Homeخبرونهروسي پلاوي له افغانستان سره پر سوداګري اړیکو او پانګونې خبرې وکړې

روسي پلاوي له افغانستان سره پر سوداګري اړیکو او پانګونې خبرې وکړې

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۲۱ مه) کابل ته نن (پنجشنبې) د روسیې د صدراعظم د مرستیال الکسي اورچوک د سفر په مهال د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسیې له شرکتونو وغوښتل چې په افغانستان کې د کانونو د راایستلو، د فابریکو جوړولو، زیربناوو او ځانګړو اقتصادي سیمو په برخو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د حکومت په وینا، برادر د روسیې له لوري د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پېرلو د کچې د لوړولو او د افغانستان په کرنه او مالدارۍ کې د روسیې د پانګونې لپاره هم د فرصتونو یادونه کړې ده.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د دغه هېواد د صدراعظم د مرستیال الکسي اورچوک له قوله راپور ورکړی چې مسکو غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

اورچوک ویلي، د روسیې په پلاوي کې تر ۷۰ ډېر سوداګر شامل دي، چې د لسګونو روسي شرکتونو استازیتوب کوي. د ده په وینا، ځینې دغه شرکتونه لا له وړاندې په افغانستان کې فعالیت کوي او یو شمېر نور غواړي خپل کارونه په دغه هېواد کې پیل کړي.

هغه زیاته کړې چې د پلاوي د غړو شرکتونه د ترانسپورټ، لېږد رالېږد، کرنې او درمل جوړولو په برخو کې فعالیت کوي.

د اورچوک په وینا، افغانستان د روسیې سرې ته لېوالتیا لري او ان غواړي چې د سرې جوړولو فابریکې یې په خپله خاوره کې جوړې شي.

هغه ویلي، روسیه چمتو ده له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مرسته وکړي، څو اقتصاد وده وکړي، خلکو ته د کار زمینه برابره شي، عاید یې لوړ شي او په سوله کې ژوند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...