Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ د ۲،۵ میلیارډ افغانیو په ارزښت ۲۱...

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ د ۲،۵ میلیارډ افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور کړې

تاند ( سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۷مه) د طالبانو د حکومت د ریاست الورزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نننۍ غونډه کې د ۲،۵ میلیارډ افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظور شوې.

یادې غونډې ته د منظورۍ له پاره ۳۳ پروژې وړاندې شوې وې.

د دغو پروژو له ډلې یې ۲۱ منظور، ۷ تعدیل، ۲ د بیا مذاکراتو له پاره اړوندو کمېټو ته سپارل شوي، یوه ځنډول شوې، یوه بیا ځلې داوطلبۍ ته وړاندې شوې او وروستۍ یې د ځینو نیمګړتیاوو له امله لغوه شوه.

یاد معاونیت وایي چې، په منظور شوو پروژو کې د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست هوايي ډګرونو له پاره د سکېنرونو اخیستل، د ګردېز- خوست عمومي سړک جوړول شامل دي.

دغه راز د هیواد په نهو ولایتونو کې د ولسوالیو په کچه د نهو عمومي روغتونونو جوړول، د دولتي ودانیو جوړول او د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا پروژې هم شاملې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...