تاند ( سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۷مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په اړه د خبرو دوام تایید کړی او ویلي یې دي چې تر اوسه دواړه لوري د دغو مذاکراتو وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي.
ذبیح الله مجاهد له سيبياېس نیوز سره په مرکه کې ټینګار کړی چې دا مذاکرات باید عملي پایلې ولري او د دواړو لوریو ترمنځ بندیان خوشې شي.
د مجاهد په وینا چې یو شمېر افغانان د امریکا لخوا په ناحقه نیول شوي او کورنۍ یې له کړاو سره مخ شوې دي.
تر دې مخکې ځینې امریکایي رسنیو راپور ورکړی و چې دا مهال په افغانستان کې یو شمېر امریکایان له طالبانو سره بندیان دي.
امریکا د خپل یوه تبعه د خلاصون لپاره له طالبانو سره په خبرو بوخته ده
بل لورته د امریکا په زندانونو کې هم د ځینو افغانانو د بندپاتېکېدو راپورونه ورکړل شوي وو.
د یادولو ده چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په ګډون یو شمېر لوړپوړو امریکایي چارواکو هم افغانستان ته سفرونه کړي او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره یې د بندیانو د خلاصون په ګډون پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي.