پر دیوال باندې د ځوړند ساعت زرینې کړۍ ته ګورم چې کله، کله پر سړک باندې د تیریدونکي موټر د بتیو په روڼا کې وځلیږې بیا د ساعت ستنو ته په پوره پام سره غوږ نیسم ستنې بې ږغه بې ږوغه کرار، کرار پر خپل مدار ګرځي را ګرځي خو زما غوږ ته بیا هم هغه ناپېژانده ښکالو راځي اړخ بدلوم مخ د دیوال خوا ته اړوم ښکالو یو ه شیبه بندیږي خو بیرته پیل کیږي زما د خونې کړکۍ په یوه بالکن یا کوچنۍ برنډه کې خلاصیږي کیڼې خوا ته زما د ګاونډي د کور کړکۍ ده زما او د هغه د کور د کړکۍ په مینځ کې ډیره لږ فاصله ده داسي ګمان کوم چې یو څوک د ګاونډې د کور د کړکۍ څخه هر ماخستن برنډې ته راوځي او بیا زما خونې ته راګوري مخ څو واره د کړکۍ خوا ته او بیا بیرته د دیوال خوا ته رااړوم خو ښکالو هم هسي زما له حواسو سره لوبې کوي. د خونې دروازه مې خلاصه پرې ایښې ده په مخامخ دروازه کې یو سیوری په نظر راځي ګمان کوم چې د انسان سیوری دی په ځیر، ځیر ورته ګورم خو هغه زما اوتو شوي کالي دي چې په کوټبند کې مې اچولي او د دروازې په لوړ کلپک کې مې بند کړي چې سبا ته یې د دفتر دپاره واغوندم د یو کال څخه هم زیات کیږې چې دې ښار ته رسمي تبدیله شوې یم او په یوه اپارتمان کې یوازي ژوند کوم په لومړیو وختونو کې مې هیڅ ستونزه نه درلوده خو څه موده وشوه چې کله د شپې د خوب په نیت پر تخت وغځیږم د دباندې څخه ښکالو راځي. نن د رخصتۍ ورځ ده د کړکۍ یوه پله چې د کوچنۍ دروازې په اندازه ده خلاصوم او دباندې وځم غواړم برنډه پریولم کله چې د باندې وځم سترګې مې د برنډې په چت کې د چوغکو په ځالګۍ لګیږي او تر پښو لاندې په خاشو او خځلو …
۲۰۲۶ / ۲۲ / ۲۶