Homeخبرونهیونسیف: د افغانستان په ښوونځیو کې د هلکانو شمېر هم کم شوی

یونسیف: د افغانستان په ښوونځیو کې د هلکانو شمېر هم کم شوی

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۷ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) وایي چې په افغانستان کې د دوه میلیونه او ۲ سوه زره نجونو ترڅنګ، چې له زده کړو د محرومې دي، د هلکانو د نوم‌لیکنې شمېر هم کم شوی دی.

یونیسف د دوشنبې په ورځ، د دلوې ۶مه، په خپله ایکسپاڼه (X) کې لیکلي چې د طالبانو د حکومت له‌خوا پر نجونو د زده‌کړو د محدودیت له امله، ۲.۲ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته نه پرېښودل کېږي، او ورسره هممهاله په ښوونځیو کې د هلکانو نوم‌لیکنه هم کمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو دې ادارې خبرداری ورکړ چې د زده‌کړو په سیستم کې روان بحران د یوه بشپړ نسل راتلونکی له جدي خطر سره مخامخوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه له بیا واک ته رسېدو وروسته، د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې بندې کړې، او وروسته یې په لوړو او نیمه‌لوړو تحصیلي موسسو (پوهنتونونو او انسټیټیوټونو) کې هم نجونې له زده‌کړو منع کړې.

سره له دې چې له دې کبله پر طالبانو په ملي او نړیواله کچه پراخې نیوکې شوي، هغوی لا هم دا بندیزونه نه لېرې کوي.

افغانستان دا مهال د نړۍ یوازینی هېواد دی چې په رسمي ډول نجونې له ثانوي او لوړو زده‌کړو منع کوي.

د ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو، د بشري حقونو سازمانونو او حتا ځینو دیني علماوو له خوا دا بندیز د اسلامي اصولو او بشري حقونو خلاف بلل شوی.

د نړیوال بانک او یونیسف د اټکل له مخې، که دا وضعیت دوام وکړي، افغانستان به په راتلونکو لسیزو کې له سخت اقتصادي وروسته پاتېوالي، لوړې بې‌کارۍ او زیاتې بې‌وزلۍ سره مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...