Homeخبرونهد مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ګټور ویروس جوړ شو

د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ګټور ویروس جوړ شو

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۳ مه) ساینسپوهانو د مصنوعي ځیرکتیا (AI) ټکنالوژۍ په مرسته یو نوی ویروس جوړ کړی دی، چې Evo–Φ2147 نومول شوی دی. د څېړونکو په وینا، دا پرمختګ په لابراتوار کې د ژوند د تخلیق په برخه کې یو مهم پړاو بلل کېږي۔

دا ویروس یوازې له ۱۱ جینونو جوړ دی او د ژوند تر ټولو ساده بڼه ګڼل کېږي، حال دا چې د انسان په جینوم کې نژدې ۲۰۰ زره جینونه موجود دي. دا ویروس په ځانګړي ډول د E. Coli بکتریاو د له منځه وړلو لپاره جوړ شوی دی۔

د څېړنې پر مهال د Evo2 په نوم د AI وسیلې په مرسته ۲۸۵ نوي ویروسونه جوړ شول، چې له دې ډلې ۱۶ یې تر ټولو اغېزمن ثابت شول. تر ټولو بریالی ویروس د طبیعي ډولونو پرتله ۲۵ سلنه ډېر چټک و۔

خو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د AI له لارې جوړ شوي داسې ویروسونه په راتلونکي کې احتمالي خطرونه هم زېږولای شي، له همدې امله د احتیاطي تدابیرو خپلول اړین دي.

تر دې پخوا په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا یا کووید ۱۹ د ویروس په اړه هم شکونه څرګند شوي وو چې ممکن په کوم لابراتوار کې په لوس لاس جوړ شوي وي.

د جوړو شویو ویروسونو په اړه تازه څېړنه د برېتانیايي ساینسپوه ډاکټر اېډریان وولفسن په مشرۍ د «جینیرو» په نوم سټارټ‌اپ کړې ده. د ډاکټر وولفسن په وینا، اوس د طبیعي ارتقا تر څنګ د AI پر بنسټ د جینوم ډیزاین هم د ژوند د ارتقایي بهیر برخه ګرځي، چې د ساینس په نړۍ کې د یو نوي انقلاب زېری ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...