڼې او طرزه استفاده کړی شوې ده، ځکه خو په تیوري کې د ژبې د ګرامر پر ځای د ادبي ګرامر یا د ادبي تیوری په خاصه اصطلاح د «ادبییت» اصطلاح غوره او د پام وړ ده او په همدې توګه موږ واضحه وو، چې په ادبي تیوري کې د ژبې نقش هغه د خاص یا ګرامري ژبې نه ده او نه هم د معاصرې ادبي تیوری اساس یې په ژبه ده؛ بلکې خپل «ادبيیت» او «خپلې ادبي ځانګړنې» یې اساس دي.

1 COMMENT

  1. ستاسو خبره د فارموليزم له مخې سمه ده البته ایګلټن بل نظر لري هغه اشاره کوي چې “عادي ژبه” یو واحد “نورم” value نه دی, دا د طبقې، سیمې، جنس له مخې بدلیږي. نو literariness د “انحراف له نورم” Deviation from the norm په توګه تعریفول ستونزې لري. او دغسې نورې تيوريز هم ادب له ژبې جلا نه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...