پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهمنفي صفر هوا زلزله ځپلي ماشومان په خېمو کې له سخت خطر...

منفي صفر هوا زلزله ځپلي ماشومان په خېمو کې له سخت خطر سره مخامخ کړي

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۷ مه) د «سېف دي چلډرن» (Save the Children) مرستندویې موسسې ویلي چې په افغانستان کې درنه واوره د هغو زرګونو ماشومانو روغتیايي خطرونه لا زیاتوي چې لا هم له پنځو میاشتو وروسته، د زلزلو له امله په ویجاړو شوو سیمو کې په خېمو کې اوسي.

د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، واورې او سختې یخنۍ لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه کړي، تر ۱۰۰ ډېر یې ټپیان کړي او شاوخوا ۴۵۰ کورونه یې ویجاړ یا زیانمن کړي دي.

تېر کال د اګست پر ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې زلزله د هېواد یوه تر ټولو مرګونې زلزله وه، چې نژدې ۲،۰۰۰ کسان پکې مړه شول او تر ۸،۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شول. بې کوره شوي ماشومان او کورنۍ اړ شوي چې په خېمو کې واوسي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، شاوخوا ۵،۷۰۰ کورنۍ لا هم په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې په موقتي کمپونو کې اوسي.

سېف دي جلدرن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «منفي صفر درجه هوا او واورې د افغانستان د ختیځ په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.

پنځه میاشتې وروسته له هغې چې زلزلو په کونړ کې د خلکو ژوند او د عاید سرچینې واخیستې، ډېر ماشومان او د هغوی کورنۍ لا هم یوازې خېمې لري چې ورته کور ووایي. یوازې ترپال (پلاستیکي شیټ) یې له درنې واورې، یخو بادونو او سختې یخنۍ څخه ساتي.

دا سخته سړه هوا پر هر ماشوم اغېز کوي. یخ او لوند چاپېریال کوچنيو ماشومانو ته د سختو تنفسي ناروغیو، لکه سکاروي (نیمونیا)، خطر ډېروي.

سېف دي چلډرن لا له وړاندې په کونړ کې نژدې ۳،۰۰۰ کورنیو ته د ژمي لپاره د ژمي کڅوړې ورکړي، چې پکې کمپلې، تودې جامې او د کور اړین توکي شامل دي. خو لا هم بیړنۍ بودجې ته اړتیا ده څو له زلزلو څخه ژوندیو پاتې نورو زیانګالو او له خطر سره مخامخ ماشومانو او کورنیو ته ورسېږي.»

سېف دي چلډرن به دا ژمی په افغانستان کې نژدې ۷۵،۰۰۰ کسانو ته د ژمنۍ مرستې ورسوي، چې پکې جامې، کمپلې، بخارۍ او د تودوخې ساتلو مواد شامل دي. همداراز له ۲۱،۰۰۰ څخه ډېر ماشومان به د ټولنې پر بنسټ ټولګیو او د ماشومانو د ساتنې په مرکزونو کې د بخاریو له نصب څخه ګټه واخلي.

سېف دي چلډرن له ۱۹۷۶ کال راهیسې په افغانستان کې کار کوي، آن د جګړو او طبیعي پېښو پر مهال یې هم مرستو ته دوام ورکړی دی. دا اداره په ۹ ولایتونو کې خپل پروګرامونه لري او په نورو ۱۱ ولایتونو کې له شریکو بنسټونو سره کار کوي. دوی د روغتیا، تغذیې، زده‌کړې، د ماشومانو ساتنې، سرپناه، پاکو اوبو، حفظ‌الصحې او د عاید د سرچینو په برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...