تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۷ مه) د منځني ختیځ سیمې ته د «یوایسایس ابراهام لینکلن» الوتکوړونکي بېړۍ له رسېدو سره، د امریکا له لوري پر ایران د احتمالي برید اټکلونه زیات شوي دي.
هممهاله، ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران په اړه وضعیت «په دوامداره ډول بدلېږي» او د ایران رژیم غواړي یوې موافقې ته ورسېږي. خو پوښتنه دا ده چې د موافقې امکان څومره دی؟ او ایا دا به د امریکا د برید مخه ونیسي؟
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ له «اکسیوس» سره په مرکه کې وویل چې د ایران په اړه وضعیت «تل بدلېږي»، ځکه امریکا سیمې ته «یو لوی سمندري ځواک» استولی، خو ده ټینګار وکړ چې تهران رښتیا هم د موافقې غوښتونکی دی.
ټرمپ وویل:
«هغوی غواړي موافقه وکړي. زه دا پوهېږم. څو ځله یې اړیکه نیولې. غواړي خبرې وکړي.»
په همدې تړاو، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل که ایران له واشنګټن سره تماس نیول غواړي، امریکا «د خبرو لپاره چمتو ده».
هغه د خبرو د شرطونو په اړه وویل:
«زما په اند هغوی شرطونه پېژني. هغوی پرې خبر دي.»
«ګارډین» ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکاف، د امریکا د پخوانیو غوښتنو تر څنګ — لکه «په ایران کې د یورانیمو د غنيکولو بندول»، «د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پلټونکو بېرته ستنېدل» او «له نیابتي وسلهوالو ډلو د ایران د ملاتړ بندول» — نوې غوښتنې هم مطرح کړې دي، لکه:
- د ملګرو ملتونو د وسلو پلټونکو بېرته ستنول
- له ایرانه د ټولو غني شوو یورانیمو ایستل
- د ایران د توغندیو پروګرام محدودول
د اسراییل د «ملي امنیتي مطالعاتو انسټیتیوت» د ایران او شیعه محور د څانګې مشر څېړونکي، دني سیتریونوویچ وویل چې د ایران رژیم تل د «وخت اخیستلو»، «د فشار کمولو» یا «اقتصادي او سیاسي امتیازونو ترلاسه کولو» لپاره خبرو ته لېواله و، پرته له دې چې خپلې اساسي ګټې له خطر سره مخ کړي.
هغه وویل:
«اوس اساسي پوښتنه دا ده چې د کورنیو ناآرامیو او په فارس خلیج کې د امریکا د پوځي حضور له زیاتوالي وروسته، ایا د ایران د رژیم سرې کرښې بدلې شوې دي که نه.»
د هغه په وینا، ایران ښايي د امتیاز اخیستلو لپاره د خپلو غني شوو یورانیمو له زېرمو تېر شي. همدارنګه د غنيکولو د مسلې لپاره د څو ملیتي کنسورشیم په څېر حللارې هم شونې دي.
خو د ده په باور، د پراخې موافقې اصلي خنډ دا دی چې:
«ایران نه غواړي خپل دودیز پوځي ځواک محدود کړي او نه هم د سیمهییزو نیابتي ډلو ملاتړ پای ته ورسوي.»
سیتریونوویچ وویل:
«تهران لا هم په منځني ختیځ کې د وسلهوالو ډلو د ملاتړ هر ډول جدي رول ردوي، خو دا ادعا په واشنګټن او د امریکا د متحدانو تر منځ د باور وړ نه ده. خو د ایران له نظره، دا نیابتي ځواکونه او دودیز پوځي توان د چېنې وهلو وسیله نه، بلکې د دوی د دفاع د ستراتیژۍ ستنې دي.»
هغه زیاته کړه:
«له همدې امله، که واشنګټن پر داسې یوې پراخې موافقې ټینګار وکړي چې اتومي محدودیتونه له توغندويي محدودیتونو، سیمهییزو فعالیتونو او د نیابتي ځواکونو له ملاتړ سره وتړي — او حتا دا له پراخو سیمهییزو عاديسازیو سره وتړي — نو د رښتینې هوکړې احتمال به ډېر کم وي.»
د امریکا د پراخ برید اندېښنې
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د «یوایسایس ابراهام لینکلن» الوتکوړونکې بېړۍ په منځني ختیځ کې ځای پر ځای شوې ده. د دې بېړۍ ترڅنګ، درې جنګي بېړۍ چې په «ټامهاک» کروز توغندیو سمبال دي هم سیمې ته رسېدلي دي.
سربېره پر دې، امریکا له لسو څخه زیات ایف–۱۵ جنګي الوتکې هم د سیمې پوځي اډو ته استولي دي. همدارنګه، راپورونه ښيي چې څو نورې جنګي او د سونتوکو ټانکر الوتکې هم د منځني ختیځ او مدیترانې په پوځي اډو کې ځای پر ځای شوي دي.
د «نیویارک ټایمز» د راپور له مخې، که ټرمپ د برید امر صادر کړي، د ابراهام لینکلن بېړۍ او ورسره مل ځواکونه کولای شي په یوه یا دوو ورځو کې عملیات پیل کړي.
همدارنګه «واشنګټن پوسټ» د اوسنيو او پخوانيو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې نور پوځي تجهیزات هم سیمې ته روان دي. یوه چارواکي ویلي چې د ټولو وسایلو بشپړ ځای پر ځای کېدا لږ تر لږه یوه اوونۍ وخت نیسي، خو دا کار ټرمپ ته د پوځي انتخابونو پراخه لړۍ برابروي.