تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د دغه هېواد د دولتي پانګونې صندوق پر لوړه ودانۍ د سېشنبې په ورځ، د لړم په درېیمه، په یوه اوونۍ کې په دوهم ځل برید شوی دی. سعودي چارواکو د دغه برید مسوولیت د یمن حوثي یاغیانو ته منسوب کړی او ویلي یې دي چې په پېښه کې ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.
د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې په ټپیانو کې دوه سعودي وګړي، دوه هندیان درې نیپالیان او یو مصری شامل دي.
فرانس پرېس خبري اژانس د یوې خبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې لږ تر لږه د دوو ټپیانو حال د سختې سوځېدنې له کبله نارک دی.
د سرچینې په وینا، د برید پر مهال یو شمېر کسان د تېرې اوونۍ په برید کې ودانۍ ته د اوښتو زیانونو په ترمیم بوخت وو.
فرانس پریس خبري اژانس ته د پېښې درېیو شاهدانو ویلي چې په تازه برید کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ۸۰ پوړیزه ودانۍ په نښه شوې ده. دغه ودانۍ د ملک عبدالله په مالي سیمه کې موقعیت لري، ۳۸۵ متره لوړوالی لري او د ریاض تر ټولو لوړه اسمانڅوکې ده او له همدې کبله د سعودي د پلازمېنې له پېژندل شویو ودانیو څخه ده.
په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند ترکی المالکي دغه برید «ترهګریز او بزدلانه» بللی او ویلي یې دي چې اړوندې ادارې د پېښې ځای ارزوي. هغه د ودانۍ نوم نه دی یاد کړی.
د فرانس پریس د راپور له مخې، له برید وروسته پولیسو د ریاض د مالي سیمې ځینې لارې وتړلې او د یو شمېر سوداګریزو مرکزونو او رستورانونو کارکوونکي یې وایستل. یوه عیني شاهد ویلي چې تر برید مخکې یله یوه موټر څخه په لوډسپیکر کې لارویانو ته خبرداری ورکړل شوی و چې ځانونه خوندي ځای ته ورسوي.
د سعودي عربستان د پانګونې صندوق پر دې ودانۍ تر دې مخکې هم د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۸مه، د حوثیانو برید شوی و. هغه مهال سعودي چارواکو ویلي وو چې د ودانۍ څو پوړونه او ورته څېرمه دوې ودانۍ زیانمنې شوې، خو څوک پکې نه وو ټپیان شوي.
حوثیانو د تېرې اوونۍ د برید مسوولیت منلی و، خو د تازه برید په اړه یې د دې راپورونو د خپرېدو تر شېبې پورې څه نه دي ویلي.
د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق د دغه هېواد د «۲۰۳۰ لیدلوري» پروګرام د تمویل له مهمو بنسټونو څخه دی. دغه پروګرام د سعودي اقتصاد د تېلو پر عوایدو د اتکا د کمولو لپاره جوړ شوی دی. د ملک عبدالله مالي سیمه، د دغه صندوق ترڅنګ، د سعودي عربستان د ونډو بازار او د یو شمېر لویو نړیوالو شرکتونو دفترونه هم لري.
په وروستیو اوونیو کې د سعودي عربستان پر اقتصادي مرکزونو د حوثیانو بریدونه زیات شوي دي. دې ډلې د لړم په ۱۷مه په ریاض کې د سعودي د تېلو د دولتي شرکت ارامکو ودانۍ هم په نښه کړې وه.
همداراز، د اکتوبر په میاشت کې د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر بریدونه د دوو اوونیو په مخه د الوتنو د درولو سبب شوي وو. د دغو بریدونو په یوه کې ۱۴ کسان وژل شوي وو.