Homeخبرونهد سالنګ لویه لار تر ۷ ورځې بندېدو وروسته خلاصه شوه

د سالنګ لویه لار تر ۷ ورځې بندېدو وروسته خلاصه شوه

تاند (سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۷مه) ‏د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وياند محمد اشرف حق شناس وايي د سالنګ لویه لاره نن سې شنبه د جنورۍ په ۲۷مه د ماسپښین په ۰۲:۰۰ بجو بېرته د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

نوموړی زیاتوي؛ دا لویه لاره چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې راهیسې د سختو واورو، طوفانونو او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه تړل شوې وه، د تخنیکي پرسونل تر هڅو وروسته بېرته خلاصه شوه.

د حق شناس په وینا؛ مسافر او موټر چلوونکي باید له ځان سره ګرمې جامې، خوراکي توکي او د موټرو لپاره ځنځیر (چین) او کافي روغنیات ولري.

دوی وايي؛ اوسمهال یوازې د مسافر وړونکو وسایطو د تګ اجازه شته.

هغه وایي، د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي کار کوي ترڅو لاره د بار وړونکو موټرو (باربري) پر مخ هم ډېر ژر پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...