Homeخبرونهبرېښناشرکت: د سالنګ لارو بندښت د وارداتي برېښنا د مزي د نښلولو...

برېښناشرکت: د سالنګ لارو بندښت د وارداتي برېښنا د مزي د نښلولو چارې ټکنۍ کړي

تاند ( سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۷مه) ‏د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د سالنګ لارو بندښت او سخت اقلیمي شرایط د وارداتي برېښنا د لېږد مزي د بیا نښلولو چارې له ننګونو سره مخ کړې دي.

د دغه شرکت په وینا، د روانې سلواغې میاشتې پر ۲مه د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا یوه پایه د درنو واورو او واورې راښوېیدو له امله چپه شوې او یو سرکټ یې پرې شوی دی.

برېښنا شرکت زیاتوي چې د اړوندو ادارو په همغږۍ هڅې روانې دي څو تخنیکي ټیم سیمې ته ورسېږي او د ترمیم چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خلک د برېښنا له کمښته شکایت لري.

خلک تمه لري چې، حکومت باید د دا ډول ستونزو د حل بېړنی ظرفیت ولري خو د خلکو په وینا افغانان لا هم دا کړاو ګالي.

تازه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي چې د افغانستان ۸۰ سلنه وګړي تلپاتې برېښنا ته لاسرسی نه لري.

یاد پروګرام په تازه راپور کې لیکلي چې افغانستان د انرژۍ له کمښت سره مخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...